د ابوذر غفاري رضي الله عنه کړاوونه

ابن عباس رضي الله عنه  وايي: ابوذرغفاري رضي الله عنه  چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له پيغمرۍ خبر شو خپل يو ورور يې مکې ته وليږه چې حال يې راوړي، هغه ورغى د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په مجلس کې کښيناست خبرې يې واوريدې بيرته ابوذرغفاري رضي الله عنه  ته ورغى ويل هغه د ښو اخلاقو لارښوونه کوله او يو شعري کلام يې اوراوه، ابوذر ورته وويل: ما چې څه غوښتل هغه دې را نه وړل؛ نو پخپله روان شو مکې ته چې ورسيد په مسجد حرام کې کې يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پلټنه وکړه؛ خو دا چې هغه  صلی الله عليه وسلم  يې نه پيژانده نوبيايې نه موند اودايې هم ښه نه گڼل چې له چا نه پوښتنه وکړي، ټوله ورځ وگرځيد چې ماښام شو د مسجد حرام په يو کونج کې يې خپلې بسترې ته ډډه ووهله، دمگړى  علي رضي الله عنه  راغى چې ويې کتل پوه شو چې د بل وطن مساپر دى؛ نوځان سره يې کورته بوت او پوښتنه يې ترې ونه کړه چې په څه موخه راغلى يې نه هم ابو ذر ورته څه وويل، چې سهار شو رخصت يې کړ ابوذر بيا مسجدحرام ته ورغى او ټوله ورځ يې تيره کړه؛ خو رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې بيا نه موند ماښام بيا علي  رضي الله عنه  هماغه ځاى ته ورغى گوري چې هماغه ميلمه بيا ناست دى ويل داسړى تراوسه خپلې موخې ته نه دى رسيدلى؟ نوبيايې له ځان سره بوت او داځل يې هم پوښتنه ترې و نه کړه، په دريمه شپه يې بيا راوست؛ نوداځل يې له ډوډۍ خوړلو وروسته پوښتنه ترې وکړه چې وروره! که راته ووايي چې دڅه له پاره راغلى يې؟ ابوذر ورته وويل: په دې شرط درته وايم چې رښتيا به راته وايې اولاره به راښيې،  علي  رضي الله عنه  ورته وويل: سمه ده، ابو ذر ورته وويل: زه خبر شوى يم چې په مکه کې يو رسول الله صلی الله عليه وسلم  پيداشوى دى؟  علي رضي الله عنه  ورته وويل: هو! دا خبره رښتيا ده او هغه د الله پاک  ريښتونى پيغمبر دى چې سهار شي داسې به وکړو چې زه به مخکې يم او ته به را پسې يې ور به دې ولم؛ خوگوره که ما په لاره څه خطرليد زه به درنه د جوابچي به پلمه څنگ ته کيږم؛ خوته وړاندې ځه بيا چې زه کوم کورته ننوځم ته هم هلته راځه، سهاريې په همدې ډول ابوذر رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وروست، نوموړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  خبرې واوريدې سمدلاسه مسلمان شو، دڅه وخت تيرولو وورسته رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: اوس نو لاړ شه خپل قوم ته دغه ټولې خبرې ور ورسوه او بيا چې زه حال درکړم را به شې! ابوذر رضي الله عنه  وويل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په قبضه کې دى! زه به د ټولو کافرانو په وړاندې د اسلام اعلان کوم، را ووت اوپه مسجد حرام کې يې په لوړغږ د شهادت کلمه وويله، مشرکانو چې دا غږ واوريد پرې را ټول شول را څېملاوه او ډير سخت يې وډباوه.

 عباس رضي الله عنه  چې وليد ورمنډه يې کړه ځان يې پرې واچاوه ويل خداى مو ووهه ! تاسو خبرنه ياست چې دادهغه قبيلې (غفار) سړى دى چې تاسويې په لاره شام ته تجارتي قافلې تيروئ؟ ابوذر رضي الله عنه  يې راپورته کړ اوله ځان سره يې بوت، سباچې عباس  رضي الله عنه  بيا مسجد حرام ته راغى گوري چې کافران بيا په ابوذر  رضي الله عنه  را ټول دي او وهي يې؛ نوبيا يې ترې خلاص کړ.

د صحابه وو ژوند- ليکوال: مولنامحمد يوسف کاندهلوي رحمه الله/ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب