څه وجه ده چی د حیض په حالت کی الله تعالی جماع حرامه ګرځولې ده؟!

 

جواب: له کوم شیانو څخه چې شریعت مطهره منعه کړې ده نو ضرور په هغه شي کې د انسان لپاره ضرر وي خو انسان پری نه پوهېږي او الله تعالی خو په هر شي پوره علم لري نو د خپل رحمت د وجې یي ضرري شیان په خپلو بندګانو حرام ګرځولي دي، نو د حیض په حالت کې جماع هم ډېر ضررونه د ښځې او خاوند دواړو لپاره لري نو الله تعالی ترینه خپل بندګان منعه کړه، الله تعالی فرمایي:

﴿ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ﴾ [سورة البقرة: ۲۲۲].

ژباړه: او دوی درڅخه د حیض په باره کې پوښتنه کوي. ورته ووایه چې: هغه ضرر (او پليتي) ده، نو د خپلو ښځو څخه د حيض په محل کې اجتناب وکړئ او مه ورنژدي کېږئ ترڅو چې (د حيض څخه) پاکې شي.

نو راځئ چې ځينې هغه ضررونه وپیژنو چې د حیض په حالت کې له جماع څخه پیدا کېږي:

۱ـ د ښځې په رحم (بچي دانۍ) کې ګرمایش پیدا کوي چې له امله يې په حیض کې اضطراب پیدا کېږی.

۲ـ په رحم کې دردونه پیدا کوي، او بیا چې هر ځل د ښځې حیض راځي نو رحم کې به درد وي او ډېر تکلیف به ورکوي، تردې چې کله د عقم یعنې د شنډېدو سبب هم ګرځي.

۳ـ د سړي د ﺗﻨﺎﺳﻠﻲ آلې په نلکۍ کې التهابات او ګرمایش پیدا کوي، چې له امله يې بیا تشې میتیازې سوزي.

۴ـ ضرري مکروبونه د سړي مثانې او ګردو ته رسېږي چې د ګردو د ناروغۍ پیل کېدو سبب هم ګرځي.

۵ـ د سړي مني خپله هم یو قسم مکروب دی، خو د ښځې په ﺗﻨﺎسلي آلې کې داسې یوه ماده الله تعالی پیدا کړې چې د سړي له منی ضرري میکروب ختموي، او کله چې ښځه د حیض په حالت کې وي نو په ﺗﻨﺎﺳﻠﻲ آلې کې یې هغه دفاعي مکروب نه وي موجود چې له ښځې نه دفاع وکړي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب