روژه کې څو روغتیايي سپارښتنې

 

۱ـ هڅه وکړئ چې په شپه او ورځ کې لږ تر لږه اته ساعته خوب وکړئ. له دې سره به تاسو په کافي اندازه ذهني او فزیکي سکون ولرئ. کنه د روژې او بې خوبۍ دواړه فشارونه کې سره یو ځای شي، د ورځې په اوږدو کې به ځان ستړی او ډېر بې انژي احساسوئ.

۲ـ له روژه ماتې تر سهاري لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه څښل ضرور دي، څو د ورځې په اوږدو کې د جودو د اوبو له کمي سره مخ نه شئ.

۳ـ تر روژه ماتې مخکې یو څه قدم وهل یا بل یو سپک ورزش نه یوازې تاسو متحرک ساتي بلکې د روژې د اوږدې ورځې یوه برخه هم درباندې ښه تیریږي.

۴ـ متوازن روژه ماتی وخورئ. خورما، سلاد، سوپ د ماښامنۍ له اصلي خوړو سره یوځای کړئ. هر څومره زیاته تازه میوه او ترکاري چې وخورئ صحت به مو ښه وي.

۵ـ په ګڼو هیوادونو کې سږکال د روژې میاشت په توده هوا کې ده. هڅه وکړئ چې په د ورځې په اوږدو کې په یخ او ساړه ځای کې و اوسئ. که کار کوئ، هڅه وکړئ پر سر سیورې جوړ کړئ او د لمر له مستقیمو وړانګو ځان وساتئ. په سړو اوبو غسل، اودس او بیا بیا مخ و لاس وینځل هم تاسو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ په وړاندې مقاوم و اوسئ.

۶ـ که غواړئ د ورځې په اوږدو کې د عبادت او خپلو ورځنیو چارو لپاره کافي انرژي ولرئ نو پیشلمی مه قضا کوئ.

غیرې صحي عادتونه
۷ـ په روژه ماتې کې پر یو وخت د ډیرو خوړو له خوراک ډه ډه وکړئ. ښه دا دی چې روژه په سپکو خوړو ماته کړئ او د ماښام تر لمانځه وروسته ورو ورو خواړه وخورئ.

۸ـ له روژه ماتې او سهاري سمدستي وروسته مه ویده کیږئ. خپل وجود ته وخت ورکړئ چې خوړلې خواړه ښه هاضم کړی شي. د تراویح لمانځه اهتمام تر روژه ماتې وروسته پر ثوابونو سربیره روغتیا ته هم ډیره ګټه رسوي.

تنده څنګه راکمه کړئ؟

۹ـ د روژه ماتې او سهاري ترمنځ په کافي اندازه اوبه وڅښئ څو مو د ورځې په بهیر کې وجود د اوبو له کمي یا ډیهایډریشن سره مخ نه شي.

۱۰ـ د هغو خوړو خوارک کم کړئ چې سره شوي وي ، یا ډیره خوږه ولري یا ډیر غوړ ولري. که داسې وکړئ د ورځې په اوږدو کې مو تنده کمیږي.
۱۱ـ له مالګینو خوړو ځان وساتئ. که د شپې ډیره مالګه لرونکي خواړه وخورئ د ورځې زر تږي کیږئ. مالګه په وجود کې د ډیرو اوبو د ضایع کیدو سبب کیږي. په ځانګړې توګه داسې وچې میوې د شپې له خوا مه خورئ چې مالګه ورسره ګډه شوي وي.

۱۲ـ د مصنوعي جوسونو او شربتونو پر ځای چې رنګونه او خواږه لري، خپله تنده په ساده پاکو اوبو ماته کړئ. ځکه د شربتونه او نور غیرې طبیعي جوسونه قندي مواد لري چې که د شپې یې وڅښئ د ورځې مو د تندې د زیاتیدو سبب کیږي.

ژباړه او لیکنه: شمیم اتل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب