ګازره؛ د سترګو لید لپاره تر ټولو غوره تحفه

ګازره؛ د سترګو لید لپاره تر ټولو غوره تحفه

روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې ګازره د سترګو لید په ساتلو او پیاوړی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

په هارورډ پوهنتون کې د یوه نوې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ سبزیجاتو ته رنګ ورکوونکی مرکب کوم چې کیروټین نومیږي او په ګازره، مرچ او پالک کې په زیاته اندازه پیدا کیږي د انسان په بدن کې د عمر د زیاتوالي له امله په عضلاتو کې د پیښیدوونکی کمزوری مخه نیسي.

د عمر زیاتیدو سره د بدن عضلات کمزوري کیږي چې له دې سره د انسان د سترګو لید هم کمزوری کیږي. د ځینو راپورونو پر بنسټ ۲۰۲۰ زیږیدیز کال پورې د هغو کسانو شمیر چې سترګي يي د عمر د زیاتوالي له امله کمزوری کیږي ۱۹۶ میلیونو کسانو ته ورسیږي.

په دغې څیړنې کې له پنځوسو کلونو څخه د زیات عمر لروونکو کسانو ژوند تر ۲۵ کلونو پورې وڅیړل شو او معلومه شوه چې هغه کسان چې کیروټین او یا هم زیاکسنتین نومې مرکبات لروونکي سبزیجات زیات کارولی وي په هغوي کې د سترګو د لید د کمزوری کیدو خطر یوازې ۴۰ سلنه وي په داسې حال کې چې د دغو مرکباتو نه استعمالوونکو کې د دغې خطر اندازه له ۹۰ سلنې څخه هم زیاته وي.

کیروټین او زیاکسنتین د سترګو د لید کمزوری څخه د ژغورلو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. دغه دوه مرکبات د سترګو د لید حجراتو څخه د مختلفو لاملونو په وړاندې کوم چې يي کمزوری کولی شي ساتنه کوي.

په همدې ډول ګازره هم خپل ترکیب کې د الفا کیروټین او بیټاکیروټین نومې مرکبات لري کوم چې د سترګو د لید د کمزوری مخه نیسي او له وړاندې څخه يي هم پیاوړی کولی شي.

په ځانګړی ډول هغه لوستوونکي چې سمارټ فون او یا هم کمپیوټر زیات کاروي هره ورځ خپل د سترګو لید ژغورلو لپاره باید لږ تر لږه یو ګیلاس د ګازرې اوبه وڅښي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب