شين چای د خولې سرطان په مخنيوي کې مرسته کوي

طبي کارپوهان وايي، چې شين چای د خولې سرطان په مخنيوي کې رغنده رول لري.

د امريکا طبي ژورنال «ماليکيولر نيوټريشن اينډ فوډ ريسرچ» په خپله تازه ګڼه کې د يو نوي تحقيق له مخې ليکلي، چې شين چای کې داسې مواد موجود دي، چې د هغو عواملو په له منځه وړلو کې مرسته کوي، چې د خولې د سرطان لامل کيږي.

په څېړنه کې ويل شوي، چې شنه چای کې «ای جي سي جي» په نوم داسې مواد موجود دي، چې د بدن عام حجراتو ته زيان نه اړوي، مګر د کينسر حجرات له منځه وړي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې شين چای ولې او څنګه يوازې د سرطان حجرات له منځه وړي.

په دغه طبي څېړنه کې راغلي، چې سرطان په لومړيو وختونو کې مرګونی نه وي، بلکې د وخت په تېرېدو، چې درېيمې او څلورمې درجې ته رسيږي، نو د مريض روغتيايي حالت خرابيږی او دغه مهال ناروغ له خوراکه هم لويږي، ځکه چې د کمزوري بدن له امله هر ډول خواړه نه شي هضمولی.

په څېړنه کې راغلي، چې محققينو پر حيواناتو څېړنې کړي او اوس دغه تجربې پر انسانانو کوي او ډاکټران هيله من دي، چې د سرطان د له منځه وړلو لپاره به يوه کامیابه درملنه پيدا کړي.

څېړنه کې دا هم راغلي د سرطان د درملو ډېر زيات منفي اغېزې هم وي، مګر د شين چای هيڅ ډول منفي اغېزې نه شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب