کرکټ هر څه نه دی!

خدای مکړه  داسی نه شی چی زموږ ټول پام دکريکټ اولوبو لورته وګرځی. باید په موږ کی دومره فکر او درایت وی چی پوه شو نور دا هڅه ونه کړی چی زموږ دځوانانو احساس اوځواک داصلی دندو پر ځای چی هغه ددینی اوامرو عملی کول، پوهه لاسته راوړل دهیواد خپلواکی … دی بل لورته وګرځول شی

یونس زوی

په دې ورځو کی زموږ هیواد کی دکريکټ بازار ښه ګرم شوی، دکابل ، ننګرهار اویوشمیر نورو ولایتونو تنکی ځوانان اوځوانان لیدل کیږی چی په همدی لوبو بوخت دی، ننګرهارکې  دکرکت له لوبغاړو داسې هرکلی وشو چی ته به وایی دنړی اتلان شوی  او نور نو افغانستان له ټولو ستونزو خلاص شو ، باور وکړی چی کله له دغو لوبغاړو هرکلی کیده اومایی تلویزیون کی ننداره کوله نو له سترګو می اوښکی تویی شوی هغه هم ددی لپاره چی دافغانستان خلک څومره دخپل هیواد ویاړونو ته تګی دی چی ان په نړی کی دکريکټ دلوبی ۱۵ مقام او د سویلی افریقا په تورنمنت کی ۵ مقام ته داسې خوښېږی ، زه نه وایم چی زموږ له دغو اتلانو نه دی هرکلی نه کیږی خو داهرکلی په کار وو چی دډولو نو او سرنی پر ځای دقران کریم په ختمو نو او دالله اکبر په تکبیرونو شوی وای په تیره بیا دننګرهار مجاهد پالو خلکو نه همداسې تمه کیده چی په اسلامی ولولو یی له دغو لوبغاړو هرکلی کړی وای. 

زموږ کريکټران دویاړنې وړدی :
زموږ دهیواد دکريکټ لوبغاړی په دی دستاینی وړدی چی دسپورت په ډګر کی خپل لمونځ کوی او هم کله چی بریالی کیږی الله پاک ته سجدی کوی چی داخپله داسلام دمبارک دین دعوت دی اوپه نړی کی به ډیر لږ بل سپورتی ټیم دا ډول وکړی ، کله هم چی افغان کريکټرانو دنمارک ته ماته ورکړه نو ډیرو ویل چی دهغه کارتونو کسات یی تری واخست اوبل هم  داچی سپورت کوم ناروا کار نه دی ان چی زموږ دین سپورت او لوبو ته مسلمانان هڅوی لکه منډی وهل ، ځغاسته ، لامبووهل، آس ځغلول اونوری لوبې.

ټول پام مو کريکټ ته باید نه شی:
خوخبر داده  خدای مکړه  داسی نه شی چی زموږ ټول پام دکريکټ اولوبو  لورته وګرځی ځکه پوهیږو چی زموږ هیواد کی ځانګړی حالت دی  او ددی ویره شته چی په عمدی توګه خدای مکړه  دځوانانو پام هغه لورته وروګرځول شی اوباید په موږ کی دومره فکر اودرایت وی چی پوه شو نور دا هڅه ونه کړی چی زموږ دځوانانو احساس اوځواک داصلی دندو پر ځای چی هغه ددینی اوامرو عملی کول، پوهه لاسته راوړل دهیواد خپلواکی … دی بل لورته وګرځول شی.

کريکټ لوبه انګریزانو جوړه کړی:
کله چی ما په لومړی ځل دپاکستان هیواد ته هجرت وکړ نو هلته می دلومړی ځل لپاره دکريکټ لوبه ولیدله چی هره کوڅه او هر ډګر کی به همدا لوبه روانه وه په زړه پوری خو لا داوه چې  یو شمیرکسانو به   لوبه کوله خو ترهغو ډیرو به رادیو ګانی غوږ ته نیولی وی او یا به یی هم تلویزیون کی دلوبو ننداره کوله اوله دی نه چی ددی لوبی وخت ډیر اوږد وی په ريشتیاهم چی ډیر خلک به یی بوخت ساتلی وو  کله می چی دیوه مجاهد نه ددی لوبې په هکله  پوښتنه وکړه نو راته یی وویل چی دا لوبه انګریزانو پاکستان ته راوړی ځکه له دی لاری یی غوښتل چی خلک مصروف وساتی اودخلکو پام دخپلواکی ګټلو پرځای بل لورته واړوی نو ځکه هم دغه لوبه په هغو هیوادو کی چی یو وخت دانګریزانو تر تسلط لاندی یا تراغیزی لاندی  وو ډیره مشهوره ده لکه هندوستان ، بنګله دیش، سریلانکا، جنوبی افریقا ، استرالیا، نوی ځیلاند خپله انګلیند چی دکرکیټ ترڅنګ انګریزی ژبه هم په دغو هیواد ونو کی رسمی ژبی دی.  اوس ډاریږم چی خدای مکړه همدا مرض زموږ هیواد ته هم را نه شی په تیره بیا اوسنی حالت کی چی لا ډیری ستونزی لرو او له سترو ستر ګواښو نو سره مخامخ یو.

اوس زموږ لومړیتوبونه څه دی:
که پوښتنه راجع کیږی چی داخو یوه لوبه ده اوپه دی ډول موږ ملی ویاړونه لاسته راوړو زموږ هیواد باید مشهورشی موږ هم دنورو هیوادونو په کتار کی راشو او… داټولې سمی خبری دی اوباید چی موږ تر نورووړاندی شو هرډګر کی چی وی اودهیواد کريکټران هم چی خپل اسلامی شعایر مراعاتوی ترټولو ښه کارکوی خو داسی هم نه چی زموږټول پام هغه لورته شی اوله دی سره موږ په منکراتو کی راګیر شو یا داچې دنورو هغه شوم پلانونه چی زموږپه وړاندې یی لری دلته عملی شی. زموږ کريکټران باید لا تمرین وکړی اوباید دنړی اتلان شی اوټولو هیوادونو ته ماته ورکړی چی دا به ټولو افغانانو ته ویاړ وی نه یو اځی کريکټ کی چی ټولو هغو لوبو کی چی اسلام سپیڅلی دین یی روا بولی باید زموږ هیواد اوزموږ خلک اتلان شی خو خبره دلومړیتوبونو ده چی اوس زموږ لومړیتوبونه څه دی؟ که یو څوک جامی اوبوټونه نه لری خو غواړی چی یوه ښکلی ګوته ځانته راونیسی نو ګومان کوم چی داړتیا مطابق کاریی نه دی کړی هغه متل دی چی وایی( پښې لوڅ بنګړی په لاس) اوس وخت ددی ترڅنګ چی خپل لوبغاړی وهڅوو چی ستر ستر اتلان شی باید ترهغه ډیر دهغو مسایلو په فکر کی شو چی ددین اوهیواد اړتیا ده اوپه اوسنی وخت کی پرموږ فرض ګڼل کیږی.

افغانان له پخوانه  په نړی کی  اتلان دی:
افغانان دی نه مایوسه کېږي. دوی داسی ریښتینی  اتلان دی چی نړی ورته ګوته په غاښ ده افغانان داسې ویاړونه لری چی دنړی په ټولو خلکو کی دوی ته سرلوړی وربخښی اوپه دی اړوند دوی ستر ستر ریکارډونه مات کړی ، په دی هیواد کی دانګریزانو سیاسی اوپوځی  ماته اوددغی امپراطوی ختمیدل زموږ دتاریخ ستر ویاړ دی دغه راز دروس دامپراطوری او دوارسا ددتړون ختمیدل اوماتېدل څه دروغ خبر اوافسانه نه ده اودا زموږد خلکو اوهیواد دنږدی  اوسنی وخت اوراتلونکی تاریخ  یو سترواقیعت اوبری  دی چی ګټلی یی دی .ډېرو دنورو ښکیلاک او غلامی ومنله اوپه دی ډګر کی مات شول خو افغانان له هغه  ماشاالله بریالی راوتلی.
یو شمېر بی احساسه ، تنبل او دنورو تراغیزی لاندی کسان له بده مرغه داسې استدلال کوی چی موږ هسې انګریزانو سره جګړی وکړی اوروسانو سره مو مبارزه وکړه که هغوی وای نو زموږ هیواد به پرمختللی وای اوله اقتصادی اړخه به بیرته نه وای پاتی او باید موږ دنورو په مټ دپرمختګ ګامونه واخلو اوباید اوس سپورتی اړخونه هنرونه سندری ویل …وهڅوو دټوپک او جګړی فرهنګ ورک کړو او…
دغه ډول خلک باید ددغو لوبو له ویاړ نه هم وایستل شی ځکه باید موږ نوروته بایللی وای اومعامله مو کړی وای لوبغاړو ددی پرځای چی لوبه ګټلی وای باید له هغو ټیمونو یی پیسی اخستی وای  خپل اقتصاد یی ښه کړی وای دایی یوه کوچنی بیلګه وه ددې ډول استدلال خلک اصلا دخپلو اکی له خونده خبر نه دی دوی اصلاُ دننګ اسلامی مفکوری ،پرځان متکی توب ، ناموس داری ، پت ، ویاړ، سرلوړی ، پرځان باور ، ملی غرور، اوهغه څه چی په معنوی لحاظ دانسان اومسلمان لوړتوب اوښه توب ثابتوی ترې بې برخی دی.دوی ته به یواځی دشاعر دا بیت ووایم چې :
په سرو وینوکې لت پت ښه یم په پت کی   نه دسروزرو په تخت باندی بی پته

دپای خبره:
که  غواړو خپل داستر ویاړونه  وساتو او نور هم په لاس راړو  نو  په دی ستره مسابقه کی چی همدا اوس زموږ په هیواد کی روانه ده اوموږ له ډیر ملکونو سره مخامخ یو باید بریالی راووځو اوزموږ اصلی دنده هم همدا ده چی هم خدای پری رضا کیږی اوهم  زموږ د اوس اوراتلونکی نسل به پری وویاړی. وماعلینا الاالبلاغ.


يونس زوی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب