انګور هم د سترګو نظر تېزوي!

دا خو همېشه اورو چې ګازرې د سترګو نظر لپاره ډيرې ښې دي، خو اوس تازه یوې نوې طبي څېړنې دې برخې ته یوه بله تازه مېوه انګور هم ورزیاته کړې ده.

د امریکا میامي پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې انګور خوړل له اینټي اکسایډنټس څخه پوره وي، روغتیا ته ګټه رسوي او تر ټولو مهم یې دا چې سترګو نظر ښه کوي.

څېړونکو زیاته کړې چې انګور ویټامن سي، کی او بیټا کروټين څخه ډک وي او دا د بدن دننه خطرناک مالیکیولز وباسي او ورسره د سترګو نظر هم ښه کیږي.

یاده څېړنه د امریکا په نیوټریشن ژورنال کې خپره شوې ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب