له شین چای سره غوره روغتیا تجربه کړئ

له شین چای سره غوره روغتیا تجربه کړئ

شین چای له پورتنیو ګټو سربیره په بدن کې اضافي غوړ او وزن له منځه وړي او اعصاب تقویه کوي. دغه مشروب تبې له منځه وړلو کې هم مهم رول لوبوي او انسان له ژور خپګان څخه ژغورلی شي.

– د یوې څیړنې پر بنسټ هغه ښځې چې د ورځې پنځه ګیلاسه شین چای څښي په هغوي کې د زړه د حملې له امله د مړینې کچه نسبت هغو ته چې د ورځې یو ګیلاس څښي ډیره ټیټه وي.

– په شین چای کې شته پولیفینول نومې مواد د قندي موادو تجزیه کوونکي انزایمونو مخه نیسي. شین چای له کوم زیان پرته کولی شي د انسان د بدن اضافي وزن کم کړي.

– د شین چای په پاڼو کې شته ځینې ګټور روغتیايي مواد د میکروب ضد خواص لري او د غاښونو له هر ډول ناروغۍ څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

– په ورځنۍ ډول له نیم څخه تر ۵ ګیلاسه چای د وینې د فشار لوړیدو خطر ۴۶ سلنه کمولی شي.

– دغه مشروب د شکر او ګردې له مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي. شین چای د امیلاز انزایم او کولمو له کنټرولو سره کوم چې د نشایسته لروونکي موادو مسؤلیت په غاړه لري د شکر ناروغۍ کنټرولوي.

پام کوئ چې په شین چای کې شته کیفین نومې موادو له اندازې زیات استعمال په ځینې خلکو کې د غصې، خوب کموالی او ناارامۍ لامل ګرځي. هغه کسان چې د سترګو په ناروغیو اخته دي باید د شین چای له استعمال څخه ځان وساتي.

نن ټکی اسیا 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب