انسان د قرآن له نظره

 د انسان په وجود دلالت كونكي الفاظ په سپيڅلي قران كي :

دانسان اوبني انسان يادونه په قران كريم كي په مختلفو ځايونو اوډول ، ډول الفاظو سره شوي ده ، كله په ټولنيز ډول ، كله په ځانګړي ډول ، كله هم په كلي ډول اوكله په جزئي ډول او په نورو لفظونو سره لكه : تذكير، تاءنيث ، رجال ، نساء ، اولاد ، بنين ، بنات اوداسي نورو الفاظو سره دانسان نه يادونه شويده ، خومونږ به تري يوازي دمشهورو لفظونوپه ليكنه اكتفاء وكړو .
دانسان لفظ په ۶۵ واره ، دادم لفظ ۲۵ واره ، د( الانس) لفظ ۱۹ واره د (النفس ) لفظ په ۲۹۵ ځايونو كي د (والناس ) لفظ په ۲۴۱ ځايونوكي اود(روح ) لفظ چي په ځيني حالاتوكي دانسان په معني راځي په ۲۳ ځايونو كي راغلي دي .
دغه راز د(بشر) لفظ په ۱۳ ځايونوكي په سپيڅلي قران كي وارد شويدي ، چي دغه الفاظ اودهغوي مشتقات په مجموعي ډول ۶۸۱ واره راغلي دي ، اوداټول ددي لپاره چي مونږ ته انسان دسپيڅلي قران له نظره په حسي اوغيرحسي ډول په ټوله معني ښه ترسيم كړي .
مونږ ته دانسان دنشئت يعني پيدايښت اونهايت يعني فنا كيدو اودبيرته راژوندي كولوټوله قصه انځوروي .
دغه تكرار، تكرار چي پورته ترينه ذكر وشوعلاوه له هغو اشاراتواوكناياتونه دي چي هغه هم دانسان په وجود دلالت كوي لكه :دخلق او عباد لفظونه او نورضماير چي له هغوي نه انسان مراد دي ، دا ټول دلالتونه ددي ښكارندوي دي چي په حقيقت كي سپيڅلي قران دانسان كتاب دي .

د انسان د پيدايښت داستان :

د سپيڅلي قران په متن كي دي چي څښتن تعالي دبشر نيكه دخاوري نه پيداكړي دي ، اودهغه تناسل يي له اوبو نه ، اودانسان دلومړي پيدايښت نه وروسته يو لړ پړاونه په انسان راځي ، لومړي يي خاوره راجمع كيږي بيا خټه تري جوړيږي اوبيا ډيروخت ساتل كيږ ي ترڅو په بدبويه توره خټه بدل شي اوبيا تري كودڼي جوړيږي او څښتن تعالي په كي خپل روح ورننه باسي اوديونوي مخلوق (انسان) په شكل ژوندي كيږي .
داهغه مرحلي دي چي له خاوري نه د جوړيدونه وروسته په انسان تيريږي چي سپيڅلي قران يي په لاندي ډول بيانوي : إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ دالعمران سورت ايه ۵۹
يقينا چي مثل (صفت ) دعيسي عليه السلام دالله په وړاندي په شان دمثل (صفت )دادم دي ، پيداكړي دي هغه له خاوري نه بيا يي وويل هغه ته چي بشر شه ! پس (بشر)شو.
يعني كه عيسي عليه السلام يوازي له مورنه پيداشوي دي نوداخودتعجب كومه خبره نه ده ځكه چي ادم عليه السلام خومورهم نه درلوده .
داقول دالله هم وګوري : يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ) سورت حج ايه :۵ .
اي خلكو كه چيرته ياستي په شك كي دبيا راژوندي كيدلو نه ، نومونږ تاسو پيداكړي ياست دخاوري نه .

د لوي خداي بل قول :

وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ ) سورت روم ايه : ۲۰
دلوي خداي دقدرت له دلايلوڅخه دادي چي پيداكړي يي ياستي تاسو له خاوري نه ، بيا نوتاسو بشرياست چي په ځمكه كي خپريږئ.
دغه خاوره بيادخټي پړاو ته نقليږي لكه چي خداي فرمايي :
الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإِنسَانِ مِن طِينٍ )
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ ) سورت السجده ۸-۷ ايه
څښتن تعالي هغه ذات دي چي ښايسته كړي يي دي خلقت دهرشي اوشروع كړي يي دي پيدايښت دانسان له خټي نه ، بيا يي ګرځو لي دي نسل دهغه دنچوړاوخلاصي داوبوسپكونه .
يعني لومړي پړاوجمع كول دخاوري اودوهم پړاو خټه كول دي اوساتل دي دهغي پوري چي حما مسنون يعني بدبويه خټه ترجوړه اوبياكلكه شي لكه كودڼي .دغواياتونونه داسي ښكاري چي دانسان د خلقت تر ټولولومړي ماده خاوره ده ، چي په خټه بدله شوي لكه چي راتلونكي مبارك اياتونه داموضوع ډيره ښه واضح كوي :
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِن طِينٍ
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ ) سورت ص ايه ۷۱-۷۲
كله چي وويل رب ستا ملائكوته چي يقينا زه پيداكونكي ديوبشريم له خټي نه ،
الله فرمايي نوكله مي چي برابركړه هغه ،اوپو كړ ما په هغه كي د روح خپل نه ،پري وزي دهغه طرف ته سجده كونكي.
ددغومباركواياتونونه داپوره څرګنده شوه چي دانسان دپيدايښت شروع له خيټي نه وشوه ،بيا برابرشواوبيا په كي روح واچول شو.

همدغه مطلب د څښتن تعالي په دي مبارك فرمان كي هم توضيح شويدي :
أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا) سورت اسراء ۶۱
(شيطان داوويل چي ) :ايازه سجده وكړم هغه چاته چي پيداكړ تا له خټي نه .
همدغسي د څښتن تعالي داقول هم دغه مطلب راښيا يي :
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ) سورت حجر ايت ايه : ۲۶
اوخامخا په يقين سره پيداكړي دي مونږانسان (ادم ) له وچي خټي چي كړنګيدي (لكه كودڼي چي وي ) له توري خټي خسا كړاي شوي .
(صلصال هغي كړنګيدونكي خټي ته ويل كيږي چي په اوركي دپخيدلو له كبله په كي دغه كيفيت راپيدا شوي وي، چي په بل ځاي كي ورته سپيڅلي قران ( فخار ) هم ويلي دي .
حَمَإٍ مَّسْنُونٍ : هغي خسا شوي خټي ته ويل شي چي بد بوي تري خيژي .
همدغه راز څښتن تعالي فرمايي چي : وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ
اوكله چي وويل رب ستاملائكوته چي يقينازه پيداكونكي يم ديوبشردكودڼي كړنګيدونكي نه چي جوړ شوي دي دخساشوي توري بدبويه خټي نه .
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ ) سورت حجر ايت ۲۹-۲۸
نوكله چي مي ښه برابركړهغه اوپومي كړپه هغه كي دروح خپل نه ( او دي پرژوندي شو )نوپريوځي تاسو هغه طرف ته سجده كونكي )
دغه مبارك اياتونه كافي دي چي وښايي چي دانسان په پيدايښت كي چي اصلي ماده يي خاوره ده كوم پړاونه تير شوي دي ، نوګوروچي لومړي دغه خاوره خټه شوي دوهم پړاو يي صلصال او بياپه اوبوكي دډير درنګ په وجه په توره بدبويه خټه بدله شوي اوبيا كلكه شوي اوپه اور كي پخه شوي اودكړنګيدونكي كودڼي مرحلي ته اوښتي په داسي حال كي چي خداوندقدوس په كي روح پوكلي دي لكه څرنګ چي د څښتن تعالي په دي قول كي په ښه ښكاره ډول راغلي دي :
( فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ )
اودغه مبارك ايت په قران عظيم الشان كي په تكرار، تكرار راغلي دي .

your ads

دتيرو ليكنونه ښكاري چي دادم عليه السلام دتكوين پړاونه چي كله يوپه بل پسي پوره كيږي نوپه اخركي دتسويه يا برابرولو پړاو ته رسيږي اودانسان په صورت يونوي مخلوق تري تشكيل كيږي اوداسي يوي مرحلي ته راځي چي لوي خداي په كي خپل روح پوكي ، او په دي سره بالاخره څښتن تعالي دانسان پيدايښت ته خاتمه وركوي ،په هغه شكل چي اراده يي كړي ده ، وروسته له دينه په ملائكوباندي دغه مخلوق ته چي دخاوروله مادي نه يي جوړ كړ په سجده كولو امركوي .
اوداهم ښه ښكاره ده چي د خاوري سره د اوبوله گډولونه خيټه جوړيږي اوداقليمي شرايطوپه اساس كله چي خټه دډيري مودي لپاره په اوبوكي پاتي شي رنګ يي بدلون مومي ، په دي سبب امام بيضاوي رحمة الله عليه د څښتن تعالي دا قول (مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ) داسي تفسيركوي (مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ) يعني دهغي توري خيټي نه چي ډيروخت په اوبوكي پاتي شوي وي .
ديادوني وړ ده چي مونږدلته د سپيڅلي قران اوداوسني علم ترمنځ دانسان دنشئت دتفسير په اړه پوره توافق او ورته والي وينو ، اوسني علم په دي تاكيدكوي چي ددي ځمكي په سرژوند ترټولو لومړي دبحرونوپه غاړه څرګند شوي دي چيرته چي داوبو ځګونه ، توره بدبويه خټه ډول ،ډول شينكي ، نباتات ،حيوانات اوانسانان له خيټي نه تكوين شويدي .
اود انسان د نشئت دغه ډول،ډول پړاونه دهغه پړاونواومراحلوسره بيخي يوشان اوموازي دي كوم چي دتناسل له لاري نه دانسان په نشئت باندي دمورپه رحم كي تيريږي لكه چي څښتن تعالي فرمايي :
(وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن سُلالَةٍ مِّن طِينٍ
ترجمه :اوقسم دي خامخاپه تحقيق پيداكړي دي مونږ انسان (ادم) له خالصي خټي نه .
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ
بياوګرځاوه كيښوده مونږ(اولاد ) ددغه (ادم ) نطفه (يوڅاڅكي دمني ) په يوه قرارګاه محكم (رحم) كي .
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ) سورت موءمنون: ۱۴-۱۳-۱۲ ايتونه
ترجمه : بياوګرځوله مونږدانطفه ټوټه دوينو(كلكه سريښناكه) ،بياوګرځوله مونږدغه ټوټه دوينويوه وړه بوټي دغوښو، بياوګرځوله مونږدادغوښي ټوټه هډوكي ،بيا ورواغوستله مونږدي هډوكو ته غوښه بيا موژوندي پيداكړدا په پيدايښت بل سره (په نوي صورت ) پس ډيرلوړاو لوي دي شان دالله چي ډيرښه پيداكونكي (صورت تړونكي ) دي له نورو ټولو پيدا كونكو اوصورت وركونكوڅخه خلقا .
په دغومباركو اياتونوكي ګوروچي الله سبحانه تعالي دانسان دپيدايښت دلومړني نشئت يادونه كوي اوبيا دهغه پړاونويادونه كوي چي مخلوق ورباندي دتناسل له لاري تيريږي اوداوروسته له هغه نه چي په لومړي مخلوق كي يي دتناسل لپاره اوبه پيدا كړي .
دغه راز ( …. ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ ) سورت السجده ۸ ايه
ترجمه :بيا يي پيداكړنسل اولاد دده له خلاصي اونچوړله اوبوضعيفوحقيرو څخه .
نوبنا پردي يوازي ادم عليه السلام دخاوري نه پيداشواوپرته له هغه دهغه اولاده دنطفي نه چي هغه هم پخپل وارسره دډول ، ډول خوړو اوخوراكونونه په وجودكي د راجمع شوي مايع خلاصه اونچوړ دي چي له ځمكي نه په لاس راځي .

اوس په دوهم نشئت (تناسل اوتكاثر ) كي د څښتن تعالي داقول وګوري:
(فَلْيَنظُرِ الإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ
خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ ) سورت الطارق ۶-۵ ايه
ترجمه : نوودي ګوري انسان چي (اصلا) له څه شي پيداكړاي شويدي .
پيداشويدي انسان داوبوټوپ وهونكونه په رحم كي .
دتيروڅرګندونوپربنسټ مونږ ګوروچي هغه پړاونه چي دمورپه رحم كي ورباندي جنين تيريږي عبارت دي له :
نطفه ، دويني يوه ټوټه ، دغوښي يوه ټوټه اوهډوكي .
كله چي هغودواړوقسموپړاونوته چي دانسان پيدايښت ورباندي تيريږي ښه ځيرشونوپوهيږي چي په لومړي قسم پيدايښت كي (ادم ) ، دخټي پړاو ،موازي اوبرابره دي دنطفي د پړاوسره ، دصلصال حالت ياپړاوموازي اومساوي دي دعلقي يعني دويني دټوټي سره اوپه دريم پړاوكي دحما مسنون مرحله موازي اومساوي ده د (مضغي ) يادغوښي دټوټي سره په رحم دموركي ،اوپه اخيرني پړاوكي ګوروچي فخار موازي دي دعظام يعني هډوكي سره ، اوددي نه وروسته بيا (نفخ روح ) يعني دروح پوكل دي ، چي دادپيدايښت دپروسي يا عمليي خاتمه اواخيردي ، اوداپه دواړه قسمه پيدايښت كي ،كه دخاوري نه وي لكه (ادم ) عليه السلام ،اوكه داوبونه وي لكه دهغه اولاده ، سره برابراويوشان دي ، يعني كوم پړاونه اوتطورات چي دادم په پيدايښت كي په خاوره تيرشوي دي ،همدغه پړاونه دمورپه رحم كي په هغه ټوپ وهونكواوبو يعني د( مني ) په څاڅكي هم تيريږي .
اودغه پړاونه دانسان په تخليق كي يوداسي حقيقت دي چي عظيم الشان قران يي داسي تائيدوي :
مَّا لَكُمْ لا تَرْجُونَ لِلَّهِ وَقَارًا
څه شوي دي پرتاسو باندي چي اميد نه لري دالله څخه دعزت اووقار اوياهم دالله دلوي اوعظمت نه ولي نه ويريږي .
وَقَدْ خَلَقَكُمْ أَطْوَارًا ) سورت نوح ۱۴-۱۳ ايه
اوحال دادي چي پيداكړي ياستي الله تاسو قسم ،قسم پړاو په پړاو داصلي مادي نه نيولي ترمړيني پوري په رنګارنګ اشكالواوړي رااوړي او دډيرواطوارواوادواروسره مخامخ كيږي.
همدغه راز څښتن تعالي فرمايي : يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى )
ترجمه : اي خلكو بيشكه مونږپيداكړي ياست مونږ تاسوديونر اويوي ښځي نه ( ادم اوحوا )
همدغسي مماثل اقوال خورازيات دي چي دبني الانسان دتكاثر قواعد انځوروي .
اويو كتونكي په دواړو انواعو دپيدايښت كي دغوپړاونوته په ژوره كتنه سره ،دي حقيقت ته رسيږي چي دتخليق ماده په دواړوحالتونوكي ورو ،ورو اوپړاوپه پړاوسختيږي اوديوپړاونه بل پړاوته قوت پيداكوي، تردي چـــــي كړنګيدونكي كودڼي اويا سخت هډوكي تري جوړشي اودا دواړه حالتونه په قوت اوشدت كي يوشان اويودبل مماثل دي ، علاوه پرهغه ورته والي اوتماثل چي په عدد دپړاونوكي دي ،كـوم چي په دواړوپړاونوكي دانسان تخليق ورباندي تيريږي .

د انسان پيدایښت پړاوونه:

لاندي شكل دانسان دتخليق مراحل اوپړاونه توضيح كوي

الانسان

نفخ الروح ( دروح دپوكلو وخت )

الفخار ( پوخ شوي ګړنګيدونكي كودڼي )
العظم ( هډوكي )

صلصال
المضغة ( دغوښي يوه ټوټه

( الحما المسنون توره بدبويه خټه)
العلقه ( دويني ټوټه )

الطين ( خټه)
النطفه ( دمني يوڅاڅكي

التراب (خاوره)

الما ء ( ټوپ وهونكي اوبه په رحم كي

څښتن تعالي بني ادم ته دپيدايښت اونشئت دوحــدت اويووالي يادونه كوي چي هرچيرته ياست اوهررنګ چي ياست همدغه د څښتن تعالي دخقلت اصل اوبنياد دي لكه چي فرمايي : (وَاللَّهُ أَنبَتَكُم مِّنَ الأَرْضِ نَبَاتًا ) سورت نوح ايه : ۱۷
ترجمه :او الله زرغونه كړي يعني پيداكړي ياست تاسو له ځمكي ځني په زرغونيدوسره .
يعني اول يي ادم عليه السلام له خاوري نه اوبيايي دهغه اولاد له نطفي نه چي دهغو خوړواوخوراكونودخلاصي اوجوهرڅخه چي دځمكي نه لاسته راځي، پيدا كړي دي.
(مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى ) سورت طۀ : ۵۵ ايه
ترجمه : خاص له دي ځمكي نه پيداكړي ياستي مونږ تاسي اوپه همدي ځمكه كي ننه باسومونږتاسي اوددي ځمكي نه مونږراوباسوتاسي يو كرت بل .

او دا د څښتن تعالي هغه تخيلق اوپيدايښت دي چي انسان هم ددغه حيات يوه برخه ده ، كوم چي دنن ورځ علم داثابته كړيده چي دغه انساني جسد دپخواني (ادم عليه السلام) اوموجوده حيات دټولو قسمونواوانواعو سره د ګډواومشتركو جيناتولرونكي دي ، اودغه انساني جسد دتطبيقي علومويوهدف دي چي دا پخپله دعلم دلټون اوترنهايي حده پوري دانساني نوعي درناوي دي كوم چي دقران كريم په خورا ډيرواياتونوكي دعلم لټون ، دخداي په مخلوقاتوكي دتفكراوارتقاء طرف ته دعوت وركول كيږي ، اوداځكه چي انسان دخپل تخليق داكمال په وخت كي دعلم د زده كړي وړجوړ شو اوداهغه څه دي چي هريوزمونږ يي په خپل ماشومتوب كي په خپل ځان كي ليدلاي شو.
اوداپه حقيقت كي داوبو رول اونقش په ژوندي كيدوكي هم خورا ښه څرګندوي ،او څښتن تعالي تعالي په ژوند اوحيات كي داوبوپه نقش اورول ډيرتاكيد كړي دي لكه چي فرمايي (وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء) دنورسورت ۴۵ ايه
ترجمه : او الله پيدا كړي دي هرحيوان چي ګرځي (په ځمكه كي ) له اوبو .
اوپه دي قول كي (وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ) دانبيا سورت :۳۰ ايه
ترجمه : اوپيداكړي دي مونږ له اوبوڅخه هرشي ژوندي .
دغه رازقران كريم ددي هم يادونه كوي چي دانسان جوړښت په ډيرښه اوښكلي شكل كي راغلي دي : لكه چي فرمايي (وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ) سورت غافر : ۶۴ ايه
ترجمه : او صورتونه يي تړلي دي ستاسي ، پس ډيرښايسته يي جوړ كړه صورتونه ستاسي .
دانسان دپيدايښت په پړاونوكي د څښتن تعالي دقدرت خورازيات دلايل دي ، اوداچي په ښه صورت يي پيدا كړي د څښتن تعالي دقدرت دوهم دليل ، اوپه پوكلو دروح كي دريم دليل دي ، اودخداي په هره ايه كي پندونه اوډيرزيات عبرتونه دي .
اوداچي ددغه انساني جسد اصل اوبنسټ خاوره ده نو څښتن تعالي يي په تركيب اوجوړښت كــي داسي عناصر ايښي دي چي هريويي دانسان په وجود كي خپل نقش اورول لري ، چي عبارت له روح ، نفس ، عقل او زړه څخه ، چي په هرعنصر به يوڅه لږ شان ودريږو اووبه يي چيړو .

جسد :

د جسد كلمه د سپيڅلي قران په څلوروځايونوكي په تكرارسره راغلي ده ، اوپه ټولو كي تري دانسان ماده ( هيكل ) مراددي چي الله سبحانه و تعالي په دي قول كي ښه روښانه دي :
(وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَى مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلاً جَسَدًا) داعراف سورت :۱۴۸ ايه
ترجمه : اوونيوه قوم دموسي وروسته له تلو دهغه ميقات ته دزيوراتواوګاڼوخپلونه خسي مجسم .
اودامبارك ايت (وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لّا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ ) سورت انبيا : ۸ ايه
ترجمه :اونه ووګرځولي مونږدغه پخواني رسولان داسي جسدونه چي نه يي خوړ طعام اونه وودوي هميشه پاتي كيدونكي په دنيا كي ( بلكه طعام به يي خوړاومړه كيدل به هم .
اوداقول د الله سبحانه وتعالي (فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ ) سورت طه : ۸۸ ايه
ترجمه : پس راويي ويست دوي ته يو خسي يو جسد چي وو هغه لره ناره دخسي ، پس وويل دوي (تابعانودساميري ) داخداي دي ستاسي اوخداي دي دموسي پس هيركړي يي دي دلته .
اودامبارك ايت (وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ ) سوره ص : ۳۴ ايه
ترجمه :اوپه يقين سره ازمويلي دي مونږسليمان اوغورځولي موووپرتخت دده يوجسد (بي روحه ) بيارجوع وكړه ده الله ته .
همدغسي دجسم كلمه هم په سپيڅلي قران كي راځي چي هغه هم دجسد په معني وي ، لكه په دي مبارك ايت كي : (إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ) سورة البقره : ۱۴۷ ايه
ترجمه :بيشكه چي الله پاك غوره كړي دي همدا ( طالوط ) په تاسوباندي اوزياته كړي ده ، ده لره پراخي په علم اوجسم كي .
دغه راز الله سبحانه وتعالي فرمايي : (وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ) سورة المنافقون : ۴ ايه
ترجمه :اوكله چي وويني ته دوي ، په تعجب كي اچوي تا جسمونه (جثي)ددوي دجهته دښايست نه .
نود سپيڅلي قران له نظره دجسد نسبت دځمكي عالم ته كيږي ،چي د خاوري اوخټي څخه دي او دغه په حقيقت كي سفلي ياښكته ني عالم دي نسبت هغه عالم ته چي په اسمان كي اويا هم دځمكي نه پورته دي ( عالم سفلي اوعالم عليا ) .اودغه عالم (عالم سفلي ) په خپل خلقت اوپيدايښت كي كه د ځمكي دخورا لويو حشراتوڅخه دي اوكه دكوچنيو ، خوسره مساوي اوبرابردي يعني لــوي او كوچني عالم په پيدايښت كي برابر دي .
او شايدداهغه څه وي چي د انسان په وجودكي ورته شهواني اوسفلي حركات وايي ، ترڅو انساني جسد دځمكي دمادي اوهغه څه سره چي په دي ځمكه دي يو شان اومماثل وي .
خو انساني جسد الله سبحانه و تعالي په داسي نوي صورت سره پيداكړي چي دنورومخلوقاتو د صورتونونه په بل ډول دي لكه چي فرمايي ? لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ) سورت تين : ۴ ايه
ترجمه : يقينا پيداكړي دي مونږانسان په ښه اعتدال( جوړښت ) سره .
اوپه تورات كي راغلي دي ( ان الله خلق الانسان علي صورته ) پيداكړيدي الله سبحانه وتعالي انسان په خپل صورت يعني خپلوصفاتو سره سبحانه وتعالي .
اوشايد چــي د څښتن تعالي ددي قول نه به هم مرادهمدغه شي وي (هَلْ أَتَى عَلَى الإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ) سورت الانسان ايه: ۱
ترجمه :ايا راغلي دي (يعني په تحقيق سره راغلي دي ) څه وخت له زماني څخه په انسان باندي چي نه وو دي (انسان) يوشي ياد كړ شوي ( په يوه نامه سره ) .
مرادبه تري همدغه جسد وي چي لاروح په كي نه دي پوكلي شوي .

( مقاتل ) وايي چي يقينا چي داسي وخت هم راغلي دي چي انسان په كي نه وو دغه ذكرشوي شي ، ځكه چي الله سبحانه و تعالي دغه انسان دټولونورو حيواناتوله پيدايښت نه وروسته پيدا كړ، اوددي نه وروسته يي بل كوم حيوان نه دي پيدا كړي ،نوددي ځاي نه پوهيږو چــي دجسد عنصر په يوازي صورت سره انسان نه شي كيداي ، بلكه جســد عبارت دي له يو مادي كيان اوموجود نه چي نور عناصر ورته راځي چي په سر كي يي روح دي كوم چي د الله سبحانه و تعالي امر اويورازاو رمزدي درازونو دهغه څخه .

الروح :

روح او دروح مشتقات په سپيڅلي قران كي ۲۰ واره راغلي دي چي دري لوي مفهومونه تري افاده كيږي :
لومړي : جبرائيل امين تري افاده كيږي لكه په دي قول د څښتن تعالي كي :
( نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الأَمِينُ
عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ ) سورت الشعراء ايه :۱۹۴-۱۹۳ .
ترجمه : نازل كړيدي دغه قران لره روح امين ( روح امين جبرائيل ع ) ستاپه زړه باندي ددي لپاره چي شي ته له ويرونكو څخه .
همدغسي داقول د الله سبحانه و تعالي (تَنَزَّلُ الْمَلائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا ) سورت قدر :ايه ۴
ترجمه : ( نازليږي ملائكي اوروح په دغه شپه كي ) يعني دقدرپه شپه كي ملائكي اوروح القدوس يعني جبرائيل عليه السلام دنوروملائكوپه هجوم كي ځمكي ته راځي (الروح جبرائيل ).
اوداقول څښتن تعالي (فَأَرْسَلْنَا إِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا ) سورت مريم :۱۷ ايه
ترجمه :نووليږه مونږهغي ته روح خپل ،پس شكل خپل يي جوړكړ هغي ته دسړي كامل ( يونوراني ځلمي ) دلته هم مراد دروح څخه جبرائيل امين دي

دوهم : دغه روح كله هم دالله سبحانه وتعالي له خوا نه دهغه بنده دتائيد لپاره راځي چي څښتن تعالي يي دتائيد اراده وكړي ، لكه څرنګ چي په ځيني نورصيغو كي دا افاده كوي چي دا روح درحمت يومصدردي چي دخيراورحمت چيني تري راوځي ، لكه فرمايي : (وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ) سورت بقره : ۸۷ ايه
ترجمه : اووركړي وومونږ عيسي ځوي دمريم ته معجزي ښكاره ، اوقوي كړي وومونږعيسي په روح پاك سره ) يعني په جبرائيل امين سره مودهغه تائيد كړي ووچي هميشه به دهغه سره وو ، اوځيني علما داهم وايي چي مراددروح قدوس نه په دي مبارك ايت كي اسم عظم دي .
اوپه دي قول د څښتن تعالي كي (اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ ) سورت مائده :۱۱۰ ايه
ترجمه : يادكړه احسان زما پرتااوپرمورستا كله چي قوت مي دركړي تالره په روح القدس سره .
اوپه هغه ځاي كي چي درحمت په معني راځي لكه په دي قول د الله سبحانه و تعالي كي : (وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ) سورت يوسف :ايه ۸۷
ترجمه :اومه نا اميده كيږي دفيض اورحمت د الله سبحانه و تعالي نه ، اوبي شكه شان دادي چي نه نا اميده كيږي درحمت د الله سبحانه و تعالي نه مګر قوم كافر )

دريم : افاده كوي ديوشي دذات د څښتن تعالي څخه (نفخة من روحه ) يوپوكي دروح دهغه نه لكه چي فرمايي ? وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا ) سورت الانبيا : ۹۱ ايه
ترجمه : اوياده كړه اي محمده قصه ) دهغي ( مريم ) چي پاك يي ساتلي وو اندام خپل پس پو كړ مونږپه ګريوان دهغي كي له روحه خپله ) .
اوداقول د الله سبحانه وتعالي (وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا) سورت تحريم : ۱۲ ايه
ترجمه :او(مثل بيان كړيدي الله د) مريم لوردعمران هغه چي پاك يي ساتلي وواندام خپل پس پو كړ مونږپه ګريوان دهغي كي دروح خپل څخه .

اوداقول دخداي ? ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ) سورت السجده : ۹ ايه
ترجمه : بيا يي برابركړ (قالب ) دهغه اوپويي كړپه هغه (قالب ) كي دروح خپل نه )
اوداقول د الله سبحانه وتعالي(فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ )سورت ص ايه
: ۷۲.
ترجمه : كله مي چي ښه برابركړهغه اوپومي كړپه هغه كي دروح خپل نه نوپري وځي هغه ته سجده كونكي .
اواضافت اونسبت دروح خداي پاك ته دتخصيص اوتكريم لپاره كيږي كله چي راغلي دي يوځاي دخلق سره ، اوپه دي كي خير،بركت ، درناوي دي دپاره دمخلوق اوژوند اچول دي په مخلوق كي .
اودغه روح يورازاوسردي داسرارو د الله سبحانه و تعالي چي دانسان علم په هغه هيڅكله احاطه نه شي كولاي يعني دانسان دمحدود علم له دايري نه بهر دي اودا مطلب د څښتن تعالي په دي قول كي ډير ښه څـرګند دي ( وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً ) سورت الاسراء : ۸۵ ايه
ترجمه : اوپوښتنه كوي له تانه اي محمده له (كيفيته د) روح څخه ، ووايه (دوي ته ) چي روح له امره درب ځما دي اونه دي دركړشوي تاسي ته ( برخه ) دعلم څخه مګرلږه ) .
او (الازهري ) دالله پاك ددي قول(وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ) په موردكي په خپل سندكي دابن عباس رضي الله عنه نه داسي روايت كړيدي چي : رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي :په يقيني ډول چي روح نازل شويدي په قران كي په مراحلواومنازلو كي تاسودروح په برخه كي فقط دومره ووايي لكه څرنګ چي لوي خداي جل جلاله ويلي دي : (قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلاً ) يعني روح زما درب امردي اونه دي دركړ شوي تاسوته دعلم نه مګر لږ .
قرطبي وايي چي كله چي يهودوپه يوبحث كي له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه دروح په موردكي سوال وكړ نو نبي كريم صلي الله عليه وسلم وويل چي صحيح خبره داده چي په دي كـي يو ابهام دي دخداي پاك د دي قول په اساس ( قل الروح من امرربي ) يعني دغه روح يولوي اوعظيم امراود الله سبحانه و تعالي دامريولـوي شان دي ، مبهم اوتارك التفصيل دي ، ددي لپاره چي انسان په دي پوه كړي چــي دروح په حقيقت دپوهيدلواوعلم پيداكولونه خوراعاجز دي ،سره له دي نه چي په وجود دروح علم لري،يعني په وجود يي علم لري خوپه حقيقت يي نه پوهيږي ، اودغه يو لوي اوعظيم راز دي د الله سبحانه و تعالي درازونو نه .

اود قران عظيم الشان په ځيني اياتونوكي كله ،كله روح اونفس په معني كي سره يوځاي كيږي ،لكه چي ابن الهيثم وايي : (ان الروح هوالنفس ) په فتح دنون اوف سره .
يعني روح همدغه نفس دي ، كوم چي دژوندي مخلوق په وجودكي ځي راځي ، او په ټول جسد كي روان دي اوچليږي ، اوكله چي تري وځي نوبيا تنفس نه كوي ، اوكله چي دجسد نه دغه روح په پوره ډول ووځي نوسترګي يي بيا دروح په طرف خلاصي اوبوټي پاتي شي ترڅوچي بل څوك يي ورته پټي كړي ، اوپه عربي لسان كي هم (الروح ) دنفخ په معني راځي مثلا : الروح هوالنفخ ( روح پوكي دي ) .

مجموعه دټولوخبرو داشوه چي لكه چي قران عظيم الشان انځوركړيدي روح په انسان كي دلوي خداي جل جلاله له خوا دادم عليه السلام دخلقت اكمال تمثيل كړيدي ( فاذاسويته ونفخت فيه من روحي ) دحجرسورت ايه : ۲۹
( نوكله چي مي ښه برابركړهغه اوپومي كړپه هغه كي دروح خپل نه )
اودغه اكمال دخلقت يوازي په جسدكي نه بلكي په نفس كي هم دي ځكه چي انسان يوداسي كل دي چي يودبل په ذريعه داكمال مرحلي ته رسيدلي دي .

اونوي اوعصري علوم هم دانسان په وجودكي دروح دغه لوړمنزلت اومقام ډيرښه څرګندوي .
اوداځكه چي اوس طب دي حقيقت ته رسيدلي دي چي كله ، كله دانسان دماغ مري خوحيات په كي نه ختميږي ، اوبيا كله ،كله دانسان په وجودكي ژوند خاتمه پيداكوي تنفس يي دريږي ، خو دماغ اوزړه يي لا تريووخته پوري نه مري اوژوندي پاتي كيږي .

چي دغه حالات اوس يوعادي انسان ته هم ښكاره دي ، او په ډيرو روغتونونوكي په تكرار اوبيا،بيا ليدل كيږي چي ځيني غړي له يووجود نه بل وجودته انتقاليږي اوهلته په بل جسم كي خپل فعاليت ته ادامه وركوي .
نوپه انسان كي دروح ددغه لوړاومهم رول اووضعيت په سبب روح دصوفيانو، فيلوسفانو اودمختلو رشتو دعلماوود بحث هدف اومركزګرځيدلي دي ، اودروح په اړوندتري خورازيات نظريات اواقوال رانقل شويدي چي دابحث يي دپوره تفصيل ګنجايش نه لري ، خويوازي داهم كفايت كوي چي ووايو چي خورازياتي مدرسي اوپوهنتونونه ايجادشويدي چي ددرسونوتمركزيي روحيات دي ،اودروح په چاپيريال كي دډيروتحقيقاتواوڅيړنوسره ، سره دروح حقيقت لاهم هغسي د هميشه لپاره مبهم اومجهول پاتي شويدي .
داهم تصادف نه ګڼوچي پخوانيوډيروتمدنونودجسد دنيا دروح له نړي نه جداګڼله اودروح اوجسد ترمنځ يي جدايي كوله، اوبعث ( حركت ) يي په روح پوري تړلي ووجسديي ددغه روح لپاره يومادي مستودع ګاڼه كوم چي دهرشي مسئوليت يي په غاړه دي .

دكتاب نوم ( الانسان في القران الكريم )

موءلف :الدكتورصالح موسي دراكه
ژباړن :قاضي طارق

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب