آیا پوهیږئ مونږ ته ولې امر شوي له جنابت وروسته سملاسي غسل وکړو؟!

کله چې یو انسان واده کوي نو ورته په کار ده چې د ګډ ژوند پورې تړلو ځینو مسائلو باندې ځان وپوهوي ترڅو د خوښۍ ژوند وکړي. سوال دادی چې ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم خاوند ته امر کړی له خپلې ښځې سره له کور والي یا جماع وروسته سملاسي غسل وکړي؟

ددې ځواب به په ځینو نویو څیړنو کې ولټوو:

ځینو نویو علمي څیړنو دا ثابته کړې چې هر انسان د جماع (کوروالي) وروسته ډیره زیاته خوله (عرق) تویوي چې دا عرق یا خوله ډیره بد بویه وي او ډیره ضرری وي که چیرې یو څوک له جنابت وروسته سملاسي غسل او یا هم حد اقل اودس ونه کړي نو د انسان بدن دا خوله یا عرق بیرته را جذبوي چې دا د بدن لپاره ډیرې ستونزې او دردونه رامنځته کوي.

نوې څیړنې څرګندوي چې غسل بدن ته نشاط او بیداري وربښي ځکه د جماع او جنابت وروسته بدن د سستۍ ښکار شي او د بدن غړي د ستړتیا احساس کوي نو له دې امله غسل بدن ته بیرته هیښتیا او فعالیت را ګرځوي.

زمونږ دین او په ځانګړي توګه زمونږ خوږ لارښود محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې مونږ ته دا امر کړی چې له جنابت وروسته او له خوب مخکې سملاسي غسل او یا حد اقل اودس وکړو. که څوک په نبوي طب عمل وکړي نني طب ته به یې تر ډیره ضرورت پیدا نشي!!

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب