ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه؛ امین الامة

هغه وخت چې عمر رضی الله عنه د اسلامي لښکرو د لیدلو لپاره د شام په طرف تللی و…
د ابوعبیده رضی الله عنه په اطاق او څادر کې یې چې د اسلامي لښکر مشر وو، استراحت وکړ، او کله چې د غرمې ډوډۍ وخت راورسید، نو عمر رضی الله عنه ته وویل شول چې ایا غواړئ چې د سربازانو له غذا څخه وخورئ او که د لښکر د مشر له غذا څخه؟

عمر رضی الله عنه وفرمایل: له دواړو څخه یې راوړئ…
د سربازانو غذا یې ورته راوړه او ویې لیدل چې د غوښې شوروا وه.

عمر رضی الله عنه وفرمایل: آیا دا د سربازانو غذا ده؟
جواب یې ورته ورکړ: هو ای امیرالمومنینه.

بیا عمر رضی الله عنه وویل: اوس راته د لښکر د امیر غذا راوړئ.
نو د وچې ډوډۍ یو څه ټوټې، شړومبې او یو څه اندازه کجورې یې ورته راوړې…

عمر رضی الله عنه وویل: هغه چا رښتیا ویلي دي چې تا ته یې د دې امت د امین لقب درکړی دی.
ته څومره ښکاره امیر یې ای ابوعبیده

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب