آیا د نوح ع او لوط ع مېرمنو د زنا مرتکب شوي و؟

يوه مهمه مسئله:

کله انسان ته داسې سوال پيدا کيږي چي دپيغمبر ښځي څنګه دخپل خاوند سره خيانت کړى دئ؟ ايا دا د زنا په جرم مرتکبه سوې ده؟ که دپيغمبر ښځي زنا نه وي کړې نو الله جل جلاله  څنګه د نوح علیه السلام  او لوط علیه السلام  دمېرمنو په اړه فرمايي : چي دوى دخپلو خاوندانو سره چي نېکان وه خيانت وکړ؟ دا نو څنګه خيانت وو؟
جواب دادئ :دايوه ناممکنه خبره ده چي د انبياؤ علیهم السلام  ښځو دي زنا کړې وي ځکه الله جل جلاله  خپل پيغمبران علیهم السلام  د پليتيو څخه ساتي ، هيڅکله الله جل جلاله  نه غواړي چي دپيغمبر مېرمن دي په زنا او فحش لاس پوري کړي ځکه که داسي سي نو د پيغمبرانو علیهم السلام عزت او درنښت ته به تاوان ورسيږي همدا وجه ده چي ابن عباس رضي الله عنه  فرمايي : د پيغمبر ښځي هيڅکله ګناه نه ده کړې . او همدا د سلفو او خلفو علماؤ مذهب دئ.
الله جل جلاله  چي ددوى په اړه خيانت فرمايلى دئ هغه کفر دئ چي دوى په پټه کړى وو ، زنا يې نه ده کړې او نه الله جل جلاله  د پيغمبر مېرمني ته ددې توانايي ورکوي چي زنا دي وکړي ځکه الله جل جلاله  خپل پيغمبران په خپله ساتنه کي ساتي . الله جل جلاله  په دې اړه فرمايي:
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَةَ نُوحٍ وَامْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ . سورة تحريم الاية ١٠
ژباړه : الله جل جلاله  کافرانو ته دنوح علیه السلام  او لوط علیه السلام  دمېرمنو مثال بيانوي چي دوى زموږ ددوو نېکانو بندګانو په نکاح کي وې نو دوى خيانت وکړ (په پټه کافراني وې) نو  دوى يې د الله جل جلاله  د لوري څخه هيڅ بسنه نه وکړه او دوى ته وويل سوه : دنورو دوزخيانو سره عذاب ته داخلي سي.
الله جل جلاله  چي په دغه ايت کي دخيانت يادوني کړې ده مراد ځني هغه خيانت دئ چي په دين کي دئ يعني دوى دخپلو خاوندانو سره خيانت وکړى يعني په پټه يې دخاوندانو څخه جلا دين اختيار کړى وو. ددې خيانت څخه زنا نه ده مراد . که څوک په دې اړه نوري خبري کوي يعني زنا ځني اراده کوي هغه کس په لويه خطا کي دئ. البداية والنهاية ج : ١ ص : ٨٢
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
مأخذ: د نبوت او انبیاوو علیه السلام تاریخ
ژباړه: مفتي  عبدالهادي حماد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب