ولسي مبارزه

دا یو حقیقت او په اثبات رسیدلې خبره ده چې د نړۍ هر هیواد نظام د ولس په واسطه جوړ شوی دې او بیا د ولس په واسطه رانسکور شوی دې همدارنګه تاریخونه په دې شاهد دي چې هره لویه امپراطوري؛ د دونیا له جنوب څخه تر شمال او د غرب څخه تر شرق پورې يې خپل فتوحات رسیدلي وه د ولسي خلکو په وسیله را چپه شوې ده او د تل لپاره له منځه تللي ده نو بناءً ولس یو داسې قوت دې چې ډیر ژر خپل موقف په ډاګه کولی شي او ټول موجوده سیستم ته تغیر ورکولی شي نو ددې لپاره اړینه ګڼم چې ولسي مبارزه زموږ په جنګ ځپلي هیواد کې په اوسنیو شرایطو کې څومره اړینه او اغیزناکه ده؟
دا هغه پوښتنه ده چې ولس ته متوجې ده او ولس باید د نن څخه اړ دې چې په اوسنیو شرایطو کې د خپل هیواد د دایمي ثبات او سولې د راوستلو په موخه په ملی کچه هلې ځلې شروع کړي، ولې چې دا زموږ وطن دې او له دې ځمکې څخه پرته موږ بله د اوسیدو ځمکه نه لرو او نه به موږ ته څوک بله ځمکه د اوسیدو لپاره راکړي.
نو تاسو ته بهتره معلومه ده چې ولس د تاریخ په دور کې تر نن پورې څومره مالي او ځاني زیانونه ولیدل او تر نن پورې هم جریان لري چې یو عمده علت یې د ولسي قومونو تر منځ ښکاره او دوامداره ملی تفاهم نشته تر څو ټول د افغانستان قومونه په ګډه د داخلي او خارجي لاس وهنو او مداخلو په واړندې مبارزه وکړي، که چیرته موږ او تاسې د قومونو په کچه د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره لاسونه سره ورکړو او د یوې قوت لرونکې ولسي مبارزې په توګه میدان ته را ودانګو نو انشاالله ولس او وطن ته به موجوده خطرونه او ګواښونه له منځه یوسو او د خپل حق څیښتن به شو لکه زموږ حق سوله او امنیت ده، زموږ حق د وطن اباده ول دي ، زموږ مهم حق د ټولو په وړاندې مساوي انصاف او عدالت دې او داسې نور ډیر؛
چې دا د ولس ټول حقونه دي او باید تر لاسه یې کړي.
د ولسي مبارزې دپرمخ وړلو لپاره یو عمده او مهم اساس د پاک او صاف نیت درلودل دي که چیرته د ولسي مبارزې په منځ کې داسې اشخاص وجود ولري چې په یو نا یو ډول د هیواد ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او ولسي مبارزې ته درناوی ونه لري نو بیا به هم د داسې افرادو په شتون کې د ولسونو هلې ځلې له زیاتو ستونزو او خنډونو سره مخامخ وي ددې لپاره د مبارزې لښکر کې باید پاک او ذهین مشران شتون ولري تر څو د هغو افرادو مخنیوی وکړي چې د نورو هیوادونو له خوا د اجنټانو په حیث دلته مقرر شوي وي او اصلاً دغو افرادو زموږ د هیواد اوسنۍ وضعیت د نا امنۍ او بې ثباتۍ تر کچې پورې رسولی دې چې ټول زیان او ټکان یې عام ولس ته رسیږي او د ولس مبارزه باید د دا ډول خلکو په وړاندې فعالیت وکړي چې دوی په دولت کې واک او نفوذ لري او هم د دولت له چوکاټ څخه بهر په کلتوري، اجتماعي او سیاسي مسایلو کې د یو پټ مار په څیر ګرځي را ګرځي تر څو د سیمې استخباراتي هیوادونه چې په افغانستان کې سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره شپه او ورځ یوه کړیده، کار ورته ورکړي.
نو بیا هم وایم چې زموږ دیني، عقیده وي، کلتوري او اجتماعي ارزښتونه سره یو دي او دوښمن زموږ د ټولو لپاره یو دې یوازې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره زموږ تر منځ په ښکاره د قومونو تر منځ تبغیض کوي خو په پټه زموږ د وطن د ورانولو او ویجاړه ولو لپاره یو مشترک پلان لري چې تر اخره پورې مو وځپي ،
نو راځی! چې د یو افغان په نوم سره متحد واوسو او د افغانانو د دوښمن په وړاندې داسې مبارزه پیل کړو چې د دوی ټولې طرحې چې زموږ د بود او نابود کولو لپاره یې لري؛ شنډې کړو او نړیوالو ته دا په اثبات ورسوو چې موږ افغانان ټول د یوې کلمې او یوه مذهب وروڼه یو او نه غواړو چې سره بیل شو، نه غواړو چې په منځ کې مو پردي پال ډول ووهي، نه غواړو چې د تل لپاره سره وجنګیږو او غواړو چې د تل لپاره د وروڼو په څیر ژوند وکړو او ستاسو په څیر خپل وطن اباد کړو تر څو موږ هم د نړیوالو سره په هره تخنیکي، هنري، تعلیمي او مسلکي برخه کې د سیالۍ کولو جوګه شو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب