امام غزالي رحمة الله عليه څوك وو؟

ابو حامد محمد بن محمد الغزالي چي لقب يې حجة الاسلام زين الدين طوسي وو.
يو لوي فقيه٫ اصولي٫صوفي٫ حكيم٫ متكلم وو او دقسم قسم علومو څخه خبر داره وو په ط،س كې په كال ۴۵۰ هجري كې زيږېدلئ دئ.

حكايت دئ چي دامام غزالي رحمت الله عليه پلار يو نيك او صالح سړئ وو هغه به دخپل لاس په محنت او خوارۍ سره روزي پيدا كوله او خوړله به يي دهغه كسب د وړيو پيچل او بيا په دكان كي خرڅول وو كوم وخت چي دئ مبارك ومرګ ته نژدې سو نو دخپلو دوو زامنو يعني شيخ محمد الغزالي او شيخ احمد غزالي په باره كښي يي وشيخ ابوحامد بن زركاني رح ته چي ددوي دپلار ډير دوست وو اوښه صوفي بزرګ سړئ وو داسي وصيت وكړئ چي په دوي دواړو به ديني سبقان ووايي او كوم شئ چي ما په ميراث پرې ايښئ دئ هغه به ددوي دواړو دعلم په زده كړه كې مصرف كړي په هغه وخت كي دمحمد غزالي عمر پنځلس كاله او دكشر ورور احمد غزالي عمر دوولس كاله وو كله چي ددوي دپلار ميراث او دهغه ددوست ابن زركاني رح سرمايه خلاصه سوه٫ نو دطوس په مدرسه كښي يې داخل كړل٫ خو غزالي رح دغه مدرسه پرې ښودله او جرجان ته ولاړئ هلته يې دمشهور عالم دين استاذ امام ابونصر اسماعيل رح علوم زده كړل٫ او دعلم لويه زخيره يې له ځانه سره وليكله٫ او بيرته طوس ته راغلئ٫ او له طوس څخه بيا نيشاپور ته ولاړئ هلته يې له امام الحرمين ابوالمعاني جويني چي ډيرښه لوي عالم وو خپله علمي تنده ماته كړه٫ او دنورو علومو په څنګ كښي يې دمناظرې علم٫ علم الكلام٫ او فلسفي درسونه٫ وويل٫ او په دغه علومو كښي يې دومره مهارت پيدا كړو چي په دري سوه شاګردانو كښي يې اول نمبر ه حاصله كړله٫ امام غزالي رح په ۲۸ كالو عمر كښي ټول متداول علوم يعني هغه مروج علوم زده كړل او دده دپوهې او ذكاوت اوازه ځاي پر ځاي خپره شوه كوم وخت چي په۴۷۸ هجري كال كښي اما م الحرمين وفات سو٫ نو له علم سره مينه لرونكي خواجه نظام الملك دمحمد غزالي رح څخه غوښتنه وكړه چي دبغداد دمدرسې صدارت پر خپله غاړه واخلي مګر امام غزالي رح له دې كار څخه انكار وكړئ٫ كوم وخت چي دبغداد لوي مدرس علامه حسين بن علي طبري وفات سو٫ نو خواجه نظام الملك ط،سي رح امام غزالي رح دهغه پر ځاي مقرر كړئ امام غزالي رح دغه منصب قبول كړئ٫ اوپه ۴۸۴ هجري سنة كښي يې عملا تدريس شروع كړئ او تر ۴۸۸ هجري كال پوري يې دغه خدمت ته دوام وركړئ.

په دغه موده كښي امام غزالي رح ډير كتابونه هم تصنيف او تاليف كړل٫ او زياته مطالعه يې وكړه٫ دجمادي الاخير په ۱۴ تاريخ په ۵۰۵ هجري كال كښي له دې فاني دنيا څخه رخصت شو٫ او په طوس كي دايران دمشهور شاعر فردوسي قبر ته نژدې خاورو ته وسپارل شو٫ علامه ابن جوزي په خپل كتاب٫ الثبات عند الممات٫ كښي دامام غزالي دمرګ په باب دهغه دكشر ورور دخولې څخه داسي ليكلي دي چي زما ورور ابوحامد غزالي ددوشنبې په ورځ دسهار په وخت كي اودس وكړئ بيايې لمونځ وكړئ بيا يې خپل كفن راوغوښتئ اوپخپله يې راواخيست او مچ يې كړو٫ او پرخپلو سترګويې كښيښودئ او له دې فاني دنيا څخه درخصتيدو په مناسبت يې داسي وويل٫ سمعا وطاعة٫ او يا سمعنا واطعنا٫ او مخ پر قبله سو اوپښي ئي اوږدي كړلې يعني ويې غزولې او خپل روح يې دكايناتو وخالق ته وسپارو٫ او دئ مبارك وفات سو٫ قبل الاسفار يعني ترسپيدو وروسته ښه سپين والئ په هوا كښي لانه وو راغلئ

دحجة الاسلام امام غزالي رحمت الله عليه تصنيفات دادي:

۱ احياء علوم الدين

۲ البسيط في الفقه

۳ مفاصد الفلاسفه

۴ تها فة الفلاسفة

۵ بداية الهداية

۶ المنقذمن الضلال

۷ معارج القدس في احوال النفس

۸ الفرق بين الصالح وغير الصالح

۹ الاملاء عن اشكالات الاحياء

۱۰ المستصفي من علم الاصول

۱۱ المقصد الاسني في شرح اسماء الحسني

۱۲ الوقف والابتداء في التفسير

۱۳ ميران العمل

۱۴ الاقتصاد في الاعتقاد

۱۵ تنزيه القرآن عن المطاعن

۱۶ الدرة المفاخرة في كشف علوم الاخرة

۱۷ رسالة ايها الولد

۱۸ التبر المسبوك في نصيحة الملوك

۱۹ المستضنون به علي غير اهله

۲۰ فضايح الباهنيه

۲۱ فيصل اتفرقة بينالاسلام والزندقة

۲۲ عقيدة اهل السنة

۲۳ شفاء العليل في اصول الفقة

۲۴ تلبس الابليس

۲۵ محك النظر

۲۶ المنخول من علم الاصول

۲۷ الغاية القصواي

۲۸ الجام العوام عن علم الكلام

۲۹ منهاج العابدين

۳۰ الوسيط الوسط

۳۱ الوسائل الي تحقيق الدلائل

۳۲ الوجيز في الفروع

۳۳ الخلاصه

۳۴ تحصين الادلة

۳۵ معراج السالكين

۳۶ كيماء السعادة

۳۷ مشكواة الانوار

۳۸ القسطاس المستقيم

۳۹ رسالة الطبر

۴۰ الكشف والتبيين

۴۱ الواعظ في الاحاديث القدسية

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب