کیله او مڼه مو د زړه له حملې او فلج څخه ژغوري

په انګلینډ کې ترسره شوې یوې څیړنې کې ثابته شوې چې په ورځنی ډول یوه مڼه او یا کیله انسان د زړه له حملې یا فلج له امله مړینې څخه ژغوري.

د اکسفورډ پوهنتون په دغې څیړنې کې ویل شوی چې په ورځنی ډول یوه مڼه او یا کیله د وینې په شریانونو کې د ځینو ستونزو له امله د پیښوودونکو ناروغیو او د دغو ناروغیو له امله د مړینې خطر تر ۳۰ سلنه کموي.

په دغې څیړنې کې ویل شوی چې مڼه او کیله باید تازه وخوړل شي ځکه چې د پروسېس شوو میوو او خوړو اصلي روغتیايي ګټې له منځه ځي.

د دغې څیړنې لپاره تقریبا د ۵۰۰۰۰۰ چینايي ځوانانو غذايي عادت تر څیړنې لاندې ونیول شو. د دې څیړنې لپاره ځکه چینایان انتخاب شول چې هغوي میوه نه خوښوي او په ورځنی ډول يي ډیر لږ استعمالوي.

د څیړنې پر بنسټ په دغو میوو کې په زیاته اندازه پوتاشیم، فایبر، انټي اکسیدنټ او نور ګټور مواد شتون لري خو تر دې دمه معلومه نه ده چې مڼه او کیله څنګه د زړه او فلج د مهلکو ناروغیو مخه نیسي.

your ads

څیړوونکو خلکو ته مشوره ورکړې چې هغه کسان کوم چې د میوه خوړلو عادت لري په هغوي کې د زړه او فلج ناروغیو خطر ډیر لږ وي نو له همدې امله په ورځنی ډول د یو ځانګړې میوې خوړل باید عادت وګرځول شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب