د زېړي پېژندنه او نښې نښانې

هيپيټايټس يا زيړی د ځيګر ګرمايش ته ويل کيږي او ډېری وخت دا له وايرسي ناروغيو خپريږي، مګر له دې پرته نور لاملونه يې هم کېدای شي، د ساري په توګه د ډېرو درملو کارولو عکس العمل، نشه‌يي توکي،شراب او داسې نور.

نړۍ کې هر کال ميلياردونو خلک په زېړي اخته کېږي او ډېری ناروغان تر هغو ترې ناخبره وي، تر څو يې چې ځيګر نه وي زيانمن کړی.
د ځيګر ميکروب او ناروغۍ هم ډول ډول دي. لکه هيپيټايټس اې، بي سي، ډي او اي.

د زيړي هر ډول مرګونی دی او په دې اړه بايد هېڅکله ناراستي او بې پرواهي ونه شي او د زيړي د خپرېدو له لاملونو هم بايد ځانونه او خپله ټولنه وژغورو.

د طبي کارپوهانو په وينا د زيړي د خپرېدو لاملونه ډېر دي او تر ټولو مهم يې بدني لوندوالی، د انجکشن تکراري کارول، جسماني اړيکې، د ويښتو جوړولو پر مهال د پاکي تکراري کارول او داسې نور ورته شيانو څخه زيړی خپريږي.

لکه څرنګه، چې مخکې وويل شول، ډېری ناروغانو ته د زيړي معلومات نه وي، او د زيړي د خپرېدو پر مهال که ميکروب يې ژوندي وي، نو د ځيګر دفاعي نظام زيانمنوي او خپل فعاليت له لاسه ورکوي.

د زيړي پېژندې لپاره ډاکټرانو څو نښې نښانې په نښه کړي او د دغو نښو د موندلو پر مهال بايد له خپل ډاکټر سره مشوره وشي.

هر وخت ستړيا

د زکام په څېر حالت

د تشو متيازو رنګ تل خړ وي

د ډکو متيازو هم له خپل حالته ډېر بدل وي

خېټه کې ډېر وخت دردونه وي

د بدن وزن په داسې حال کې کميږي، چې انسان يې په لامل نه پوهيږي.

ځينې وخت داسې هم کيږي، چې د سترګو او پوستکي رنګ زيړ شي او دا هم د زيړي نښې بلل کيږي.

په عمومي توګه سي او بي زيړی په ډېره کرارۍ خپريږي، پېژندل يې هم ډېر اړين دي او د پورته يادو شوو نښو د پيدا کېدو په صورت کې له متخصص ډاکټر سره مشوره اړينه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب