کیله مو له مهلکو ناروغیو ژغوري!

ساینس او صحت په اړه د خپاره شوي راپور پر بنسټ کیله د انرژي او ځواک لاسته راوړلو مهمه وسیله ده؛ ځکه چې د دوه کیلو خوړل يې انسان بدن ته د ۹۰ دقیقو لپاره انرژي ورکوي.

په کیله کې درې ډوله خواږه مواد سکروز، فرکټوز او ګلوکوز سربیره فایبر هم موجود دي.

کیله انسان ته عاجله انرژي ورکولو سربیره خپګان سره د مبارزې توان هم ورکوي. کیله کې ټرایپتوفین نومې پروټین موجود دی چې انسان ته ارامتیا وربښي.

دغه میوه کې اوسپنه هم شته چې د هیموګلوبین ډیر تولیدولو کې مرسته کوي او لږ خوب ناروغي په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي.

کیلې کې موجود پوتاشیم د وینې لوړ فشار کنټرولوي او د فلج ناروغۍ په مقابل کې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړيکوي.

 

د ښوونکي لارښود کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب