اختر کې څه وکړو؟
مسلمانه وروره! ته په اسلامي ټولنه کې درې (۳) اختره لرې، هر یو په ځولۍ کې درته الهي پيرزوینې، بښنې او خوښۍ له ځان سره راوړي:
لومړی: اونیز اختر دی، (د جمعې ورځ) چې ته ور سره په هره اونۍ کې مخ کېږې، دا هم د مومنې پرګنې د میني، محبت او ورورولۍ راز را سپړي، نورې نړۍ ته د هغوی اتفاق، اتحاد او و لوی الله جل جلاله ته په جماتونو کې په ټولیزه توګه درېدل، هغه جل جلاله ته په بندګۍ کې ژمنتیا په ډاګه کوي. د همدې ورځې باید زیات احترام او قدر وشي.
دوهم اختر: همدا “عید سعید الفطر” (وړوکی اختر) دی، کوم چې د اسلام د درېیم بنسټیز رکن (روژې) له ادا کولو وروسته، د مومنانو له پاره د ښېرازۍ او الهي لورينې، زېري له ځان سره راوړي. په همدې ورځ ټول مسلمانان د لوی الله جل جلاله د شکر، ذکر او ستاینې په موخه، له دې امله راټولېږي چې لوی الله پاک ورته د داسي سپېڅلو لارو، ښوونه کړېده، چې په هغو کې د دوی د دنیا او أخرت ګټې نغښتې دي. د دې ویاړمنې ورځې نوم “یوم الجوائز” (د انعاماتو/سوغاتونو ورځ) ده. په دې ورځ کې لوی الله جل جلاله و روژتیانو ته یو لړ سوغاتونه ورکوي، چې تر ټولو ستر هغه یې د ګناهونو مغفرت (بښنه) ده او ستاسو بد په ښو بدلېدل دي.
“ارْجِعُوا قَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ وَبَدَّلْتُ سَيِّئَاتِكُمْ حَسَنَاتٍ” الحديث.
[مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح، ١٤٤٥/٤، خلاصة ما في المواهب اللدنية بالمنح المحمدية، ٣٤٩/٣]
مسلمانه وروره! په همدې ورځ لاندې په لیکه کړنې هرو مرو تر سره کړه:
(الف): سهار له خپل وختي لمانځه نه وروسته څه وخوره.
(ب): لومړی خورما وخوره، که دي و نه موندې؛ نو بل خوږ څیز د حلوا په څېر وخوره.
(ج): که خورماوي دي خوړې؛ نو باید تاکې وي.
(د): په سنت طریقه ولامبه.
(ه): مسواک ووهه.
(و): خوشبویي ولګوه.
(ز): ښایسته جامې په تن کړه، که څه هم سپینې نه وي.
(ح): که د نصاب څښتن یې؛ سرسایه ورکړه.
(ط): له هر مسلمان په تېره بیا له قریب او دوست سره په ورین تندي او موسکا مخامخ شه.
(ی): نادارو ته خیر خیرات ورکړه.
(یا): له خوب نه وختي پاڅه.
(یبــ): عیدګاه ته پر وخت ځان ورسوه.
(یجـ): د سهار لمونځ په خپل جمات کې په جمعه ادا کړه.
(ید): له خپل مسلمان ورور سره د ملاقات پر مهال لاندې د تبريک (مبارکۍ) کلمې ووایه: « الله پاک دې له مونږ او تاسو نه، قبول کړي / اختر (عید) دي مبارک شه».
(یهـ): عیدګاه ته که شوني وه پیاده ولاړ شه.
(یو): له اې خوا پر یوه لاره، له هغې خوا پر بله راشه.
(یز): و عید ګاه ته پر لاره، ورو خپله ژبه په(اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَاَللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ) خوځوه.
(یحـ): د اختر له لمانځه پس ۴ رکعته نفل په کور کې ادا کړه، د نبوي فرمان له مخې د هرې پاڼې او هر ګیاه په شمار به الله پاک اجرونه او ثوابونه درکړي.
هذا خلاصة ما في [نور الإيضاح ونجاة الأرواح في الفقه الحنفي، صفحة ١٠٦، حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح، صفحة ٥٣٠، (رد المحتار) ١٦٩/٢، الجوهرة النيرة على مختصر القدوري: ۱/ ۹۳، بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع، ٢٨٠/١، الموسوعة الفقهية الكويتية ۲۴۷/٢٧- ۲۵۰].
مسلمانه وروره! لوړ په لیکه څيزونه واړه د دې ویاړمنې ورځې سنت، اٰداب او مستحب دي. که په یاده توګه یې ولمانځې؛ نو تا به یې پوره حق ادا کړی وي. له یادو ۳ ورځو پرته نورې ورځې، کوم یې چې نوره نړۍ لمانځي: لکه د بزګر ورځ، د ښځې ورځ، د درواغو ورځ، د نوروز ورځ او … مه لمانځه.
مسلمانه وروره! د اخترونو په تېره بیا د وړوکي اختر په ورځ له لاندې په لیکه کړنو نه په کلک او ریښتیني هوډ سره ډډه وکړه:
(الف): له سرود ا و د ناوړه سریالونو لڅو فلمونو او ډرامو له کتلو او اورېدلو نه!
(ب): له هر راز قمار، جوې او سودي معاملې نه.
(ج): له بې ځایه لګت، مصرف او اسراف نه.
(د): له مېلو، بې ځایه سیاحت او ګرزېدو نه.
(ه): کبر، حسد، کینه، نفرت او انانیت نه.
(و): له لاس سره کولو، ږېره خرېیلو او بال جوړولو نه.
(ز): له هر راز تصویر (انځور) ویستلو نه.
(ح): دا راز له ټولو هغو دودونو او رسمونو نه ډډه وکړه، چې شرعي صبغه نه لري.
په لاندې نوملړ کې له یاد شوو څيزونو نه په کلکه پرهېز وکړه؛ ځکه په همدې ورځ شیطانان تازه له زولنو نه را وتلي دي، په ټول توان د مسلمان قشر د بېلارې کولو هڅې کوي، ستا پاکه تنه یو ځل بیا د ګناه ګرداب ته غورځوي.
درېیم اختر: عید الاضحی (ستر اختر) دی، چې په اړه به یې بیا معلومات نشر شي.
په پای کې و ټولو مسلمانانو ته، چې زما لیکنه لولي، د زړه له تله د نیکمرغه کوچني اختر تبریکات ډالۍ کوم؛ الله پاک دي زمونږ او ستاسو ټول فرضي، نفلي، ځاني او مالي عبادات په خپل دربار کې قبول کړي.
ستاسو ورور: م. حمد الله دانشمند