د حج طریقه او خلاصه لارښود

د حج قسمونه:

د حج دری قسمونه دي تمتع ،قِران او افراد او دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو کې دی ددې وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي.
۱- تمتع:
 د حج هغه طريقي ته وايي چې د حج په زمانه کې احرام وتړي عمره وکړي او بيا احرام مات کړي او بيا د حج د فرايضو د ادا کولو د پاره دوهم ځل احرام وتړي .
۲- قران:
د حج هغې طريقي ته وايي چې حاجې په يو ځل د عمری او حج دواړو د پاره احرام وتړي قران معنی ده يو ځای کول ځکه د حج په دغه طريقه کې عمره او حج سره يو ځای کيږي .
۳- افراد :
يواځې د حج د پاره احرام تړلو ته افراد وايي اواحرام تړلو واله ته مفرد وايي.
دا نقشه د حج د مناسکو د ترتيب او ادا کولو د پاره خاص اهميت لري ، په دغه نقشه کې وينو چې کله حاجي مقات ته ورسيږي د عمري ادا کول به پيل کړي داسې چې احرام به وتړي ، طواف به وکړي ، سعی به وکړي او ويښتان به وخريي وروسته عمره ختمه شوه احرام به لري کړي او بيا د حج د فرائض د ادا کولو د پاره دوباره احرام تړل کيږي د دوالحجې د اتمې ، نهمې ، لسمې مناسک پيل کيږي

د حج د مناسکو لنډه تشريح:

احرام :

د احرام تړلو مخکې به نوکونه ، د تخرګ او شرمکاه ویشتان لري کړي ، غسل به وکړي ، خوشبويي به ووهي ، لنګ به ووهي د هغه د پاسه به چادر واغوندې ، که مکروهه وخت نه وي دوه رکعته نفل لمونځ به د احرام په نيت وکړي .
د هغه وروسته به د عمري يا حج نيت وکړي . د نيت نه پس به په اوچت آواز د تلبيه ويل شروع کړي ، د لمانځه نه علاوه هر وخت په لوړ ځای ختلو ، ښکته کيدو ، سورلې ته پورته کيدو او کوزيدو په وخت کې لوستل کيږي ، متمتع حاجې به د حجرالاسود د ښلولو يا مسحې وروسته تلبيه پريږي دي د تلبيه الفاظ دا دی :
 
(لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك)
ښځه به خپلې ګنډلې جامې اغوندې ، خوشبويي به نه وهي ، مخ او لاسونه به نه پټوي .

طواف کولو طريقه :

حاجې صاحب به د طواف نه مخکې د احرام څادر له ښي تخرګ څخه وباسي او په ګينه اوږه به يې واچوي ، د طواف نيت به وکړي وروسته به حجرالاسود ښکل يا مسحه او يا د هغې طرف ته په لاس يا امسا سره اشاره وکړي او همدارنګه رکن يماني به مسحه يا هغه ته اشارې وکړي .
د جحرت الاسود څخه به د ښي خوا نه طواف شروع کړي اوه ګردشه به پوره کړي داسې چې په دريو لومړيو ګردشو کې به د پهلوانۍ تګ کوي او په څلورو نورو کې به په عادي حال ګرځي ، د طواف د پاره طهارت واجب دی .

د سعی (صفا او مروی تر مينځ تګ راتګ ) طريقه :

حاجې صاحب به لومړی صفا ته پورته شي دعا به کوي هر کله چې لومړي شنه چراخ ته ورسيږي نو منډې به شروع کړي ډيرتيز به نه زغلي او نه به نورو ته تکليف رسوي هرکله چې دوهم شنه چراج يا ميل ته ورسيږي منډی به ودروي او په عادی تګ سره به مروه ته کوز شي دعا به وکړي چې په دې سره يوځل پوره شو په همدې ډول به اوه کرته پوره کړي ، منډې وهل يوازې د نارينه د پاره دي .
د ذی الحجی د اتمې ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی د اتم ورځې (چه د ترويه ورځ يې بولي ) د سهار د لمانځه نه ورسته مِنی ته لاړشي او نهمه شپه به هلته په منا کې وکړي .
د ذی الحجی د نهمی ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی په نهمه ورځ عرفات ته لاړشي او د لمر د زوال نه وروسته به د ماسپښین او مازديګرلمونځونه په يو آذان او دوه اقامتونو سره په یو وخت کې په جماعت وکړي.
بيا به د عرفات په غونډۍ چه جبل الرحمت نوميږي ودريږي او په پوره عاجزۍ او زارۍ سره به د خير دعاګانې وکړي .
د بطن عُرينه نومی ځای نه پورته د عرفات نور ټول ميدان د موقف (ددريدو ځای) دی ، کله چه لمر پريوځې نو حاجی به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شي او هلته به د مشعرالحرام سره نژدي شپه وکړي ځکه چه په دغه ځای کې شپه کول مستحب دي .
همدلته به حاجيان د امام سره يو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو اذان او يو اقامت په جماعت سره وکړي.
د ذی الحجی د لسمی ورځې (د اختر ورځې ) مناسک :
کله چه په مزدلفه کې په حاجيانو سبا شي نو په تياره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړي ،بيا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ويشتلو لپاره د منی په لور روان شي ،اوهلته به په اوو کاڼو عقبه جمره وولي .
کله چه له جمري ويشتلو نه وزګار شي نو بيا به قرباني وکړي او خپل سر او سنت به هم وخروي .بيا به مکی ته راشي طواف زيازت به وکړي – اوس د احرام ټولی پابندی ختمی شوې .
د اختر له دريمې ورځې نه وروسته ددی طواف کول مکروه دي او په وروسته کوونکوي يې دم لازميږي .
د ذی الحجی د يوولسمی او دولسمې ورځې مناسک :
حاجيان به په دغو ورځو کې منی ته ځې او د زوال نه وروسته به دري واړه جمري ولي د جمرو ويشتلو په وخت کې به تکبيرونه وايې او بيا به دعا کوي د جمري ويشتل به له هغې جمري څخه پيل کوي کومه چې مسجد حنيف ته نژدي ده . په پای کې به د عقبی جمره وولي بيا به بيله ځنده مکی ته ځي او په محصب نومي ځای کې به کوز شي او حرم ته به ننوځي او د بيت الله شريف طواف به پرته له پهلوانۍ وکړي . دا طواف په اطرافي حاجيانو واجب دی او د طواف وداع په نوم ياديږي
دغه د حج د مناسکو لنډه نقشه او تشريح ددې د پاره ترتيب شوي دي څو ستاسې په خپل پلان پوه شي او د حج د ارکانو ترتيب مو په آسانه توګه په زهن کي ځای ونيسي ، د حج د مناسکو د پوره احکامو او مسائلو د پاره د حج د مناسکو له کتاب څخه استفاده وکړئ .
آن لاين اسلامي لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب