رادار څه شی دی او څه ډول کار کوي؟

درادار کلمه دهغو کلمو له اولنيو ټکو څخه اخيستل شوې ده ، چې په انګرېزي ژبه کې ( دراديو يي څپو دکشف او د هغې دتنظيمولو ) په مانا راځي .

رادار يوه الکترونيکي (برقي) دستګاه ده ، چې دهغې په وسيله انسان کولای شي د يو جسم فاصله ، چې زموږ نه لرې واقع وي ، ريډيا يي اوناپ کړي .

دا وسيله کولای شي په نامناسبو شراېطو کې لکه ګرد ، غبار ، لوګی ، واوره ، باران ، توپان او نورو کې کار وکړي . همدارنګه کولای شي چې دالوتنې په حال کې الوتکې ريډيايي او دهغې فاصله او سرعت وښيي ، ځکه نو رادار دالوتکو دکنټرول او رهبري کولو لپاره کارول کېږي . رادار داواز دانعکاس په اساس عمل کوي .

صوتي امواج له يو مانع سره په لګېدو انعکاس پيدا کوي . په همدې ډول راډيويي څپې چې الکترو مقناطيسي امواج دي هم چې کله دخپل مسير په لاره کې له کوم مانع سره ولګېږي ، نومنعکس کېږي . دراډيويي امواجو دغه ډول ځانګړتيا پوهانو په ۱۹۳۰ ع کې کشف کړه .

له همدغه خصوصيت نه په ګټې اخيستو سره په ۱۹۳۵ ع کال کې په امرېکا کې درادار پنځه مرکزونه تاسيس شول .

درادار په برخه کې پراختيا ددويمې نړيوالې جګړې په مهال رامنځ ته شوه . دغه پرمختګ ددښمن په بم غورځونې په ريډيا يي کولو کې ډېره مرسته وکړه . له هغه وخت تراوسه پورې بېلابېل رادارونه جوړ شول . نن ورځ داسې رادارونو شتون موندلی ، چې دبې پيلوټه فضايي بېړۍ په کنټرولولو او رهبري کولو کې ورڅخه استفاده کېږي .

رادار د آب وهوا او جوی حالاتو په اړه هم داړتيا وړ اطلاعات او معلومات دانسان په واک کې ورکوي . آيا په دې پوهېدلي ياست .

چې رادار څنګه کار کوي؟ رادار له راډيويي څپو نه کار اخلي کټ مټ داسې لکه د راډيويي خپرونو ، خو هغه راډيويي امواج چې په رادار کې ورنه استفاده کېږي ، دلوړو فرکوانسونو لرونکی دی اوهغوی ته مايکرو ويو يانې کوچني امواج وايي . ددغو څپو سرعت د نور له سرعت سره   ۳ x۱۰  يو برابر دی . يعنې

په يوه ثانيه کې درادار مرکز يو لېږدونکی لري ، چې راډيويي امواج دانتن په مرسته دجسم خوا ته لېږدوي . همداراز يو آخذه لرونکې آله هم لري ، چې منعکس شوي راډيويي امواج رانيسي .

دا آخذه يو صفحه هم لري ، چې په فضا کې دجسم موقعيت ښيي .

رادار په اتو ماتيک تجهيزاتو سنبال وي ، چې ټول اړونده عمليات ترسره کوي . پخوا رادار ډېر غټ جوړ شوی و ، خو اوس دومره کوچنی رادار جوړ شوی دی ، چې دلاس په ورغوي کې هم ځايېږي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب