دوې امریکای (سمایل او بېل)یاسلام قبول کړ! 

دوې امریکای (سمایل او بېل)یاسلام قبول کړ!

دوې امریکایی ننې (عیسایی راهبې) سالی سمایل (Nun-Sally Smile) اوسینتیا بل (Nun-Cynthia Bill) اسلام قبول کړ!!!

ماډېرکوښښ وکی چی د(سالی سمایل) یوه اوږده لیکنه رالنډه کړمه ، اوهره جمله ئې په زړۀ پوری وه، خوبیاهم داژباړه ئې یوپردریمه ده۔ (ژباړن)
دهغه لوی څښتن په نامه چی ټول پېغمبران ئې رالېږلی په شمول دحضرت عیسی علیه سلام اوخاتم الانبیاءحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم دټول انسانیت لپاره ، اوورسره ئې نازل کړیدی، دلارښونې لپاره رېښتنې کتابونه تورات، زبور، انجیل اوقرانکریم، چی داټول کتابونه دتعمیرانسانیت لپاره پخپل وخت کی یوه نمونه وه، چی ټول منسوخه شوی، تحریف شوی ماسوی دقرانکریم څخه چی ترقیامته پوری به دټول امت لپاره دهدایت ، سوکالۍ، نېکمرغۍ،خوښۍ اوارامۍ سبب وی، چی په دې کی هیڅ شک اوترددنشته۔ زه دالیکنه څه اوږدومه داځکه چی لومړی زه ولوی څښتن ته شکراداءکوم چی په اسلام ئې مشرفه اودهدایت زانګوته ئې واچلومه ، اودوهم داچی زه ددې لیکنې پرهرتوری دلوی خدای جل جلاله څخه ثواب غواړم، اوداثواب زه پرځمکه نه غواړم بلکه په اسمانوکی ئې غواړم چی دقیامت په ورځ راته په ښه راشی، ماخپله داکیسه دیوه کتاب په بڼه هم چاپ کړیدی، چی سرلیک ئې دی (کوم دین؟؟؟ اسلام که عیسایت؟؟؟)لکه څرنګه چی پرانټرنیټ باندی زیات مینوال ډېراوږده مضامین نه خوښوی نوماډېرکوښښ وکی چی داخپله رېښتنې کیسه په څولنډوفقرواوجملوکی راونغاړم۔

زه د(7) کلونوومه چی پلارمی ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، زماروزنه یواځی زمادموراوخاله په لاسی کې شوه، د(12) کلونوپه عمرباندی چی زه هغه مهال ومکتب ته تلمه مورمی دسرطان دناروغۍ له کبله خپله ساپه روغتون کی چی یوه میاشت داخله وه ورکړه، زمایواځنۍ پالونکې زماخاله شوه؛ خاله می ډېره هوښیاره، مخلصه، زړۀ سواندې اوپوهه مېرمن وه، خوژوندورسره وفاونکړه اوزه په پوهنتون کی ومه او(18)کلو اوڅومیاشتوته می عمررسېدلې وو، چی خاله می هم ددې نړۍ څخه وکوچیده، دهغه وخت بدې خاطرې، افسوس، اوکړاونه دویلونه دی اونه هم غواړم چی رڼاورباندی واچوم؛ زه بې سرپرسته، بې پالونکی اوبې مشره پاته شومه، ژوندراته ډېرستونځمن شو، چی ملګرې می هم درلودل خوځمکې راته کوم ځای نه راکاوه، اوڅوواره می داتکل وکی چی خپل ځان ووژنمه خولوی څښتن می داجل فیصله نه وه کړی۔ څرنګه چی په پوهنتون کی (95) په سلوکی عیسایان وه، که شاګردان وه، که استادان وه، اوکه نورخلک نوځکه دعیسایت څخه ماسوی بل هیڅ شی نه وو، وموږته (بایبل) درسېده، د پوهنتون مربوط مویوه کلیسا هم درلوده چی مشری ئې (Pastor John) پاسټرجان کوله دې دښه زړۀ خاوندخومتعصب وو، دتوراوسپین فرق ئې کاوه، دبډایه اومسکین فرق ئۍ کاوه، دبې وزلې اوزورورتوپیر ئې کاوه اوداسی نور۔۔۔خوزماسره ډېرښه وو په ده کی یوه بله کمزوری هم وه چی دی (Gay Man) یعنی دی همجنس پرسته وو، واده ئې نه درلوی اودلواطت سره ئې زښته زیاته مینه وه، داپه عیسایت اوکلیساکی یوه عادی خبره ده، اونورخلک ئې هم ودې ته رابلل، نوځکه مادده په غوښتنه خپل ځان وInternational Catholic Association)) یعنی دکاتولیکوعیسایانوبین المللی موسسسې ته وسپاره، داموسسه په ټوله نړۍ کی ښاخونه لری چی په مخلتفوهیوادوکی په مختلفوبڼوسره ځان ښکاره کوی، مطلب می ددې غړیتوب څخه دادی چی یوسرپرست ومومم، څه امتیازپیداکاندم، څه اقتصادی حالت می ښه شی، دژوندڅه کړاوونه می لیری شی، دخپل دین عیسایت چوپړوکړم چی داخرت توښه می شی؛ ددې موسسې لومړنی سمینارونه پیل شول دهغوغړولپاره چی نوی جذب شوی وه، اووموږته د (Bible Professors) دبایبل دپروفیسرانوله خواڅخه ښونه اوروزنه راکول کېده اودابه ئې ویل چی بایدداکوښښ وکړی چی اسلام له ریښوڅخه وباسی، چی په دې پروفیسرانوکی یو(D.D.Josuf) وو، چی دالهیاتوپروفیسرووو (Doctor of Divinity) ،وو، ده ډېرټینګاراواسرارپه دې باندی کاوه، اوددې موخودترسره کیدلولپاره ئې وموږته دپنځولاروچاروتربیت راکول کېده:

1: دتبلیغ برخه : 
چی په دې سره موږداسی خپله دځانه خرافات، کېسې، دعیاشۍ ناولونه، انځورورنه، دبایبل تفسیر(دکوچنیانودپاره په بېل شکل،دځوانانولپاره بېل اودپاخه عمردخلکولپاره بېل، دتعلیم یافته لپاره په یوه بڼه اودبې سوادولپاره په بله بڼه) ، ژباړه اوداسی نورڅه لیکل اوبیامووخلکوته ویل ، چی ددې خرافاتوپروېشلوباندی مووخلکوته امتیازونه اوڅه شی هم ورکاوه، ترڅودخلکوپرعیسایات باندی ښه یقین راشی ؛ واسلام ته بدویل ، وقران ته بدویل، وحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ته بدویل چی زیاته ونډه پکښې رسنیواخیسته دپیسوپه بدل کی دازموږورځنی کاراوروزګاروودقران اواسلام په نامه به موکتابونه چاپول اویابه موویب سایټونه جوړول ترڅوچی مسلمانان ښه ګمراه شی۔(لوی الله جل جلاله دی مومعاف کړی)

2: دخلکوجذبول: 
چی موږبه داسی خواږه اوپه زړۀ پوری الفاظ اوکلمات استعمالول چی هرچابه دافکرکاوه چی په دې توروکی څه جادونغښتی دی، خویواځی دالاره نه وه بلکه نوری لاری هم راته وې، اوهغه داچی وخلکوته به موپېسې ورکولې ترڅوعیسایت خپورکړی، تحفې به موورته ورکولې، ښه وظیفه به موورکړل، اوهغه مسلمان ځوانان چی به پرنوی ځوانۍ باندی راغلې وه نووهغوته موخپل ناموس هبه کړ، اودنامعلومه وخته پوری به موخپل ځانونه ورته وسپارل، که په لنډوکی درته ووایم په یوه نه یوه بڼه سره مودوی جلبول اوددوی دعیسایی کېدوکوښښ موکاوه۔۔(لوی الله جل جلاله دی مومعاف کړی)

3: دمؤسسوله لارې دخلکوکړاوونه حل کول: 
ویوې خوارې سیمې ته ورتلو(دبېلګې په ډول سره افریقا، داسیاځینې غریب ملکونه،)، داځکه چی زموږښکاربه همېشه په خواروعلاقوکی وو، چی ترډېرې اندازې پکښې کامیابه هم وو، اووهغوته موویل چی موږصرف دبشریت دچوپړلپاره راغلی یو، تاسی چی هرڅوک یاست، دهرقوم یاست، دهرمذهب سره تړاولری اودهرې سیمې یاست دا وموږته داکوم ارزښت نه لری، اوداپوښتنه به موورڅخه کول چی څه بنیادی اړتیاوې لری؟؟؟ دبېلګې په ډول سره وپاکواوبوته، ومکتب ته، وبرېښناته، وروغتون ته، ودرملتون ته، وسړک ته، ونیالګوته، وجاموته، اوداسی نورواړینوتوکوته ؛ چی دازموږبله تلکه وه، چی خلک موپه اعتمادکی اخیستل اوموږبیاوخپلو موخوته ځانونه رسول۔
4: دنورومذهبونوپه ځانګړې ډول سره داسلام نفوذ کمول: 
اودخلکوورسره کرکه پیداکول، په دې ښاخ کی موږداسی خلک درلودل چی له اره (اصل) عیسایان وو، خوموږڅه داسی روزلی و، چی په ښکاره مسلمانان ښکاره کیده، دداسی خلکوټول مصرف که دسفروو، که دکوروو، که دروغتیاوو، اوداسی نورموږورکاوه، موږبه ددې خلکوسره همېشه په تماس کی وو، ددې خلکوژوندپه همدې مؤسسې پوری تړاودرلودی، دهغودنده داوه چی داسلام اومسلمانانوترمینځ واټن پیداکاندی، اویاکه یوښه مسلمان وی هغه په یوه نامه سره وخلکوته په مرموزشکل سره بدنام کړی، اودقومونو، مذهبونواوخلکوترمینځ بې اعتمادی راولی، اوخلک داسلام پرضدراوپاروی، دبېلګې په ډول سره په (1998) کال دجنوری پر (5) دهندوانوپه یوه عبادت خانه کی (مندر) کی زموږیوکس چی د (Black Water) بلېک واټر روزلی وو، دوختی بم له کبله دوه هندوان ووژل اوپنځه ئې نورټپیان کړل، اودعبادت خانې ښایست تقریباپه پوره ډول سره له مینځه ولاړی موږهلته ورسیدو اوودوی ته مووویل چی دا(تروریزم ) دی اودادمسلمانانوکاردی، چی په پایله کی هندوانودمسلمانانوپرنژدې مسجدباندی یرغل ورکی چی مسجد شهید درې مسلمانان شهیدان اولس تنه سخت زخمیان شول، موږوخت پیداکی اودوخت څخه په استفادې سره مو(500) نوی غړی جذب کړل اوپه پوره اعتمادکی موواخیستل اووهندوانوته مه وویل چی موږاوتاسی بایدپه ګډه سره کاروکواوداسلام ریښې به باسواوداسی نور۔۔۔ چی داکارونه موږزیات په هندوستان، نیپال، بنګلدېش، تبت ،سرلنکااودنړۍپه نوروسیموکی په کامیابۍ سره کړیدی۔ چی بلېک واټرراسره مله وه۔

5: غیرانسانی اخلاق خپرول، فحاشی، عریانی اوعیاشی: 
ددې موخولپاره موږدډېروشیانواوتاکتیکونوڅخه کاراخیستی، لومړی داچی په کلیساکی به نراوښځې جوړه جوړه کښېناستل، چی زیاتی به زموږروزل شوی انجونې وې اووهرچاته به ئې دمینې غیږورکوله، دزبوردغزلوپرمهال به نراوښځې سره یوځای کېدل، هغه لیکونه چی موږدیوه پروګرام دجوړېدولپاره لېږل پرهغې باندی مودکلیساپه مشوره سره دیوې رقاصی انځورچاپاوه، چی دصلیب نښان به ئې پرسینه باندی ځوړنده وو، په بایبل کی دزنااودشرابوډېرې کېسې شته، موږبه ددې ایاتوپه حواله خلک ودې ته هڅول چی شراب خوړل اویاهم زناکول کوم عیب نه دی، که څه هم په بایبل کی په ځینوځایوکی دزناپه ښکاره ډول سره غندنه شویده، خوموږداکارکاوه، دکرسمس په ورځ به موږوخلکوته وړیاشراب ورکول، ځینوروزل شوی پېغلوبه ځوانان ښکولو، اوحتی دځینوسیموښځې چی به ډېرې په ستر(حجاب ) کی وې وهغوښځوته موپخپل طبعیت سره ورته کالی جوړول اوپه تحفه کی موورکول؛ چی په هغه کالوکی هرڅوک داسی ښکاره کېدی لکه لوڅ چی وی اوپه زرهاووداسی نوروتاکتیکونوڅخه موکاراخیستی دبېلګې په ډول سره په مذهبی مراسموکی موږداسی څه کول چی هغه لکه یوفلم چی وی، اووخلکوته موداسی ویل چی دامذهبی مراسم دی اوداافتخاردی چی بیاهرچاعملی کول۔

ماخپل ټول ژوندوکلیساته وقف کړی وو، اونه می هم غوښتل چی واده هم وکړم اوټوله ورځ به په دې فکرکی وم چی څنګه عیسایت پرمخ ولاړشی، اواسلام څنګه له مینځه ولاړشی؛ ددې کارلپاره زښته خلک ډېروه داځکه چی ددې تنظیم (International Catholic Association) هرغړی داسی تربیه شوی وه چی هرڅوک وای که چوکیداروای، که مامور، که وزیرکه فوځی اوکه هرڅوک وونودبایبل دچوپړلپاره ئې دوې میاشتی ضرورخدمت کاوه اوکه ئې وخت نه درلودای نوبیابه ئې زښته ډېرې روپۍ دشکرانې اوجرمانې په ډول سره وکلیساته رااستولې، هره ورځ هره میاشت اوهرګړی به نوی خلک نوې څهرې اونوې قومونه راتلل اوخدمت به ئې کاوه شپه اوورځ۔

دهمدې مؤسسې له خواڅخه وموږته دادنده راکول شول چی پرمحمدصلی الله علیه وسلم باندی یوکتاب ولیکواوهغه کتاب به داسی وی چی ټول تاریخ اوسیرت به دده وی اوڅه به موږیوڅه شیان ورسره اضافه کړواوبیابه ئې چاپ کړواوکه موپه وس کی وه یوڅه بدبه هم ولیکوچی دازموږښه دنده ده اومهارت هم پکښې لرو، ددې کارلپاره موپنځه ننې،(راهبې) اولس (Monks) مانکس (راهبان)، وټاکل شوه۔

یادونه: (نن)(راهبه) وهغې ښځې ته ویل کیږی چی دنیایی کارونه ئې پرایښی اویواځی ئې ځان وکلیساته وقف کړی وی، او(منک) (راهب) هغه سړی دی چی هغه هم خپل ځان وکلیساته وقف کړی وی اوتارک الدنیاوی۔ (ژباړن)
هرڅوک باید خپل کاروکی، اوترټولوزموږلپاره اړین کاردادی چی تاریخ اسلام اوسیرت النبی صلی الله علیه وسلم پیداکړواوبیاخپل کارپیل کړو، هرچادخپل ځان لپاره کوښښ کاوه داځکه چی پردې باندی وموږته هم دکلیساله لوری اوهم ددې مؤسسې له لورې هرڅه راکول کېدل، امتیاز، پېسې، سفر، مقام اونور۔۔۔زه اوزمایوې ملګرې (Nun-Cynthia Bill) ننې سینتیا بل، سره ملګرې شوو واسلامی کتابتونوته اودکتابوپلورنځیوته ولاړواوپه پایله کی مودادوه کتابونه پیداکړل،
(Muhammad Is The Seal of Prophets) او(Prophet Muhammad And His Lifestyle) یعنی اول کتاب (محمدصلی الله علیه وسلم خاتم الانبیاء دی) اودوهم کتاب (پېغمبرمحمدصلی الله علیه وسلم اودهغه ژوند) په (خاتم الانبیاء) کی دابیان شوی وو، چی حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دټولوپېغمبرانواخیری پېغمبردی اوبل پېغمبرنه راځی اودالهی وحی دروازه بنده شوه، اونورددې دین (اسلام) چلول ددې امت دعلماء کاردی؛ اوداپېغمبریونړیوال پېغمبردی، نه داچی دیوه قوم اویایوې ژبې لپاره دی، داوټول انسانیت ته راغلی دی، برخلاف دمخکنیوپېغمبرانوڅخه، مخکنې پېغمبران چی هرڅه تېرشوی دی دحضرت ادم علیه سلام څخه نېولې ترحضرت محمدمصطفی صلی علیه وسلم پوری هغه ټول پخپلووختونوکی دځانګړو او مشخصو قومو اوعلاقو لپاره وه، دبېلګې په ډول سره حضرت ابراهیم علیه سلام یوځای وو، اوحضرت لوط علیه سلام بل ځای اوپه بله سیمه کی وه، وعادقوم ته یوپېغمبروو، اودثمودوقوم ته بل پېغمبروو، حضرت موسی علیه سلام یواځی وبنی اسرائیلوته وو، حضرت عیسی علیه سلام هم یواځی وبنی اسرائیلوته وو، اوداسی نورچی ډېرپېغمبران واسرائیلوته رالیږل شوی وو، نه دټولوخلکولپاره ؛ ددې کتاب په (23) مخ کی پردې باندی هم ډېرڅه لیکل شوی دی چی دبایبل اوقران دواړوپه تاکیدحضرت عیسی علیه سلام یواځی وبنی اسرائیلو ته رالېږل شوې ووچی دقران کریم اوبایبل دواړوڅه حوالې ئې ورکړې وی۔ دالومړی شک ووچی زماپرعیسایت باندی پیداشو، چی عیسایان وایی چی دانړیوال دین دی اوپه مقدسونسخوکی دپردې وشاته بل شی دی؟؟؟!!!

په دوهم کتاب کی دبنی کریم صلی الله علیه وسلم پرژوندمبارک، سیرت اوصورت باندی رڼااچول شوی وه، اودې خبرې زماروح تازه اووژړاوه، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ډېرساده ژونددرلودی، دکورکارئې کاوه، خپل مبارکې جامې ئې پخپله ګنډلې، خپلې مبارکې څپلۍ ئې پخپله جوړولې، اوڅاروې ئې لوشل، اوداسی نور۔۔۔ داهغه څه دی چی ماپخپل ژوندکی نه واورېدلې اودې څوکرښوپرمادومره اغیزه وکړل چی دسترګوڅخه می بې اختیاره اوښکې وبهیدلې، اوارمان می دادی چی کاش!!! زه په هغه وخت کی ژوندې وای اودده مبارک کالی می پخپلوګوتووینځلې وای، اودده مبارکې څپلې می پخپل لاسوباندی ګنډلې وای اودده مبارک په چوپړکی مړه شوی وای۔ دازمادژونددبدلون دوهمه څپه ده، ددې کتاب په اخری پاڼه (102) کی دلوړې درجې والاپېغمبرانویولړهم خپورشوی وو، چی حضرت عیسی علیه سلام هم پکښې وو، اوس می دمطالعې مخ وبل لوری ته واوښتی اوغواړم چی دامعلومات پیداکاندم چی دحضرت عیسی علیه سلام مقام په اسلام کی څه دی؟؟؟ خوشبختانه زماېوې مسلمانې ملګرې دجنوبی افریقادډربن دښارڅخه دشیخ الاسلام مناظراسلام مرحوم شیخ احمددیدات یوکتاب چی د(Christ In Islam) یعنی عیسی علیه سلام په اسلام کی راولېږه چی د (ای پی سی ای)(IPCI) یعنې (Islamic Propagation Center International) لخواچاپ شوی و، ډېره مرسته ئې زماسره وکړل، چی په هغه کی لیکلی وه چی یومسلمان مسلمان کېداې نشی ترڅوپه دې ایمان ونلری چی حضرت عیسی علیه سلام دالله جل جلاله یولوی پېغمبراوهغه دلوی خدای جل جلاله په امرسره مورزاده ړانده ، دپېس ناروغان، دجذام ناروغان اومړی ژوندی کول اوداسی نور۔۔۔ چی هره کرښه وایم نوپه زړۀ کی بدلون احساس کوم اوزه په دې باندی راضی هم یمه، داځکه چی موږعیسایان خوداسلام څخه بدوړو، دقران څخه بدوړو، اونوځکه پرپېغمبرئې هم بدوایو، نومادافکرکاوه چی مسلمانانوبه څومره وحضرت عیسی علیه سلام ته بدوای، خوزمادتصور برعکس په اسلام کی وحضرت عیسی علیه سلام ته داسی مقام اوحیثیت ورکول شوی ووچی په عیسایت کی ئې نه لری، داځکه چی په اسلام کی ئې مقام اوچت اوریښتنی دی، که یوڅوک دحضرت عیسی علیه سلام اویاهم دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه څوک منکره شی چی دوی پېغمبران نه دی، نوپه اسلام ورته کافرویل کیږی،چی دوی دواړه دیوه خدای جل جلاله رالېږل شوی استازی، اوبندګان وه؛ نوځکه زه دااحساس کوم چی دوی دواړه سره وروڼه دی؛ اوهیڅ فرق ئې نشته ، اوس یوشی زمالپاره ډېراړین دی، چی هغه دبایبل مکمله مطالعه ده اوهغه ایاتونه پیداکړم چی پکښې ویل شویدی چی حضرت عیسی علیه سلام یواځی ویهودوته راغلی دی، دبایبل دمطالعې څخه چی مامخکی ددې تصورهم نه کاوه، داراته جوته شوه، چی عیسایت یونړیوال دین نه دی اوحضرت عیسی علیه سلام پخپل وخت کی یواځی د یعقوب علیه سلام اولادې (اسرائیلو) ته راغلی اوځانګړی وو، نودامریکایانو، دجرمنیانو، انګریزانو، دروسانو یعنی دغیریهودوئې په څه؟؟؟ داعیسایت یواځی دیهودولپاره ووپه هغه وخت کی اوبل هیڅ قوم باید دا دین ونه منی داځکه بایبل وایی:
ـ دغیرقومو(ماسوی له یهودوڅخه) وبل قوم ته مه ځه، اودسامریانووښارته مه داخلیږه ، بلکه واسرائيلوته ولاړشه۔ (متی ـ 10 باب، 5: 7)
ـ دی (حضرت عیسی علیه سلام ) یواځی دیهودوپاچاوو۔ (متی، دویم باب، نذرانی پېش کول: 2)
ـ ای دیهودودمځکی بیت لحم ښاره، ته دیهودوپه لویوښارونوکی هم وړوکی نه ئې ځکه ستانه هم هغه سردارراوځی چی یواځی به زمادخلکو(اسرائيلو) شپون به وی۔ (متی، دویم باب، نذرانی پېش کول: 6)
ـ عیسی یواځی داسرائیلوپاچادی ۔ (یوحنا، اول باب : 49)
ـ (عیسی علیه سلام وخپلوشاګردانوته) وایی: زه روښتیادرته وایم اوپه دې موپوه کوم چی تاسی دبنی اسرائیلوپه ټولوښارونوکی وګرځی یواځی (متی 10 باب: 23)
ـ ای عیسی!!! داسرائیلودپاچهۍ دی مبارک شه!!! (یوحنا، دوولسم باب: 12)
ـ عیسی دیهودودقبېلې څخه دی، اودیهودوزمری دی (مکاشفات، پنځم باب: 3)
ـ یوه ورځ یوه کنعانې ښځه وحضرت عیسی علیه سلام ته راغله اوورته ئې وویل چی زماسره مرسته وکه، پرماباندی بدروح ناست دی، اوپه تکلیف یم، حضرت عیسی علیه سلام وخپلوشاګردانوته راغی اوورته ئې وویل چی دارخصت کی اوپه ماپسې روانه ده؛ اوورته ووایاست چی زه داسرائيلوڅخه ماسوی وبل چاته نه یم راغلی، مګرهغه ښځه بیاراغله اودمرستې غوښتنه وکړل، حضرت عیسی علیه سلام ورته وویل: چی دماشومانو(یهودو)ډوډۍ اخیستل اووسپو(غیریهودو) ته ورکول ښه نه ده۔ (متی؛ ، 15 باب، 26: 27) اوهمدارنګه داکیسه په (مرقوس 7 باب، 24: 30) کی ده
دبایبل په تفسیرکی دپورتنی ایات لاندی دالیکلی وه:
دحضرت عیسی علیه سلام حوراین( شاګردان) ټول یهودان وه، اوپه ټول ژوندکی ئې دیهودوماسوی وبل چاته دعوت نه دی ورکړی اونه هم دیهودودعلاقې څخه وبلې سیمې ته تللی دی، داځکه چی دیهودوڅخه ماسوی نورټول سپی دی۔
داټول دبایبل هغه ایاتونه دی چی داثابتوی چی حضرت عیسی علیه سلام یواځی دیهودودقوم لپاره وو، په ټوله بایبل کی داسی ځای راته په سترګونه شوچی ویل شوی وی چی دانړېوال دین اودهرچالپاره دی، زه په دې ورته حېرانه یمه چی څوک درواغ وایی؟؟؟ بایبل اوکه اوسنی کشیشان، راهبان، اونوردعیسایت مذهبی مشران؟؟؟ زمادایقین دی چی بایبل درواغ نه وایی بلکه دااوسنی راهبان اوکشیشان درواغ وایی اوخلک وځانته جذبوی، په یوه نامه سره اوپه بل نامه سره، خوواقعیت داسی نه دی۔ اووماته چی ډیرزړۀ راته کوچنی اودعیسایت څخه می کرکه وشوه هغه داچی په اخری ایات کی وغیریهودوته سپی ویل شویدی، نوموږسپې لاڅه کووچی په عیسایت پسې ګرځو داځکه چی موږبدیواوحضرت عیسی علیه سلام راڅخه بدوړی، په بایبل کی داثابته شول چی حضرت عیسی علیه سلام یواځی ویهودوته راغلی ووه چی دبایبل دپورتنی ادعاتصدیق قرانکریم هم کوی:
او(یادکړه ای محمده ! هغه وخت) کله چی وویل عیسی ځوی دمریمې داسی چی ای بنی اسرائیلو(اولاده دیعقوبه) بېشکه زه رسول لیږلی شوی دالله یم وتاسی ته( حال داچی) تصدیق کوونکی یم دهغه کتاب چی وړاندی زمادی له تورات څخه۔ (سورت الصف : 6)

که اوس زماڅخه یوڅوک پوښتنه وکی چی ته یوه راهبه وې، اوتاخپل ټول ژوندوکلیساته وقف کړی وو، نوته ولی دبایبل په دې ایاتونه وی خبره؟؟؟
زه په ساده ژبه ورته وایم چی موږپه کلیساکی په هغوایاتوخبروو، یادول مو، اوراته ښه معلوم وه چی زموږپکښې فایده وه، نورپه ټوله نړې زیات کشیشان هم په بایبل پوره خبرنه دی نوځکه چی کله دوی دمسلمانانوسره مناظره کوی مسلمانان دبایبل داسی درسته حواله ورکی چی دوی (عیسایان) ورته حیران اوملامت شی۔ (الحمدلله)
له دې څخه می وروسته داټینګ هوډوکړچی اوس به څرنګه مسلمانه کېږمه؟؟؟ دخپلې ملګرې سره می داخبره شریکه کړه، هغې راسره ومنله خویوه خبره ئې داراته وکړه چی کلیسااوس په موږڅومره پېسې اووخت مصرف کړی دی، اودکلیساټول رازونه زمااوستاپه سینوکی دې، کېدای شی اسلام راوړل زمااوستادمرګ سبب شی، نویوه معقوله لاره به ورته وسنجووو، اوښه طریقه ئې داده چی دمسلمانانوسره په دې اړه مشوره وکړونوز ه یواځی په امریکاکی دمسلمانانووټولنې ته ورغلمه چی مشرئې نه وو اومرستیال ئې چی یوتورپوستی امریکایی وو، ورسره ولیدل هغه ډېرهدایات راته وکړل اولارې ئې راته وښودلې اودائې هم راته وویل چی موږبه رسنیوته خبرورکړو، اوتاسی به داووایاست چی موږپخپله خوښه سره اسلام قبول کړیدی، اوکېدای سی چی عیسایان کوم عکس العمل ونکړی اوکه څه عکس العمل وکی نوستاسوساتنه اوهرڅه زموږدنده ده، چی په نتېجه کی زه اوزماملګرې دواړوایمان راوړی اودشهادت کلم مووویله؛ داسلامی ټولنې اودمسلمانانووروڼودمشورې سره سم به دکلیساترشادټولورازونوڅخه پرده پورته کړو، چی دابه دلومړی ځل لپاره پرانټرنیټ اوبیاپه مجلواوپه دریم ځل دکتابوپه بڼه سره خپاره شی، یوارمان موشته هغه داچی داسلام، دقران اودمسلمانانووروڼودچوپړویاړراپه برخه شی۔
امین

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب