د مڼې یو ګیلاس اوبه او بې شمیره ګټې

مڼه د روغتیايي ګټو له نظره تر ټولو پیاوړی او غوره خواړه ګڼل کیږي. په نړۍ کې د مڼې تولیداتو له نظره چین لومړۍ او امریکا دوهم مقام لري.

دغه میوه بې شمیرې ګټې لري او کولی شي انسان له بې شمیره مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د مڼې له ځینو ګټو سره اشنا کوو کوم چې د غښتلی او سالم بدن لرلو کې ډیره زیاته مرسته کوي:

۱- د زړه روغتیا لپاره ډیر ګټور دی:
مڼه د انټي اکسیډنټ تر ټولو غوره منبع ده. دغه خواړه خپل ترکیب کې زیاته اندازه پولیفینول (Polyphenol) او فلیوونایډز (Flavonoids) لري کوم چې د زړه روغتیا لپاره ډیر زیات ګټور دی. دغه میوه بدن کې د مختلفو منرالونو او پوتاشیم اړتیا پوره کوي کوم چې د زړه روغتیا لپاره اړین ګڼل کیږي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه د زړه روغتیا او فعالیت نورماله ساتي.

۲- له نفس تنګۍ څخه مخنیو کوي:
د مڼې یو له غوره خاصیتونو څخه دا دی چې دغه میوه خاصه اندازه فلوونایډز (Flavonoids) لري. د فلوونایډز نومې مواد د نفس تنګۍ څخه مخنیوی لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. له دې سربیره فلوونایډ د انسان سږې پیاوړې کوي. څیړنو ثابته کړې چې د مڼې د اوبه ورځنۍ استعمالوونکو سږې نسبت نه استعمالوونکو کسانو ته ډیر روغ او پیاوړی وي.

۳- ځیګر صفا کوي:
په مڼه کې شته قلوي خاصیت (Alkalinity) په ځیګر کې شته زهري او مضر مواد له منځه وړي. له دې سربیره د انسان په بدن کې د تیزابیت اندازه نورمال ساتي. د مڼې په پوټکي کې شته پیکتین (Pectin) نومې مواد هاضمې سیسټم په پیاوړي کولو کې ځانګړی ارزښت لري.

۴- مضر کولیسټرول کموي:
له نورو ګټو تر څنګ مڼه د مضر کولیسټرول په کمولو کې هم ځانګړی ارزښت او اثر لري. کولیسټرول یو له هغو ناروغیو څخه دی چې د زړه رګونه زیانمنوي او انسان د زړه په ناروغیو اخته کوي. په ورځنۍ ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه مضر کولیسټرول کموي او د زړه رګونه صفا کوي.

۵- هډوکي غښتلي کوي:
مڼه زیاته اندازه ویټامین سي (C)، اوسپنه (Iron)، برون (Boron) او نور ګټور مواد لري. یاد ګټور مواد یو ځای د انسان هډوکي پیاوړی او غښتلی کوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب