که لږ خوب کوئ، نو د عصبي ناروغیو یلغار ته ټینګ شئ!

په ټوله اروپا کي د خوب پر کموالي شو‎ی تحقیق ښیي چي د خوب کموالی د عصبي ناروغیو سبب ګرځي.
په اروپا کې شوی تحقیق د ۱۴۷ کسانو چي عمرونه یي د ۲۰ او ۸۴ کلونو تر منځ و دماغي حالت او د خوب دورانیه وڅیړله او د تحقیق په جریان کي د هر کس د اعصابو دوه سټي سکنونه هم وویستل شول.

لومړی سټي سکن د تحقیق لاندې کس څخه د خوب اهمیت او دورانیه په اړه تر پوښتنو وروسته وویستل شو او دویم سټي سکن بیا درې نیم کاله وروسته د نتیجې د معلومولو لپاره وویستل شو.
له تحقیق څخه معلومه شوه چي ۳۵٪ خلک د خوب کموالي څخه په پیدا کیدونکې ناروغیو اخته دي او همدا راز د سټي سکن له معاینې څخه څرګنده شوه چي د هغه کسانو دماغ چي خوب نه پوره کوي نسبت هغو کسانو ته چي خوب پوره کوي ډیرې چټکۍ سره وړوکی کیږی چې دا تاثیر په هغو کسانو کي چي عمرونه یي له ۶۰ کلونه زیاته وي نوره هم چټکه وي.

طبي کارپوهان وایي چي د خوب کموالی د ډیرو ناروغیو سبب ګرځي چي د هغې له جملې څخه الزایمر او اورډیمنشیا چي یاداشت ضعیفوي او د فکر کولو صلاحیت له منځه وړي د یادولو وړ دي.

د خوب کموالی د بدن دفاعي نظام، زړه او یاداشت باندې هم منفي اثر لري.

your ads

د خوب کموالي په خاطر په دماغ کي پروټین د نورمال حد څخه زیاتیږی او په دماغ کي موجودو خالي ځایونو باندې برید کوي.

که غواړئ روغ او سالم دماغ ولرئ؛ نو د خوب پوره کولو ته وخت ورکړئ او د خوب کموالی بې اهمیته مه ګڼئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب