کله چې مکې ته داخل شوې نو به څه کوئ؟ -حج لارښود

کله چې مکې مکرمې ته داخل شوئ اول به خپل سامان او کالي په عماره کې ځای په ځای کوئ اطاق به معلوموئ او د اطاق کلي به د ځان سره اخلئ – بیا به غسل کوئ او ښه دمه به جوړوئ طواف ته بیړه په کار نده کله، چې مو ښه ستړیا لرې شوه نو بیا به د معلم یا کوم بل بلد سړي به ملتیا حرم ته ځئ کله چې د حرم جومات ته ورسیدئ نو غوره خو داده چې باب سلام څخه ننوځئ او که نه د هرې دروازې چې درته اسانه وه داخل به شئ په داسې حال کې چې ښۍ پښه به اول داخل کړئ  (اَلـَّلهُمَّ افـْتـَحْ لِي اَبْوَابِ رَحْمَتِکَ)  ژباړه:- الهي ستا درحمت دروازې ماته پرانيزه. دعا به ووايئ: کله چې مو سترگې په کعبه ولگیدې نو هره دعا چې مو غوښته قبلیږئ.

بیا ځان حجراسود ته ورسوئ که امکان ؤ حجراسود به مچو کړئ او که نه په لاس یې لمس کړئ او که دا هم ممکن نه و د حجراسود په برابرۍ به ودریږئ دواړه ورغوي به حجراسود ته پورته کړئ بسم الله الله اکبر ووایئ او خپل لاسونه مچو کړئ او په داسې حال به تر نیت کولو ورسته طواف شروع کړئ، چې کعبه مو چپ لاس ته راشي – دا خبره په یاد لرئ چې ښۍ اوږه به لوڅه کړئ او به اولو دریو گشتونو کې به پهلواني کوئ هر ځل به د حجراسود سره هماغه عمل ترسره کوئ.

د رکن یمانی په هکله مهه خبره داده که مو مسه کولی شوی نو ښه خبره ده او که مو مسه کولی نشوای نو بیا لاسونه هم مه ورته پورته کوئ او مچو کول یې هم نشته، هدف دا چې د حجراسود څخه پرته بل د هیڅ مکان مچو کول نشته.

د طواف په حالت کې باید ذکر او اذکار وشي که څوک په خفیه قرآن لولي هم ښه کار دی او که څوک د هر گشت دعا له یاده یا له کتابه وایي دا هم ډیر ښه کار دی په همدې کتاب کې د قرآن او صحيح احاديثو دعاگانې شته، هدف دا چې باید ټول طواف په ذکر، دعاوو او تسبيحاتو سرته ورسوئ، طواف د لمانځه حيثيت لري خبرې، مجلس او پټه خوله گرځیدل ښه کار نه دی او بل په طواف کې باید ډیر خیال وساتل شي چې چاته تکلیف ورنکړو، د ښځو سره ټکر نشو او نه ورباندې ولگو په ځانگړې توگه په حجراسود او رکن یماني کې باید ډیر خیال وساتل شي. د حجراسود مچو کول یا لمس کول سنت کار دی او مسلمانانو ته تکلیف ورکول حرام دي.

ښځو ته مناسبه داده چې کعبې ته نږدې طواف ونکړي او د حجراسود او رکن یماني له لمس کولو باید په کلکه ډډه وکړي، ځکه هلته د خوږېدو او غړو ماتیدو خطره ده او د نامحرمو خلکو سره هم چسپیږي دا هم روا نده.

کله چې له طواف څخه وزگار شوئ، بیا به د مقام ابراهیم سره نږدې او د ازدحام په صورت کې د مسجد حرام یا مطاف په هره برخه کې چې ممکنه وه دوه رکعته د طواف واجب لمونځ وکړئ او د زمزم اوبه وڅښئ د صفا او مروه په لوري به ولاړ شئ.

کله چې صفا غونډۍ ته ورسيدئ، نو دومره به پرې وخیږئ چې کعبه درته ښکاره شي هلته به ودریږئ – کعبې ته به دواړه لاسوه جگ کړئ او دعاوې به ووایئ خصوصاً  قرآني اومسنونې دعاوې، بیا د مروه په لوري حرکت وکړئ د دوو شنو راډونو ترمنځ به لږ منډه کوئ او دلته به هم اذکار، تسبیحات او یا قرآن کریم وایئ او دعاوې به کوئ. کله چې مروه ته ورسیدئ هلته به ودریږئ د صفا په شان به دعاوې او اذکار ووایئ. بالآخره چې کله د صفا او مروه ترمنځ اوه ځله تگ راتگ وشو، نو که مکروه وخت نه ؤ دوه رکعته نفل به هم وکوئ البته په طواف پسې هم که مکروه وخت ؤ د طواف لمونځ به نه کوئ کله چې مکروه وخت تیر شو بیا به لمونځ وکړئ – بیا به سر وخريئ که عمره کوونکی وئ احرام به لرې کړئ ستاسو عمره تکميل شوه او که قارن وئ نو یو بل طواف به د حج لپاره کوئ چې هغه ته د قدوم طواف وایي او د صفا او مروه ترمنځ به سعی هم کوئ. بیا د ذی الحجې تر اتم تاریخ پورې نفلي طوافونه کوئ – هر لمونځ به د مسجد حرام په داخل کې په جماعت سره کوئ او که عمرې کوئ د تنعیم مقام څخه هغه هم لاښه او بهتره کار دی. بیا چې کله د ذی الحجې اتم ورځ شوه نو بیا به د حج لپاره احرام وتړئ په هغو شرطونو چې مخکې مو د عمرې لپاره تړلی ؤ که ممکنه وه په حرم کې یو نفلي طواف هم وکړئ او که د صفا او مروه ترمنځ مو سعی کوله نو بیا د عید په ورځ له سعی څخه خلاصیږئ د عید په ورځ به تنها فرضی طواف وکړئ او که مو د خپل اطاق څخه احرام تړلو هم روا دی. په حرم کې طوافونه، ذکر، نوافل او کعبې ته کتل هم عبادت دی لنډه دا چې د حرمینو ورځې باید غنیمت وگڼو په مکي حرم کې هر عمل په سلو زرو حسابیږي او په مدني حرم کې هر عمل په یو زر حسابیږي.

د امکان په صورت کې ځینې تاریخي ځایونه هم باید ولیده شي اگر چې د حج جز او فعل نه دی دهمدې کتاب په آخرکې مې د تاريخي ځايونو يادونه کړې ده.

که د حج له ورځو مخکې مو له جمرو، عرفات او قربانگاه څخه لیدنه کوله هم ښه خبره ده د حج په ورځو به بلد اوسئ کله چې حاجیان په اتم د ذی الحجې منی شریف ته ځي دې ورځې ته یوم الترویة ویل کیږي ځکه په دې ورځ به د حاجیانو لپاره اوبه برابرېدې نو هلته د حاجیانو لپاره سنت دی چې (۵)لمونځونه ماسپښین، مازدیگر، ماښام، لماسختن او د عرفات د ورځې د سهار لمونځ وکړي – اما اوس يې د ازدحام په خاطر د شپې عرفات ته نقلوي او د سهار لمونځ په عرفات کې کوي دا یو ضرورت دی پروا نلري.

په عرفات کې واجب وخت د لمر له زوال څخه تر ماښام پورې دی – که څوک له ماښام څخه مخکې له عرفات څخه ووځي پسه پرې لازمیږي – او که څوک له ماښام څخه مخکی راووځي او بیرته د ماښام څخه مخکی عرفات ته داخل شي پروانه لري یعنې دم نه پرې اوړي. اما دومره هم باید وپوهیږو چې د عرفات وخت د عید د ورځې تر صبح صادق پورې دوام لري – که څوک د شپې عرفات ته راشي هم عرفات یې اداء کيږي – بله مهمه مسئله په عرفات کې داده چې که چېرې د نمرې جومات ته څوک ځي نو هلته د ماسپښین او مازدیگر لمونځونه دواړه په ماسپښین کې یو ځای په یوه آذان او دوه اقامتونو اداء کیږي او که څوک په خپلو خیمو کې پاتې کيږي، نو هغوی باید دواړه لمونځونه په خپل خپل وخت په جماعت یا تنها اداء کړي.

خو د نمرې جومات په اداء کولو کې هم اختلاف دی هدف دا چې هلته دواړه لمونځونه په قصر اداء کیږی نو که څوک مسافر گڼل کیږی هغه باید د امام سره مسافرانه لمونځ وکړي او که څوک مسافرنه وي هغه باید د امام له سلام گرځولو وروسته فورا جگ شي او دوه رکعته پاتې لمونځونه اداء کړي.

او دا خبره په یاد مو وي چې د ماښام او ماسختن دواړه لمونځونه باید حتماً په مزدلفه شریفه کې اداء شي نه په لارو او نه په عرفات کې که چا په لارو وکړ باید بیرته راوگرځول شي. په مزدلفه شریفه کې هم په جماعت لمونځ اداء کولی شی او هم يې تنها کولی شي خو په يوه آذان او دوه اقامته باید وشي – اول باید د ماښام دری رکعته فرض اداء شي بیا د لماسختن څلور رکعته فرض بیا د ماښام دوه رکعته سنت بیا د لماسختن سنت او بالآخره وتر واجب.

په مزدلفه شریفه کې غوره داده چې مشعر الحرام جومات ته نږدې شپه تیره شي څو د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړئ او دغه شپه هم باید په ډېر ذکر او تسبیحاتو او نفلونو تیره شي کله چې مو د سهار لمونځ په تیاره کې اداء کړ نو بیا په دعا ودریږئ او دعا وکړئ هر ډول دعا په دغه وخت کې قبلیږي او د صبح صادق څخه تر روښنایي پورې وخت تیرول په مزدلفه کې واجبه وخت دی. شپه پکې سنت ده نه واجب.

کله چې روښنایی شوه که څه هم لمر نه وي راختلی نو د عقبې (لويې جمرې) په لور به روان شئ په داسې حال کې چې شگې به مو له مزدلفې څخه درسره اخیستې وي که څلور ورځې جمرې ولئ نو ۷۰ شگې درسره واخلئ او که درې ورځې یې ولئ نو بیا پنځوس (۵۰) شگې درسره واخلې د احتیاط لپاره که یو څو زیاتې اخلی هم ښه خبره ده.

بیا به لویه جمره په اوو شگو وولئ، البته لویه جمره مکې ته نږدې واقع ده یعنې له اولې او وسطی جمرې څخه به تیر شئ او دریمه جمره به وولئ. کله چې موجمره وويشتله نو ښه نږدې ورشئ څو هره شگه مو آخور ته ولویږي پرته له هغه صحیح نده د ‌ډیرو کسانو جمرې په هدف نه لگیږي په عجله او هیجان یې له لرې څخه ولي، له جمرې څخه چې خلاص شوی نو پرته له دعا د قربانۍ لپاره حرکت وکړئ او ډیره مهمه خبره داده چې باید قرباني په خپله وکړئ ډیر کسان خلکو ته روپۍ ورکوي په هغه کې ډیرې دوکې او درغلی لیده کیږي او یا یې قصابانو ته ورکوي ژوندی پسه که چا ته ورکړ شي هغه قرباني نه کیږي.

کله چی مو پسه حلال کړ او له قربانۍ څخه خلاص شوئ البته د قربانۍ غوښه په خپله هم خوړلی شئ له هغه وروسته به خپل سر کل کړئ او زړه مو خپل که احرام لرې کوئ او که په احرام کې فرضي طواف کوئ هدف دا چې فرضی طواف باید په اوله ورځ، که معقول ضرورت ؤ په دویمه ورځ او که ډیر ضرورت ؤ په دریمه ورځ مخکې له ماښامه باید فرضي طواف اداء شي – کله چې فرضي طواف مو اداء کړ نو که د حرم د لمانځه آذان شوی ؤ په حرم کې همغه حاضر لمونځ اداء کړئ او که آذان نه ؤ شوی نو فوراً د منی شریف په لوري وخوځیږئ. باید شپه مو په منی شریف کې وي – د عید په دوهمه ورځ له زوال وروسته به درې واړه جمرې اول وړه بيا متوسطه او بیا عقبه جمرې وولئ په اوو – اوو شگو باندې، البته له اولې او دوهمې جمرې ویشتلو څخه وروسته دعا کولی شئ او دلته هم دعا وې الله قبلوي خو په دریمه عقبه جمرې پسې دعا نه ده راغلې.

د عید په دریمه ورځ به هم د زوال نه وروسته درې واړه جمرې وولئ – بیا که مکې ته مو تشریف وړلو هم گناه نشته او که څلورمې ورځې ته پاتې کیدی هم گناه نشته په څلورمه ورځ یې د زوال مخکې هم ویشتلی شئ.

کله چې مو فرضی طواف وکړ – د جمرو څخه خلاص شوئ نو حج مو مبارک شه یوازې د وداع طواف پاتې دی هغه به کوئ او بیا به د وطن په لوری حرکت کوئ – او کله چې لستونه درته ځوړند شول بیا د وداع طواف ته ولاړ شی او که مخکې یې کوئ هم څه پروا نه لري – که له وداع طواف څخه وروسته نفلي طوافونه کوی هم کولای یې شئ – البته هغه اخیري نفلي طواف مو بیا په وداع کې درته حسابیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب