اناناس

علمي نوم یې Ananas comosus )) دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري ، دپیدایښت ځای یې دبرازیل جنوب او دپاراګوای هېواد ګڼل کېږي ، پاڼې یې اوږدې او کا چوغې ته ورته دي ، دپاڼو څنډې یې ښویې بشپړې او حلقوي بڼه لري په دریم کال کې ددغو پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي ګلونه یې واړه ، ابي رنګه غوښن او د ډنډر په وروستۍ برخه کې جوړېږي د دغو غوښنو ګلانو په وروستۍ برخه کې د وړو پاڼو یو تاج لري ، چې وروسته په مېوه بدلېږي . د انا ناس مېوه په حقیقت کې کاذبه بڼه لري .

دغه مېوه د تودو سیمو د مېووله ډلې څخه شمېرل کېږي . اناناس یو څو کلن او یو مشیمه یي بوټی دی ، چې لوړوالی یې له 4 څخه تر 5 فوټو پورې رسېږي ، که چېرې په کافي اندازه ځای ولري دهر کال په تېرېدوسره څنګونو ته وده کوي او پراخه سیمه لاندې کوي ، خو دا کار د سوداګرۍ په مارکېټ کې دمېوې کیفیت را ښکته کوي ، نو له دې کبله لازمه دهچې هرکال د دغه بوټي دښاخونو پرې کول او اصلاح ترسره شي ، په لومړي کال کې یواځې هغه ډنډر چې ایښودل شوی دی کولای شي په خپله وروستنۍ برخه کې مېوه ونیسي، چې بیا وروسته له 15 ــــ 32 میاشتو پورې پخېږي په دویم کال کې هغه څانګې چې دمورني ډنډر په شاوخواکې رامنځ ته شوي دي ، هم کولای شي چې مېوه ونیسي دمېوې دپخوالي موده په تودوخه ، اوبو او د ونې په خوراکي توکیو پورې اړه لري کله چې مېوه پخه شي لاندینۍ برخه یې دپورتنۍ برخې په پرتله خوږ خوند لري ، د اناناس خوږوالی په هغو نشایستوي موادو پورې چې په ډنډر رکې ذخیره ( زیرمه ) کیږي اړه لري>
داناناس له میوې څخه هم په تازه توګه ګټه او هم ترینه دجوس په ډول کار اخیستل کیږي ، په خامه مېوه کې یې یوه زیاته اندازه اګزالیک اسید ( oxalic acid ) شته چې ډېر سوځوونکي مخرش دي ، خو په پوخوالي کې دغه په سلوکې له 5 / . _ 1/. ته راښکته کېږي د دې له پاره چې مېوه زخمي نه شي هغه له یو شمېر هغو پاڼو سره چې د مېوې چاپېر ه ځای لري ، بازارته وړاندې کېږي ، که نه نو د زخمي کېدو يه صورت کې مېوه په ډېر لږ وخت کې خوسا ( فاسده ) کېږي له دې کبله چې داناناس مېوه ډېر ژر خرابېږي او د لسوورځو په موده کې په سلوکې له لسوڅخه زیاتې خپلې اوبه له لاسه ورکوي ، ځکه نو له ټولولو څخه وروسته باید ژرتر ژره بازارته وړاندې او وپلورل شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب