احــصـار بیان- حج
احصارپه لغت كښى منع ته وايى او په فقه شريفه كښى په حج يا عمره كښى داحرام بند حاجى منع ده پر عرفات باندى له دريدونه اوله طواف زيارت نه، لكه ناروغى يا دښمن، په عينى او شرح الكنز كښى ليكلى دى كه حاجى پرهر يوه له دغو دوو قادر وو او پربل قادرنه وو هغه حاجى محصر ندى .
احرام بنده حاجى كه په سبب ددښمن ياپه سبب دناروغۍ دحج داحكامو د ادا كولونه منع شو نو د ځان حلالول ورته روادى يعنى له احرام نه خلاصون ورته روا دى، حاجى ته دى وويل شى چه وحرم ته پسه دحلالولو دپاره واستوى، هغه څوك چه د دغه حاجى پسه حرم ته بيايى ورځ دى معلومه كړى چه په كومه ورځ ئې حلالوى كله چه پسه په حرم كښى حلال شى بيابه حاجى ځان له احرام نه خلاصوى، همدا رنكه رواده چه دپسه بيه چاته وركړى او هغه په حرم كښى پسه وپلورى اوحلال ئې كړى خودپسه د حلالولونه مخ كښى حاجى ته دځان حلالول روانه دى.
تعين د ورځى د امام حنيفه (رح) مذهب دى ځكه چه امام اعظم ابوحنيفه (رح) د دم الاحصاردپاره داخترورځ لازمه نه ګڼى، امام ابويوسف (رح) او امام محمد(رح) وايى چه حتمى به ئې داخترپه ورځ حلالوى، د يارانوپه مذهب دورځى وتعين ته ضرورت نشته، امام شافعى (رح) وايى بيله دښمن نه بل عذردحج داحكامواحصار(منع كونكۍ) نه شميرل كيږى . كه محصرقارن وو يعنى دحج او د عمرى د دواړو احرام ئې تړلى وو حرم ته به دوه پسونه استوى چه د دواړواحراموڅخه خلاص شى، كه ئې دحج د احرام دخلاصون د پاره يوپسه واستاوه اوويل ئې چه دعمرى احرام دى پاته وى په دغه يوه پسه له احرام نه نشى خلاصيداى، ځكه په كوكب درى او الجوهرة كښى ليكل شويدى چه دقارن خلاصون له احرام نه شرعى د دواړو احرامو نو په يوه وخت كښى دى، دشريعت حكم ته تغيرنشى وركولاى.
د احصار د پسه حلالول بيله حرم نه بل ځاى روانه دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى چه داحصار د دم دپسه حلالول داخترد ورځى ترمخه او وروسته روادى، ياران (رح) وايى د حج ومحصرته بيله داختر د ورځى نه دپسه حلالول روانه دى، د ټولوپه اتفاقى حكم سره دعمرى ومحصرته دپسه حلالول په هروخت كښى روادى، له عبداله بن عباس (رض) او عبداله بن عمر(رض) نه روايت دى دحج محصرچه ځان ئې حلال كړيوى يوحج اويوه عمره پرلازمه ده ځكه چه په احرام تړلوسره ئې په حج شروع كړى ده نوحج ئې قضائى دى، څرنګه چه په معنى كښى دفائت الحج دى نوفائت الحج به ځان دعمرى په افعالوله عمرى خلاصوى لكه چه په وروستى باب كښى به راشى .
د عمرى پرمحصرباندى يوازى دعمرى قضاء شته او پرقارن محصر باندى يوحج اودوى عمرى شته، كه محصرحاجى پسه وحرم ته استولى وو اوتعين دوخت ئې كړيوو چه په فلانۍ ورځ به پسه حلالوى خوحاجى له احصارنه خلاص شو كه قادر وو چه دپسه دحلاليدومخه ونيسى اودحج احكام اداكړى نوله احرام نه دځان خلاصون ورته روانه دى، بلكه لازمه ده چه دحج احكام پوره كړى كه معلومه شوه چه پسه ئې په حرم كښى حلال شويدى نوځان دى له احرام نه خلاص كړى، كه دغه حاجى دحج پر ادا كولو قادرشو او دپسه دحلاليدومعلومات ورته نه وو نوداستحسان له لارى د احرام نه خلاصون ورته روادى، ځكه چه دپسه حلالول داحرام خلاصونكۍ دى، مګرقياس وايى چه له احرام نه خلاصون ورته روانه دى ولى چه دغه حاجى پراصليت د(حج) قادرشو نو حج دى پوره كړى.
كه حاجى دمكى په ښاركښى محصرشو(بند پاته شو) يعنى له عرفات اوله طواف زيارت نه پاته شو نوهغه محصر دى د محصراحكام دى پرځاى كړى، كه ئې يوله دغو دوو ادا كولاى شواى (ياپرعرفات دريدل ياطواف زيارت) نومحصرندى ځكه كه پرعرفات قادر وى حج ئې پوره شو، پدغه قول سره دعليه السلام ﴿ الحج عرفة ﴾، طواف زيارت كه څه هم دحج ركن دى خوهروخت چه ئې اداكړى صحيح دى، كه پر طواف زيارت قادر وى پرعرفات قادرنه وى نوحج ئې فوت شو، دكوكب درى او هدايه په روايت د فائت الحج حكم دادى چه په طواف سره له احرام نه خلاصيږى، هديه (پسه) چه بدله دطواف ده ضرورت ورته نشته .