دا ټول انسانان ولې يو ډول نه دي؟

  • یاره دا ټول انسانان ولي يو ډول نه دي؟ ولي په قومونو او فرقو ویشل شوي دي؟ که دا فرقي او دا قومونه نه وايي اوس به د انسانانو تر منځ دا اختلافات نه واي. انسانان ټول د بني ادم له ذاته دي یعني ټول له یوه ذاته پیدا شوي دي نو دا تور او سپین بیا ولي پکي پیدا شول؟ زه د خداي خلقت ته حیران یم چي ولي یی ددي اختلافاتو د له منځه وړلو له پاره ټول انسانان یو رنګ، یوه فرقه او یو قوم نه کول؟ د خداي خو هر څه په وس پوره ده او کولاي یی شول چي ټول انسانان یو شان کړي.
  • ته ښه وايي، او ښه فکر دي کړي دي خو ځينو خبر ته دي لا پام نه دي.
  • څنګه مي پام نه دي؟
  • موږ باید په قران کي کي فکر وکړو که څه ملایان په قران کي ټول راغلي شیان موږ ته نه وايي.
  • څنګه نه وايي؟
  • نه پوهیږم، خو نه يي وايي شاید ګټي یي په خطر کي ولویږي. خیر په دي خبرو پسي به نه ګرزو بیا به بل وخت ورباندي بحث وکړو. که قران ته فکر وکړو ددي خبري له پاره چي ولي ټول انسانان یو ډول نه دي ډیر ښه او معقول ځواب لري. ( يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبيرٌ ). یعني خداي تاسو له یوه ذات (یوه نر او ښځي) څخه پیدا کړي یاست بیا یی په قومونو او قبیلو ویشلي یاست.
    د څه له پاره يي ویشلي یاست؟
    ددي له پاره چي یو بل سره وپیژني. دلته ډیره لویه خبره پرته ده. راشه چي په یو مثال کي یي درته واضح کړم. د مثال په توګه زما نوم اکبر دي او ستا نوم احمد دي د هغه ورور نوم سمسور دي او د هغه بل نوم حمید دي او داسي هر سړي یو نوم لري. راشه فکر وکړه که د ټولو خلکو نومونه اکبر واي او ستا په خبره ټول خلک یو شان واي نو څه فکر کوي چي زه به له تا څخه ورک نه وم؟ او زما پیدا کول به ستا له پاره نا ممکن نه واي؟ ځکه د ټولو نومونه به اکبر واي او تا به زما او د بل کس ترمنځ چي هغه به هم اکبر نومیده توپیر نه شواي کولاي. اوس که دوه دري کسه پیدا شي چي هر یو يي اکبر نومیږي نو بیا مو قومونه سره جدا دي، رنګونه مو فرق کوي او په دي ډول د خداي د کلام مطابق موږ سره پیژنو او ښه سره پیژنو.
    خداي په قران کي فرمايي: ( وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ ) زما له ایتونو څخه ستاسو د رنګونو او ژبو اختلاف دي. دلته که سړي فکر وکړي په هر رنګ کي د خداي نښآني ښکاري او هره ژبه د خداي یو ښکاره ایات دي. دا اختلافات او رنګونه ژوند ته نوي رنګ او خوند ورکوي او ژوند له یو رنګتوب (یکنواختي) څخه وباسي. د انسان داسي طبیعت دي چي له تکراري او یو ډول شیانو څخه يي ، که هر ډول ښه شیان هم وي، زړه توریږي. دا د خداي د مخلوق مختلف رنګونه او ډولونه ، مختلفي ژبي او ږغونه، مختلفي سترګي او مخونه ټول انسانانو ته نوي شیان دي او هر ورځ دوي ته نوي امیدونه وربخښي. ته فکر وکړه که انسانان ټول یو ډول واي نو بیا د ژوند اصلي بنسټ به چي مینه ده له کومه شوي واي، همدا د رنګونو اختلاف دي چي مینه زیږوي.
  • هاهاها د عاشوقي خواته به نه ځو چي دلته مینه کول ګناه ګڼل کیږي. یو عمومي فورمول باید زده کړو هغه دا چي په دي دونیا کي دوه ډول انسانان ژوند کوي:
    • ښه انسانان: هغه انسانان دي چي تل په د ي هڅه کي دي چي د خداي مخلوق ته ګټه ورسوي، له خلکو سره ښه وکړي او هیڅکله يي چاته بد نه رسیږي. هغوي هیڅکله د انسانانو تر منځ اختلافاتو او کرکي ته لمن نه وهي. هغوي مینه ترویجوي او د خداي دمخلوق خدمت ورته عبادت دي.
    • بد انسانان : هغه انسانان دي چي د خپلي ګټي او موقف په خاطر د خداي د مخلوق تر منځ اختلافاتو او کرکي ته لمن وهي. خپله یوه روپی ګټه د بل تر یو میلیون تاوان ورته مهمه ښکاري او دا کسان د وخت زامن دي (ابن الوقت) او لکه موسم بدلوي رنګ دلبره.
  • نور ویش او اختلافات که د انسانانو تر منځ موجود وي هغه به یوازي او یوازي د پیژندلو او معرفت په خاطر وي.

محمداکبر پیمان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب