ایا مسلمانه ښځه یهودي اوعیسایي په نکاح کولای شي؟

سوال: داسټرلیاڅخه احمداسلام(Ahmed Islam) په نامه یومسلمان یوه موضوع داسی راته بیان کړه:درې میاشتې مخکی یومسلمان دیوي عیسایی انجلۍ سره واده وکړ، هیڅ عکس العمل نه ؤ، یوه میاشت مخکی یومسلمان چې انجینرؤیوه یهودی انجلۍ په نکاح کړه، هیڅ عکس العمل نه ؤداځکه چې دفرانسی دقانون له مخی که نراوښځه سره خوښ کړی توافق ئې راشی نوواده سره کولای شی اوهیڅوک نشی کولای چې څوک ئې مجبوره کړی چې سره بیل شی؛ له دې څخه وروسته یوعیسایی هلک غوښتل چی یوه مسلمانه انجلۍ په نکاح کړی، چې دواړه سره راضی وه، توافق ته رسیدلی وه، ددي تړون په خپرولوسره په اسټرلیاکی په مسلمانانوکی عکس العمل راپورته شو، اوهغی انجلۍ اوهلک ته ګواښونه وشول، اوکه دانکاح وشی نوکیدای شی چې ددواړودقتل سبب وګرځی، اوس نوزه موضوع نه اوږدوم غواړم چې خپله پوښتنه داسی وکړم:۱:
ایایومسلمان نردکتابیه ښځې سره نکاح کولا شی؟
۲: ایایوه مسلمانه ښځه داهل کتابو(عیسایانواویهودو) سره نکاح کولای شی؟ که یواځی مسلمان نردکتابیه سره نکاح کول شی نو:
۳: ولی یومسلمان نر عیسایی اویهودی ښځه په نکاح کولای شی، اوبرعکس یوه مسلمانه ښځه ولی دیوه عیسایی اویهودی سره نکاح نشی کولای؟؟؟

ځواب:

الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدناوشفعناواله اواصحابه اجمعینډیرښکلی سوال مووکړ، اوددې سوال ځواب به زه په ډیرتفصیل سره درکړم، هرمسلمان پردی ایمان لری چې حضرت موسی علیه السلام یوستر پیغمبرؤ اوهغه دالله استاځی ؤ،هغه تورات چې پرهغه باندی نازل شوی ؤ هغه دالله کتاب ؤ، اوپرنبوت دحضرت موسی علیه السلام اوپرالهی کتاب دحضرت موسی علیه السلام (تورات) دهرمسلمان ایمان اوعقیده ده، نوځکه ویوه مسلمان ته یهودی ښځه رواده چي په نکاح یی کی.داچې دهرمسلمان پردی باندی ایمان اوعقیده ده چې سیدناحضرت عیسی علیه السلام دخدای جل جلاله پیغمبر، اومسیح ؤاوهغه انجیل چې پرعیسی علیه السلام باندی نازل شوی ؤ هغه دالله کتاب ؤ، اوپرنبوت دحضرت عییسی علیه السلام زموږدټول امت مسمله دهرنراوښځه عقیده او ایمان دی، پرانجیل دحضرت عیسی علیه السلام دامت مسلمه دهرفردایمان اوعقیده ده، نوځکه یوه عیسایی انجلۍ ومسلمان ته رواده چي په نکاح ئې کی. وبل لورته داچی نه عیسایان اونه هم یهودان پرنبوت دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم ایمان لری، اونه هم پرهغه الهی کتاب قران کریم باندی ایمان لری چې پرفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی دی، اوبرعکس دوی (عیسایان اویهودان) وایی چی داکتاب حضرت محمدصلی الله علیه وسلم پخپله لیکلی دی (نعوذبالله من ذالک)، نوځکه دعیسایی اویهودی نارینه ته یوه مسلمانه ښځه نه ده رواچي په نکاح یی کړی. فلایجوزالنکاح المسلمة الکتابیة(البدائع الصنائع کتاب النکاح ۲/ ۲۷۲)ژباړه: دیوې مسلمانې ښځی نکاح داهل کتابوسره نه ده روا. یوه مسلمانه ښځه دغیرمسلمان سره نکاح نشی کولای، هغه څوک چی دانکاح رواوبولی داکفردی، که چیری یوه مسلمانه ښځه دغیرمسلمان سره ئې نکاح کړی وی نوفوراً دی ورڅخه بیله شی اوددی ګناه توبه دی وباسی، اودایمان اونکاح تجدید دی وکړی. آپ کې مسایل اوراُن کاحل، ټوک:۵، پاڼه، ۶۷، لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه. دیوه مسلمان نرداهل کتابوسره نکاح رواده، که چیری دااندیښنه وی چې ددې سړی اولادبه غیرمسلم شی نوپه دغه وخت کی دیوه مسلمان نکاح دکتابیه ښځې سره جایزنه ده، اوداکاربایدونشی.آپ کې مسایل اوراُن کاحل، ټوک:۵، پاڼه، ۷۵، لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهیدرحمة الله علیه. په عیسایانوکی ځینی داسی ډلی شته چې په نامه اهل کتاب دی اوپه حقیقت کی اهل کتاب نه دی، چې ځینی ئې دشیطان عبادت کوی، اودوی د(Satanism)تابع دی، دوی داسی وایی چی هرڅه واک دشیطان په واک کی دی، چې داپه اهل کتابوکی نه دی داخل، داډلی کوم کتاب هم نلری، اوهم کوم اصول لری. له دې څخه علاوه ځینی داسی ډلې دی چې دهریان دی، خدای نه منی اونه هم پراخرت، رسالت اووحی ایمان لری چی داهم اهل کتاب نه دی.

دعیسایانواویهودوڅخه ماسوی چی هندوان، زردشتیان، بودایان ، سکهان اونور…. دی دوی هم ځانونه اهل کتاب بولی خودوی په حقیقت کی هغه اهل کتاب نه دی چې اسمانی وحی لری، بلکه اهل کتاب هغه ډله ده چې اسمانی وحی لری لکه دحضرت ابراهیم علیه السلام صحیفی، دحضرت شیث علیه السلام صحیفی، زبوردحضرت داؤدعلیه السلام، چې دااوس نشته، اوبودایان، هندوان اونورچې داادعاکوی چی ددوی کتابونه اسمانی دی داددوی بی بنسټه ادعاده، کیدای چې څه نظریات یی داسمانی کتابوڅخه رااخیستی وی اویابه ورته یوڅه پکښی وی. انجیل دحضرت عیسی علیه السلام اوتورات دحضرت موسی علیه السلام چی اوس په تحریف شوی بڼه سره شته دااهل کتاب دی، خوددوی لپاره هم شرط دادی چې پروحی، پررسالت، پرخدای ایمان ولری نودااهل کتاب دی، که چیری یوڅوک په نامه عیسایی وی نوپراخرت، خدای، وحی پررسالت دحضرت عیسی علیه السلام اوحضرت موسی علیه السلام باندی ایمان ولری نودااهل کتاب دی چې نورتفصیل به وروسته ښه ښکاره شی. اوس غواړم چی داهل کتابوسره دنکاح په هکله یوعلمی تحقیق ته راشم.

نوروغیرمسلمواوعاموکافرانوپه مقابله کی ومسلمانانوته داهل کتابوسره یوډول ترجیح ورکول شویده، دهغوذبیحه ومسلمانانوته حلاله ده، اوددوی دښځوسره دمسلمانانونکاح رواده، دقرانکریم په سورت مآیده کی ددی بیان راغلی دی، خوداخبری یادساتل اړین دی:۱: مسلمان نارینه دداسی کتابی ښځی سره نکاح کولای شی چی هغه ښځه به پاکدامنې وی، چې په قرانکریم ورته د((محصنات)) توری راغلی دی.

۲: اهل کتاب به عیسایی یایهودی وي، په وحی، رسالت اواخرت به ایمان لری، که دهریه وی دالله نه منکره وی اویواځی په نامه عیسایی اویهودی وی نوداداهل کتابوپه لړکی نه راځی یعنی نکاح نه ده وسره روا.۳: په غیرمسلم هیوادکی دیهودی اوعیسایی ښځی سره نکاح کول دځینوفقهاوپه نزد حرام دی(مکروه تحریمی) .دموجوده نړۍ عیسایان اویهودان اهل کتاب بلل کیږی خوپه دوی کښي زنا، فحاشی، عریانی اونورنارواتعلقات پکښی ډیردی، اوحتی په اوسنی عیسایی اویهودی نړۍ کی بدحالت ودی ته رسیدلی دی چې ترځناوروبدتردی.بله داچې زیات اهل کتاب، ملحدان دی اودمذهب نه بیزاره دی، اخرت څخه منکردی، چی دداسی عیسایانوایهودانوسره نکاح قطعی حرامه ده، فقهی جدید، لیکوال:حضرت مولاناخالدیوسف صاحب وبل لورته دکتابی ښځوسره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کی تاوانونه هم رسولی دی، اووامت ته ئې نقصانانورسولی دی، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه داحس کړه، اومسلمانان حکمرانان یی په خصوصی ډول سره داهل کتابوسره نکاح کول منع کړل، دحضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې ومداین ته ورسیدی نوهلته ئې دیوی یهودی انجلی سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چی کله خبرشونوخبریی ورکی نوورته ئې ولیکل چی طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولی دازمالپاره حرامه ده؟؟؟

امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکوپه ښځوکی عموماپاکدامنی اوعفت نشته، په دی وجه بیریږم چی ددی خلکوپه ذریعه ستاسوکورنی کښی فحاشی اوبدکاری داخله نشی.دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی:اعزم علیک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبیلها فانی اخاف ان یقتدیک المسلمون فیختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمین (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)ژباړه: زه وتاته قسم درکوم چې زماددی لیک نه مخکی چې پخپل لاس کی ئې کښیږدی نووهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یی کړه ځکه چې زماویره ده چې نورمسلمانان به هم ستاڅخه عبرت واخلی اودذمیانوکتابیانوښځو لره به ددوی دښکلاپه وجه سره په مسلمانوښځوباندی ترجیح ورکړی نودمسلمانانوښځودپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وی.(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱) ددی واقعی نقل کولونه وروسته حضرت محمدبن حسن رحمة الله علیه فرمایی چي حنفی فقهاء اختیارلری، چي داهل کتابیه سره نکاح خوحرامه نه ده لکن دنوروفسادونوله کبله داګناه مکروه ده.غرض داچې دقران، سنت اودصحابه کرامودعمل مطابق په مسلمانانولازم دی چې دنن ورځی دکتابیانوښځوسره دنکاح کولوڅخه پوره ځانونه وژغوری.

تفسیرمعارف القرآن، ۲ټوک، ۱۱۸ مخلیکوال: مفتی اعظم پاکستان مفتی محمدشفیع رحمة الله علیه. همدارنګه امام محمدرحمة الله علیه پخپل کتاب کښی دسیدناحضرت عمررضی الله عنه ددی قول نقل کولونه پس لیکلی دی چې داحنافوفقهاؤدکتابی ښځوسره نکاح کول مکروه ګڼي. (کتاب الاثار ص ۱۵۶) علامه ابن همام نقل کړیدی چی حضرت طلحه رضی الله عنه اوکعب بن مالک رضی الله عنه ته هم حضرت عمرفاروق رضی الله عنه کتابی ښځوسره په نکاح کولوسخت خبرداری ورکړی دی اوداحکم یی ورکړچې دوی ته طلاق ورکړی. (فتح القدیر). اهل کتاب یعنی یهوداونصاری چې کوم په دی زمانه کی دی داپردوه ډوله دی:

۱: یوهغه دی چی پخپل دین باندی قایم انجیل اوتورات اسمانی کتاب بولی اوعیسی علیه السلام واجب الاحترام پیغمبریادالله زوی یاخدای منی، موسی علیه مقدس رسول ګڼی دداسی یهودواونصاراؤسره دمسلمانانونکاح جایزده، باوجودددوی دعقایدوددوی سره نکاح جایزده، داځکه چی قران کریم وایی:وقالت الیهودعزیرابن الله وقالت النصاری مسیح ابن الله (التوبه: ۳۰)ژباړه: یهودوایی چی حضرت عزیرعلیه السلام دخدای ځوی دی اونصاری وایی چی حضرت عیسی الله السلام دخدای ځوی دی.نوخدای داهل کتابوعقایدذکرکړیدی اوپه هغه وخت کی هم دوی داویل، ددی باوجودددوی سره نکاح رواده.بل ځای قرانکریم وایی:والمحصنت من الذین اوتوالکتاب من قبلکم اذااتیتموهن اجورهن محصنین غیرمسفحین ولامتخذی اخدان. (المأیده: ۵)ژباړه: اودهغوپاک لمنوښځونکاح چې ترتاسی مخکی کتاب ورکړی شوی دی حلاله ده، په دې شرط چی ددوی مهرونه ورکړی حال داچې دانکاح کوونکی اوسی نه زناکوونکی اوپه پټه سره جنسی نامشروع اړیکی ټینګی نه کړی.دلته قرانکریم دعفت یادونه کړیده، اومسلمانانوته وایی چې که تاسی داهل کتابیه ښځوسره نکاح کوی نوفاحشیه به نه وی، نه به زناکاره وی، اونه به یی په پټه سره کوم یارنیولی وی، که داشرطونه چې قرانکریم ټاکلی دی داپرځای شی نوداهل کتابیه ښځوسره نکاح رواده، اوکه چیری دادقرانکریم شرطونه پرځای نشی نوجایزه نه ده.وصح نکاح کتابیة مؤمنة بنی مقرة بکتاب منزل (الدرالمختار، کتاب النکاح، فصل فی المحرمات، ۳/ ۴۵)۲: داهغه ډول اهل کتاب دی په نامه چې تعلیم یافته اوساینس پوهان دی، نه دوی خدای منی، نه تورات نه انجیل منی نه حضرت موسی علیه السلام اونه هم حضرت عیسی علیه السلام ته احترام لری اونه یی وعظمت ته قایل دی نودداسی په نامه اهل کتابوسره نکاج جایزنه ده، داځکه چی دااهل کتاب نه دی، اودهریه دی. (کفایت المفتی، ۵ ټوک، ۲۱۱ مخ)لیکوال: مفتی اعظم حضرت مولانامفتی کفایت الله دهلوی رحمة اله علیه دعیسایی ښځې سره دمسلمان نکاح شرعاًمنعقدکیږی، خوشرط دادی چې ښځه واقعاًپه عیسوی مذهب باندی ولاړه وی.وفی ردالدرالمختارج:۳: ۴۵، واعلم ان من اعتقددیناسماویاله کتاب منزل کصحف ابراهیم وشیث وزبورداؤدفهومن اهل کتاب فتجوزمناکحتهمدنن صبادعیسایانوپه شان نه وی چې په نوم خوعیسایی وی اوعقایدیی ددهریانووی چې خدای اورسول هیڅوک هم نه منی، ورسره دوهم شرط دادی چې نکاح یی په شرعی طریقی سره ددووشاهدانوپه مخکی شوی وی که دادواړه شرطونه موجودوی نونکاح یی صحیح ده. والله سبحانه اعلم۷/۳/ ۱۳۹۷ هـ(فتوا نمبر: ۳۱۱/ ۲۸ ب)فتاوی عثمانی، ۲ټوک، ۲۹۱ مخلیکوال:شیخ الاسلام حضرت مولانامحمدتقی عثمانی مدظله العالیه دیهودی اوعیسایی ښځې سره نکاح صحیح ده په درمختارکی دی:وصح نکاح کتابیة وان کره تنزیهاژباړه: دکتابې ښځې(یهودۍ اوعیسایۍ) ښځې سره نکاح رواده که څه هم دانکاح مکروه تنزیهی ده.(الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار فصل فی المحرمات ص: ۳۹۷، ج۲- ط، س: ج ۳، ۴۵ ظفر)فتاوای دارُالعلوم دیوبند: ۷ټوک، ص ۱۴۰نتیجه: ۱: دعیسایې اویهودۍ(اهل کتابیې) سره نکاح رواده.۲: داکتابیه به پتمنې وي لکه په قران کریم چې (محصنات) لفظ ورته راغلی دی، که محصنه نه وه نونکاح ده ورسره جایزه.۳: داکتابیه به پررسالت دحضرت عیسی علیه السلام اویاحضرت موسی علیه السلام پرنبوت باندی به ایمان لری اوپرهغه الهی کتابوبه (انجیل عیسی علیه السلام، تورات موسی علیه السلام اوزبورداؤدعلیه السلام باندی به ایمان لری)، پرآخرت به ایمان لری، که یهودۍ عزیرعلیه السلام دخدای ځوی بولی، که عیسایی حضرت علیه السلام دخدای ځوی بولی اوداسی نور… داکتابیه ده.۴: داچې کتابیه اکثره وخت عفتناکه نه وی نوله همدی کبله حضرت عمررضی الله عنه و حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه، حضرت طلحه رضی الله عنه اوکعب بن مالک رضی الله عنه ته خبردارۍ ورکړچی کتابیه ښځې طلاقی کړی، اوپه ردمختارکی چې راغلی دی، چی دانکاح مکروده وجه یی داده چې په دوی کی عفت نشته، داځکه چې هغه بایبل چې دوی یی لری په هغه کی داسی فحش ایاتونه دی چې دلته زه نشم ذکرکولای چې یواځی دجیمی سواګاټ په آندپه بایبل کی لس (۱۰) ځایه دمحرماتوسره زناپکښی ده، لکه دپلاردلورسره زنا، دخُسردمږورسره زنا، دځوی دمورسره زنا اوداسی نور… نوځکه حضرت عمررضی الله عنه له دې نکاح څخه منع وکړه.۵: که چیری مسلمان نارینه په دی پوه شی چی وکور، فامیل اوټولنې ته می ددي کتابیه ښځی له کبله فحاشی، بربنډتوب اوبی حیایی راځی، اویامی اولادکافران کیږی، اوبی لاری کیږی نوپه دغه صورت کی هم نکاح نه ده روا.۶: که چیری په نامه یهودۍ اوعیسایی وه ، پرنبوت دحضرت عیسی علیه السلام یی اوحضرت موسی علیه السلام یی ایمان نلری، اودهریه وه، اولادینه وه، اوالهی کتابوته یی تقدس نه لری نودداسی په نامه ښځې سره هم نکاح نه ده روا.۷: که چیری یومسلمان نارینه یوه عفتناکې کتابیه ښځه پیداکړل، اودکتابیې ټول شرطونه پکښی وه، فاحشه نه وه، نوکه دامسلمان نکاح ورسره کوی جوازئې شته، خودانکاح به داسلام مطابق وی، یعنی مهرټاکل، دوه شاهدان، اوخطبه، دانکاح به یواځی په یوه کاغذپه وجه سره نه وی، چی نکاح رجسټریشن ورته وایی.۸: که چیری دانکاح (یوه عیسایی یایهودی نکاح دمسلمانې ښځې سره )په اسټرلیااویادنړۍ په نوروکونجانوکی صورت نیولی وی فورادی بیل شی اوداروانه ده چی یوه مسلمانه ښځه یویهودی یاعیسایی په نکاح کړی، تجدیددنکاح دی وکړی اوتجدیددایمان دی وکړی.مأخذونه:۱: فتاوی دارالعلوم دیوبند۲: فتاوی عثمانی۳: درمختار۴: فقهی جدید۵: کفایت المفتی۶: البدائع الصنائع۷: آپ کې مسایل اوراُن کاحل۸: احکام القرآن۹: کتاب الاثار۱۰: فتح القدیر۱۱: معارف القرآن۱۲: تفسیرعثمانیپه اسلامي پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر۱۲/۰۹/ ۲۰۱۲ میلادی کال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب