د مغزو د تقویې لپاره څو لارښوونې

د بدن ټول غړي ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او د نه پام له کبله ښايي د ګڼو ستونزو لامل شي.

مغز هم د بدن یوه مهمه برخه ده چې یوازې د څو ساده ټکو په پام کې نه نیولو سره له منځه ځي او زیاتره وخت د حافظې د کمزورې کېدو یا خرابوالي لامل کیږي.

نو د حافظې د ښې ساتلو لپاره دا ټکي مه هېروئ:

لومړنی ګام چې ځینې کسان یې د مغزو په زیانمنېدو کې اوچتوي د سبا ناري نه خوړل دی.

ښايي دا کار ځینو کسانو ته دومره مهم ونه برېښي خو هغه خوراکي توکي چې د سبا ناري پر مهال وجود اړتیا ورته لري ښايي د ځینو باور هم ونه شي، نو د سبا ناري خوړل مه هېروئ چې مغزو ته ښه او کافي خواړه ورسیږي.

خو د نه خوړلو تر څنګ ډېر خوراک هم د بدن د نورو برخو په شان مغزو ته زیان رسوي.

هغه کسان چې د غوړو او ډېرې کالورۍ لرونکو خوړو په خوړولو کې لاس نه نیسي، د خپل مغز یوه زیاته برخه له لاسه ورکوي.

زیات خوارک د وینې شریانونو د سختېدو یا کلکیدو لامل هم کیږي چې مخامخ د مغز پر فعالیت اغېز کوي.

د خوږو یا قند ډېر کارول هم د انسان بدن په تېره بیا مغز له ستونزو سره مخامخ کوي. ځکه د ډېر قند په ترلاسه کولو سره په بدن کې د پروتین د جذبولو چاره کمزورې کیږي چې په دې کار سره مغز اغېزمنوي.

لږ خوب کول د مغزونو د استراحت په وړاندې یو ستر خنډ بلل کیږي، باید په ۲۴ ساعتونو کې اووه ساعته خوب وشي. خو د خوب پر مهال د سر او مخ پټول د کاربن د زیاتېدو لامل کیږي او مغزو ته زیان رسوي.

ډېر سوچ او فکر کول د مغزونو د ویجاړېدو یا تخریب یو بل لامل دی. په تېره بیا که د ناروغۍ پرمهال سخت فکري کارونه ترسره کړئ نو ماغزه سخت اغېزمن کیږي.

د ناروغۍ پر مهال ماغزه آرام یا استراحت ته سخته اړتیا لري.

بل خوا له لږ فکر کولو یا نه خوځښت سره مغزي حجرې لټې( تنبلې) عادت کیږي./ بشیر چمتو

[irp][irp][irp]

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب