استاذ محمد مهدی عاکف لنډه پيژندنه؛ داخوان المسلمين د نړيوال اسلامي حرکت د پخواني مرشد

دعوت، تربيت ، مبارزه او مظلومانه شهادت يې!

نوم يې محمد مهدي عثمان او تخلص يې عاکف ، د مصر دهقليه ولايت کې د اخوان د حرکت د زيږيدني په کال ( ۱۹۲۸) م په يوه دينداره او متوسطه کورنۍ کې يې ستري فاني نړي ته پرانيستلې، لومړني او منځني تعليم يې هلته د فواد اول په ليسه کې وکړ، بيا د انجينري فاکولتې ته بريالي شو ، څرنګه چې د اخوان حرکت د سپورت ( بدني روزنې) په برخه کې څوک نه درلودل نو ده د امام حسن البنا په نري رمازه( اشاره) ځان د بدني روزنې فاکولتې ته له انجينيرۍ څخه تبديل کړ، دا يې د تحريک په لاره کې لومړنۍ قرباني وه، د امام حسن البنآء په درسونو او حلقو کې به کښيناست او د امام له ايمان افروزه ويناوو يې ايماني رڼا واخسته، هغه د عجيب ذکاوت او فطانت څخه برخمن ؤ، امام به د ده لوړ استعداد، اخلاقو او حيا ته متوجه ؤ، په کم وخت کې يې د بشپړ باور مورد وګرځيد، ، هغه د خپل عمر په دولس کلنۍ، کال (۱۹۴۰) کې د اخوان د حرکت غړی شو، د ځوانانو د تحريک څانګې مشري يې ورپه غاړه کړه، هغه د خپل درايت، اخلاص او هلو ځلو په بنا په امانتداری دا دوره په برياليتوب ترسره کړه.په ځوانانو کې يې ښه او نيک شهرت وموند.

په ۱۹۵۱ کال کې چې د سويس د کانال جګړه ونښته ښاغلي عاکف د يوې موثرې جهادي ډلې د قوماندان او سر لښکري په حيث زياتې حرأتمندانه کارنامي وکړي او د خپل هيواد د آزادي او ژغورني د جګړې اتل ؤ، هغه له همغې ورځې بيا د يوه نظام له ځورونې، درنو فشارونو ، شکنجو او زندانونو خوندي نه دی پاتې شوي، په ۱۹۵۴ کال د وخت د حکومت له خوا ونيول شو او انګريزانو او يهودايانو په فرمايش په اعدام محکوم شو، چې بيا بلې محکمي يې اعدام په ابدي حبس بدل کړ، او تر۱۹۷۴ م کال پورې شل کاله يې په شاقه زندان کې تير کړل، د انور سادات په زمانه کې له زندانه راووت، د مستبدينو او استعمار ګرانو د توقع خلاف هغه نور هم قوي، مضبوط او نشيط شو، د زندان له خلاصيدو سره يې سم بيا خپل دعوتي کار ته په پوره ليوالتيا ادامه ورکړه، د زندان مدرسې نور هم صلابت او صمود وروباښه.

بيا د مصر د ښوونې او روزنې په وزارت کې د متعلمينو د عمومي مدير په حيث وټاکل شو. او بيا د ندوة العالمية للشباب د دفتر د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده، او په ټول وخت کې يې د اسلامي دعوت کار له ذهن څخه نه دی غائب شوي، د هغه غوښې او هډوکي، وينه او روح يې د تحريک په خم کې رنګ شوي ؤ، بيا ۱۹۸۶ م کال د المان د مونيخ په ښار کې د اخوان د دفتر د مشر په توګه ټاکل شوي دی. هلته يې د حرکت نيالګی کښينولي او د دعوت تخم يې کرلی دی.

په ۱۹۸۷ م کال کې د اخوان د ۳۵ کيزې پارلماني ډلې مشر ؤ، چې د قوانينو د تطبيق او بوديجې د څارنې او حقوقو د ساتنې په لاره کې يې هڅه او تلاش کاوه.

هغه د اخوان د مکتب ارشاد د دفتر غړی پاتې شوي دی، هغه د قوي شخصيت خاوند ؤ د وسيع او پراخ نظر څښتن ؤ، د پوره درايت او دومره پراخ زړه خاوند ؤ چې د دوستانو تر څنګ يې رقيبان او بدخواهان هم پکې ځائيدل، هغه يو دردمن، او خواخوږي رهبر ؤ ، رباني عالم ؤ د شپې د زاهدانو او ورځې د فرسانو څخه ؤ، هغه د اسلام سره د عميق تړاو او اصالت ته د پوره التزام تر څنګ په معاصرت هم باور درلود، د صلابت او قاطعيت سره سره يې جمود او تنګ نظري نه خوښيده، د حق قوي څوکيدار ؤ او پدې لاره کې د هيچا د ملامتۍ پروا يې نه ساتله، زندان ته په تلو يې پروا نه وه.

چې دري څلور کاله بيا له ۱۹۹۶ م څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې بيا زنداني شو، او بيا اخوان دشپږم مرشد عام استاذ مامون الهضيبي د وفات څخه وروسته د اخوان المسلمين د نړيوال اسلامي حرکت اوم مشر او مرشد وټاکل شو، دده د مشرۍ په دوران کې د اخوان حرکت په پوره صراحت سره دا درس تکاراوه او دا شعار يې پورته کاوه چې ((الاسلام هوالحل)) د نړي د ټولو مشکلاتو د حل يوازيني معقوله، سالمه لاره اسلام دی او بس.

او په ۲۰۱۰ م کال يې د عمر د زياتولي او نورو ته د زمينه سازی په خاطر له رسمي دندې استعفآء ورکړه ‎او استاد محمد بديع دده پر ځای د اخوان د مرشد عام په توګه وټاکل شو، ده له خپلې استعفآء سره داهم وويل چې نور زه کانديد نه يم او بيا د يوه معنوي مرشد او اخوان د قوي حامي په حيٍث پاتې شو.

مرحوم عاکف صيب يو نړيوال موثر شخصيت ؤ، د يوې نړيوالې سروې په ترڅ کې هغه په ۲۰۰۶ م کال کې د نړي دوهم موثر شخصيت معرفي شو او په ۲۰۰۹ کې د يوې سروي په ترڅ کې د نړي د ۵۰۰ مؤثرو شخصيتونو په فهرست کې هم دده نوم راغلي دی.

دابه زمونږ د اسلامي نړۍ کمبختي وي چې د خپلو مؤثرو شخصيتونو په قدر نه پوهيږو، د هغوي د فزيکي او معنوي شخصيت د ترور په فکر کې يو او پردي مو هم همدې ته هڅوي، ترڅو د فکر، تدبير، پلان او تخطيط ، کار او عمل سړي راڅخه واخلۍ بيا دا کدو سري په آسانه او ارزانه بيه اخستی شي.

همغه ؤ چې په ۲۰۱۳ م کال کې کله چې د مصر د منتخب رييس جمهور محمد المرسۍ په ضد دمصر د دفاع وزير عبدالفتاح السیسي د خپل ولس او ملت سره په ستر خيانت لاس پورې کړ، د نړيوال استعمار په تحريک او مرسته يې بدنامه نظامي کودتا وکړه استاذ محمد مهدې عاکف يې هم د اخوان د نورو زرګونوغړو او خواخوږوپه کتار کې ونيو چې عمر يې له پنځه اتيا کالو پورته او شيخ فاني ؤ، هغه دا څه کم څلور کاله د محمد مرسيد، محمد بديع، شاطر او سلګونو سپين ږيرو او زرګونو ځوانانو سره په داسې حال کې په زندان کې کړول کيده چې شديد ناروغه ؤ ، او د معدې په سرطان اخته ؤ ، دخپل عمر درېيمه برخه (۲۷) کاله يې ټولټال د اسلام څخه د دفاع په جرم زندان تير کړ، د هغه سر په زندان کې مات شو خو چاته ټيټ نه شو، د خپلو اسلافو په شان يې د طاغوت څخه د بښنې ډير وړانديزونه رد کړل، او هغه تر مرګه په خپل دريځ ثابت پاتې شو، دا يې عاراو پيغور ګاڼه چې د اخوان د قافلې نور مرشدين ، سپين ږيري، تنګي ځوانان، شاځلميان او خويندې د په زندان کې وي او دي د له همغه مستبد او غير مشروع نظام څخه عفوه وغواړي، لکه چې د هغه ځواني دهغه ژوند د همت او غيرت داستانونه لري همدا ډول د هغه مرګ او شهادت هم له درسونو ډک دی، دا د اخوان المسلمين د معتدل ، منځلاري او په اسلام باندې د ژورې پوهې او تربيې ثمره ده، چې دخپل پورته کړي شعار ( الموت فی سبيل الله اسمی امانينا ) سره خپله وفاداری ځلوي. لګه چې محمد بديع صيب وويل: مونږ چې دا شعار ويلی دی، دا څه ټوکې مو نه کولې.

د ژوند په دې آخرو شپو کې چې ناروغي يې خورا سخته شوه کورني يې د مصر د مدني ټولنو، حقوق بشر ادارو او کورنيو چارو وزارت ته درخواست ورکړ تر څو په يوه باوري روغتون کې د ده د درملني اجازه ورکړي ولې د دیموکراسي تر څادر لاندې استبداد اجازه ورنه کړه،( لکه څرنګه يې چې د ده لومړني قائد، مرشد او د اخوان المسلمين د مؤسس امام شهيد حسن البنآءيط په ډزو شديد زخمی کړ او بيا يې تر هغې روغتون ته دده وړل وڅنډول چې وينه يې په بدن کې وچه شوه، او وفات شو او جنازه کې يې د کورني محدود کسانو ته د شرکت اجازه ورکړه،) نو د مرحوم محمد مهدي عاکف رحمة الله عليه سره يې هم همدا شان معامله وکړه ) چې له وفات لږ مخکې يې د قاهرې د قصر العيني يوه نمايشي او فرمايشي روغتون ته نقل کړ چې هيڅ ډول توجه ورته نه کيده بالآخره د ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۳۹ه ق — ۲۲ / سپتمبر /۲۰۱۷ م کال د جمعې په ماسپښين خپله روح د ارواوو خالق او مالک ته وسپارله، او د مصر د آزادي د اتل او اخوان المسلمين د اوم مرشد ۸۹ کلن سپين ږيري او شيخ فاني جنازه د مصر د استبداد له زندانه را ووتله، انا لله وانا اليه راجعون.

هو د اخوان اکثره مشران لکه استاذ ابو نصر حامد، استاذ مصطفی مشهور او مأمون الهضیبي د جمعې په ورځ يا شپه وفات شوي دي.

د تکفين او جنازې شانداره مراسم يې!!
د هيوادونو د ازآدي د اتلاتو او داعيانو جنازې په نړي کې په شانداره عسکري او دولتی مراسمو تر سره کيږي، خو د جبن، استبداد، او پرديو د نوکرو واکمنانو په واکمنی کې يې ګورئ چې ، د اتل عاکف جنازه يوازې ميرمن يې لوريې دوه لمسياڼ يې يو وکيل يې او څلور نور کسان يې حاضر دي.

د شهيد محمد مهدي عاکف وکيل د خپلو سترګو ليدلي حال ته غوږ شئ.: مرحوم عاکف وصيت کړی ؤ چې ما په هغه هديره کې ښخ کړي چې د استاذ عمر التلمساني او استاذ مصطفی مشهور قبرونه دی مونږ چې په روغتون کې د مرحوم د غسل پروګرام جوړاوه، نو يوازې د مرحوم د خور زوم ته يې اجازه ورکړه چې غسل ورکړي.

امنيتي قواوو د ده مړي محاصره کړي ؤ او هيڅوک يې نږدې نه ورته پريښودل، نه يې څوک د هغه دتابوت پورته کولو او وړلو ته پريښودل او نه د هغې تر څنګ دريدلو او تګ ته، ځلورو ميرمنو . او پنځو سړيو په روغتون کې دده جنازه ادآء کړه ، د مرحوم عاکف ميرمنې( وفا عزت د محمود عزت خور په پوره جرأت سره ده ته داسې خطاب وکړ: ( اي زما محبوبه ستا مړينه هم د خپل مرشد امام حسن البنآء په څېر مظلومانه وه، او جنازه د هم هغه ته ورته مظلومانه ده چې هيڅوک درته نږدې نه پريږدي، ميرمنې او لورته يې هم ان تر هديرې پورې د کتلو اجازه نه وه، بيا هديرې ته چې لاړو چې ټوله هديره مخکې د امنيتي قواوو له خوا تر روغتون سخته محاصره وه ، د شپې دولس بجې وه د شپې سخته تياره وه ، امنيتي کسانو په اخطار اميزه او تنده لهجه وويل چې: هيڅوک د تصوير اخستو حق نه لري ، او د تيارې د رڼا کولو له پاره د موبايل ګروپ لګول منعه دي، د مرحوم محمد مهدي عاکف وکيل محمد سالم قسم يادوي چې په دې تورتم کې يوه آسماني رڼا خپره شوه، چې ټوله هديره يې رڼا کوله، او ټولو په سترګو ليده، ما امنيتي کسانو څخه پوښتنه وکړه چې دا څه دي؟

هغوي هم هک پک حيران وو، خو بشپړ سکوت حاکم ؤ چا څه نه شوای ويلی، زما تصور دا ؤ چې په اسمان کې د مرحوم په وياړ محفل نيول شوي او دا اسماني رڼا ده، هو د اسلام د لارې د داعيانو او مجاهدينو په زرين تاريخ کې ډير داسې کرامات را نقل شوي دي لکه چې د حضرت عاصم رضي الله تعالی عنه مړي الله تعالی په غومبسود مشرکينو له ضرر څخه وژغوره، او د سعد رضي الله عنه په وفات آسمان لړزيده، او نور،،، ) دا د انساني عقل او درک څخه پورته خبري دي. د معنويت پر آسمان کې ګرځيدل د ځمکې په آلاتو نه اندازه کيږي، که دده جنازې ته مصري ولس او د اخوان خواخوږي پرې نه ښودل شول خو په نړي کې يې ډيرو خواخوږو او ارادتمندانو غائبانه جنازې ادآء کړې. په ترکيه ، فلسطين، بيت المقدس ، پاکستان ، اروپا او نوروهيوادو کې يې بې شميره مسلمانانو جنازه ادآء کړه او په ټوله نړي کې يې د دعا تعزيتي غونډې روانې دي.

د زمانې يزيد په سږني محرم کې د کوفي ترڅنګ په قاهره کې د يوې بلې کربلا خونړی تصوير وکيښ. د يوويشتمي پيړۍ يوه مظلوم امام ( مهدي عاکف)د امام حسين رضی الله عنه لاره په خپلو وينو بيا تازه کړه.

عاکف مرحوم په ژوند هم مظلوم ؤ او زندان او مرګ يې هم د مظلوميت له ګڼو خاطرو ډک دي، رحيم او غفورالله تعالی د پرده ورحميږي.

ظلم، استبداد او نويې ديموکراسي ځان ته د شرم، عار او پيغور يو بل نه هیريدونکی داستان هم وګاټه، خپله اصلي څيره يې افشا او لا نوره هم رسوا کړه.

دا ده هغه ديموکراسي چې زما غرب ځپلي او غربي کلتور غولولی ځوان پرې مين دی. دلته او هلته په اسلامي نړي کې هره بدرنګه فاجعه په ښکلي او رنګين لباس کې تر سره کيږي. تر څو ساده زړي ولسونه پرې دوکه کړي.

مونږ د اسلامي امت د مدبرو، په اسلام هيواد او آزادي مينو رجالو سالارانو داسې ناروا وژنه په کلکه غندو او دا د ټول امت سره ستره جفا بولو.او ځوان نسل دې ته رابولو چې فکر وکړي د پرديو نوکران څومره شکلي شعارونه لري او څومره بدرنګ عملونه.
استاذ مرحوم که قبر ونه لري هم د امت د ټولو دردمنو په سينو کې ځای لري.او خاطرې به يې تلپاتې او ژوندي وي.

په دې مناسبت د خپل تعزيت او تسليت مراتب ټول اسلامي امت ، اسلامي حرکت او د مرحوم ځوريدلې او کړيدلې مؤمنې کورني ته وړاندې کوو.

روح يې د ښاده، جنة الفردوس يې د ځای او لاره يې د له لارويو ډګه وي.

راټولونه او ترتيب : قاضي محمد حسن اسلامي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب