د ویټامین ګولۍ انسان د زړه او سرطان په ناروغۍ اخته کوي

په امریکا کې شوې یوې څيړنې ثابته کړې چې د ویټامین ګولۍ کولی شي انسان په مختلفو مهلکو ناروغیو اخته کړي.

دغې څیړنې ثابته کړې چې د ملټي ویټامین (Multi Vitamin) ګولۍ زیات استعمال په انسان کې د زړه او سرطان ناروغیو لامل ګرځي او هغه کسان چې دغه ګولۍ زیات استعمالوي له دې سربیره په ځینو نورو ناروغیو هم اخته کیږي.

د سرطان برخې یو پروفیسر چې په دغې څیړنې کې يي برخه اخیستی و وویل چې د څیړنې په دوران ثابته شوه چې غذايي مواد لرونکي ګولۍ د انسان پر روغتیا منفي اغیز لري او په انسان کې د زړه او سرطان ناروغیو خطر زیاتوي.

په انګلینډ کې د یو راپور پر بنسټ په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې ویټامین لرونکي ګولۍ له خرڅولو څخه مختلفو کمپنیو ۴۰۰ میلیونه یورو ګټه ترلاسه کړې خو دغه نوې څیړنه به د ویټامین ګولۍ وړاندې کوونکي کمپنۍ ډیر زیات زیانمن کړي.

که څه هم د روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ګولۍ د انسان د بدن اړتیا نشي پوره کولی خو بیا هم د نړۍ په مختلفو برخو کې د دغه ډول ګولۍ استعمال مخ پر زیاتیدو دی او خلک يي په زیاته اندازه استعمالوي.

باید په دې پوه شو چې یوازې طبیعي خواړه کولی شي د انسان د بدن اړتیا پوره او د مختلفو ناروغیو مخه ونیسي. د بدن ویټامین او نور اړین مواد پوره کولو یوازینی او ګټور لار د طبیعي خواړه استعمال دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب