د وينې لږوالي (کم خونۍ) سببونه اونښي نښانې

د نړی وال روغتیاسازمان دراپور پراساس ددنیا نفوس ٪۳۰ فیصده اوپه ښځینه وو کی ۱/۳  دکم خونی اټکل شویددی.

په کم خونی کی   مهم د وینی سره حجری یا سره کرویات دی چه وظیفه یی  دتازه اکسجن او تازه  هوا رسول دبدن ټولوبرخوته اوپه مقابل کی دبدن دغړوڅخه ککړه هوا یا کاربن ډای اوکساید راټولول اودجګر(شش)په واسطه دخولی دلاری خارجول دی.

کله چه دوینی مقدار یا ددغه سروحجرومقدار راکم شی نو دانسان په وجودکی مختلفی نښی نښانی ورکوی چه نښی نښانی   یی په لاندی ډول دی

دکم خونی نښی نښانی:
ـ دپوستکی رنګ یی پیکه سپیره وی
ـ دسترګو رنګ یی لږ ژړوالی لری
ـ کله کله سپکه تبه اوسستی ورسره وی
ـ دنوکانوشکل یی دکاچوغی په شکل  وی
ـ سپک سرچرخی اودسردرد ورسره وی
ـ دحرکت په وخت کی دزړه ضربان ورسره وی
ـ خستګی اوبی اشتها یی ورسره وی
ـ دلږکارپه کولوسره دستړیا حس ورپیداکیږی

دکم خونی دپیدا کیدو اصل میکا نیزم دادی چه یا دوجوڅخه وینه ضایع شی یا په وجود کی دسرحجراتو په تولید کی کمښت راشی یا داسی وی چه په وجودکی دسروحجروپه مصرف کی زیاتوالی راشی چه دا دری سره حالتونه مختلف سببونه لری چه لاندی ډول دی

دکم خونی مختلف سببونه:
ـ دوجود دداوسپنی کموالی
ـ دوجوڅخه وینه تلل
ـ دکلمو اومعدی زخمونه
ـ بوسرا مریضی
ـ دمعدی او کلمو سرطان
ـ دوینی سرطان
ـ درګومریضی
ـ پرازیټ او میکروبونه
ـ حامله توب،طی اوشیدی ورکول
ـ دحیض په مرحله کی دوینی ضایع کول
ـ داوږده وخت لپاره دپښتورګی(ګردو)مریضی
ـ زیاته وینه ورکونکی خلګ
ـ دسږی یا شش مریضی
ـ سرطان یا کنسر
ـ دهډوکی مریضی
ـ دایډز مریضی
ـ عملیات یا جراحی
ـ بی کیفیته غذاګانی خوړل

دکم خونی تشخیص:
دکم خونی تشخیص ساده اواسانه دی خو دکم خونی سبب پیداکول په وجودکی لږ مشکل کاردی .دکم خونی تشخیص کی دهیموګلوبین او دهیماتوکریت دمقدارچخه استفاه کیږی اودډاکتر له طرفه تفصیل کیږی.

دکم خونی تداوی:
دکم خونی تداوی لپاره مختلفی دواګانی سته خو دلیکولوڅخه یی تیریږم خوهغه غذاګانی چه دکم خونی لپاره ګټوری دی په لاندی ډول دی
ـ سره غوښه
ـ دچرګ غوښه
ـ هګی
ـ ماهی
ـ دغنمو ډوډی
ـ وچ (خشک) کشمش
ـ وچ (خشک) زردالو
ـ بادام
ـ پلی
ـ جوز
ـ سره لوبیا
ـ ینه (جګر)
ـ پالک

لیکنه: داکتر عبدالصمد نظری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب