ایا له ۵ کلونو ټیټ ماشومان ویټامینونو ته اړتیا لري؟

د بریتانیا په وېلز کې یوې نوې څېړنې موندلې، ډېری میندې او پلرونه نه پوهېږي چې د شپږو میشاتو تر پنځو کلونو پورې ماشومانو لپاره د اې، سي او ډي ویټامین لرونکو ګولیو ورکول ضرور دي.

د وېلز روغتیايي چارواکو څېړنې په ډاګه کړې ده، په دې هېواد کې دېرش سلنه پلرونه او میندې وايي، روغتیايي متخصصینو مشوره نه ده ورکړې چې خپلو ماشومانو ته د خوړو بشپړوونکي ویټامینونه ورکړي.

او نژدې دوو نیمو سلنې والدینو ویلي، خپلو ماشومانو ته یې دا ویټامینونه نه دي ورکړي.

ددغه هېواد روغتیايي چارواکو له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته دغه ویټامینونه په ورځني ډول ورکړي.

د بریتانیا د روغتیا وزارت وايي، د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ ماشومان د دوی د راتلونکې روغتیا په پار ویټامینونو ته اړتیا لري.

۶۷ سلنه پوښتل شویو والدینو ویلي، دوی خپلو ماشومانو ته ان یوځل هم د ویټامین اې، سي او ډي ګولۍ نه دي ورکړې.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب