ته ښه اوسه ، هر څه به ښه ووینې !!!

ښځه او خاوند دواړه یوه نوي کلي ته د اوسیدو لپاره انتقال شول . په دوهمه ورځ دوی د سهار چای په څکلو بوخت ول ، چې ښځې د کړکۍ له لارې ګاونډۍ ته پام شو چې په تناب کالي اواروي . سمدلاسه یې وویل :
ـ دا خو پاک نه دي ، دا ښځه نه پوهیږي چې په ښه توګه کالي څنګه وینځل کیږي ؟ کیدای شي چې ښه صابون ته اړتیا ولري .
میړه یې له کړکۍ وکتل خو چپ پاتې شو . او هر ځل چې ګاونډۍ ښځه کالي اواروي نو دا ښځه همدا یوه خبره کوي .
* یوه هفته وروسته ښځه د ګاونډي کور په تناب د پاکو کالیو په لیدو حیرانه شوه ، نو میړه ته یې وویل :
ته وګوره ! زمونږه ګاونډ ښځې زده کړل چې څنګه کالي په سمه توګه وینځل کیږي ، خو نه پوهیږم چې دا به ورته چا ښودلي وي . ؟
نو میړه یې ورته وویل :
– نن سهار وخته له خوبه پاڅیدم او د کور ټولې کړکۍ مې پاکې کړلې !!!
«««»»»
له ژوند سره زمونږه دغه حال دی .
کله چې نورو ته ګورو نو لیدلي شیان مو ټول د هغې کړکۍ د پاکوالي پورې اړه لري چې مونږ یې د هغې له لارې نورو ته ګورو .
نو : ته ښه اوسه ، هر څه به ښه ووینې !

ـــــــــــــــــــــــ
ژباړه : عبدالله دانشیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب