د آلو روغتیائي ګټې

آلو یو ډول میوه ده چې د روغتیا له پاره ډیر ګټور ارزیابی شوی دی چې یو شمیر ګټې یې په لاندې ډول دی:
۱ـ د هاضمې سیستم لپاره ډیر مؤثر دي، نو هغه کسان چې په هضم کې ستونزې لري که چیری آلو وخوري نو ستونزې به یې حل شي.
۲ـ د روماتیزم مرض چې نن ورځ اکثره خلک ورباندې مبتلا دي او له خپلو دردونو څخه شکایت کوي کولئ شي چې د آلو د خوړولو په صورت کې یې دردونه آرام شي.
۳ـ ګردې او د وینې دوران ګړندي کوي چې خپلې دندې په چټکتیا سره ترسره کړي.
۴ـ د آلو د ونې پاڼې د ټپونو په رغولو کې ډیر مؤثر دي.
۵ـ هغه کسان چې د سینې دردونه لري او په ځانګړې توګه زنانه چې میاشتنۍ ناروغي ورته پيښه شي، که چیرې آلو وخوري نو کوم دردونه چې دوی ورنه شکایت کوي ډیر ژر به آرام کړي.
۶ـ د رګونو چربي له منځه وړي.
۷ـ د وینې کلسترول کموي.
۸ـ د معدې د قبض په له منځه وړولو کې مهم رول لوبوي.
۹ـ د دماغ په ګړندی کولو کې ډیر فعالیت کوي ځکه چې دماغ ډیرې دندې ترسره کوي نو د ستړیا په وخت کې باید آلو وخوړل شی تر څو چې دماغ د ارامتیا حس وکړي

وحیدالله مایار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب