حج پر کومو کسانو فرض دی؟

حج په عمر کې يو ځل فرض دی، ددې رکن منکر کافر دی او د فرض کيدو د شرايطو برابر کيدو باوجود نه اداکول واله فاسق او ګنهګار دی، لکن حج په هر مسلمان فرض نه وي بلکه پر هغه چا فرض دی چې توان يې ولري .

قوله تعالی:
وَ للهِ عَلَي النَّاِس حِجُّ البَيتِ مَنِ استَطَاعَ إلَيهِ سَبِيلاً  (آل عمران ۹۷)
ژباړه : او حج د دغه الهی خونې پر هغو خلکو فرض دی، چې ( مالي او بدني ) توانايې ولري .

د مالي او بدني توانايې شرح په لاندې ډول ده:

۱- په نابالغ او ليوني باندې حج فرض نه دی اګر که مالي توان هم ولري .
۲- تندرست کيدل: يعنې چه بدن يې داسې ناروغ وي، چې د سفر کولو توان نه لري .
۳- د لارې خرچ ولري او همدارنګه د خپل اهل عيال د کومو چې نفقه د ده په ذمه وي، د بيرته راتګ تر وخت پورې د هغوی د پاره خرچ ولري .
۴- پوروړی او قرضدار نه وي، که د قرض د ادا وروسته دومره مالي توان ولري چې د کور د اهل او لارې خرچ ورباندې کيږي نو حج ورباندې فرض دی .
۵- د لارې امنيت .
۶- د چا ضامن نه وي: که ده د چا ضمانت کړی وي، نو بيا د ضمانت په دور کې حج کول صحي نه دي .
۷- د حج وخت: د حج په مقرر موده کې حج ادا کول د هغې مقررې مودې نه وړاندې يا وروسته حج کول نه ادا کيږي .
۸- د ظالم حکومت لخوا څه منع نه وي او يا په جيل او زندان کې نه وي (آزاد ) وي .

د ښځو حکم:

د ښځو د پاره ددې شرطونو سره دوه شرطونه نور هم دي.
اول: هغه به يوازې نه ځې بلکې خاوند او محرم به ور سره وي .
دوهم: دوهم شرط دا دی: چې هغه به په عدت کې نه وي ، عدت که د خاوند د مرګ وي او که د طلاقو وي .

لیکنه: رحمت الله مومن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب