د کرکټ لوبې تاریخ

کرکټ ډیره پخوانۍ سابقه لري، دا لوبه د انګلستان په جنوب شرق کې د (سکسونیانو) او (نورمنیانو) د حکمرانۍ پروخت د ماشومانو د ساعت تیري لپاره رامینځ ته شوه.

د انګلستان په ارشیف کې معلومات ښیي چې د کرکټ لوبه د لمړي ځل لپاره په ۱۵۵۰م کال د کینټ (kent) سوسکس (Sussex) او سري (Surrey) منطقو کې رواج پیدا کړ، او دې کلي ماشومانو به دا لوبه تر سره کوله .

چې پورتنې کلي اوس د ویلد (Weald)په نامه یادیږی، په ۱۷ پیړۍ کې دغي لوبي د لویانو په مینځ کې هم رواج پیداکړ دوي به همیشه قمار پري واهه .

زیات قمار او دشرطونو لګول د کلیوالو خلکو په مابین کې ددې سبب شو چي ترڅو هغه شرط لګونکي په اصطلاح قمار بازان د خپلو حریفانو د ناکامولو لپاره د نویو لارو او تکتیکونو د رامنیځ ته کولو په لټه کې شي؛ تر څو لوبه د خپل ځان په ګټه تماه کړي ،د همدي دلیل پراساس دوي غوښتل چې کرکټ د لازیاتو اصولو او قوانینو پر بنا ودروي.
دامرددي سبب شو چې ټرینران د نویو اصولو او قوانینو سره د کرکټ تربیوي مرکزونه کړې ، چي ورسره کرکټ ته د خلکو نوره توجه هم زیاته شوه ،او خلک به له لریو لریو ځایو څخه د دي لوبې لیدو ته راتلل .

د کرکټ اولینۍ رسمي لوبه د انګلستان دداخلې جګړو په وخت په کال ۱۶۶۰ میلادي کې جوړه شوه آما د کورنې جګړې له ختمیدو سره ، دبیارغونې دوره شروع شوه ، دي سره کرکټ هم دیوي رسمي او حرفوي لوبې په توګه وپیژندل شو. د خانانو او اشرافو د توجه وړ وګرځید ، ځکه دا ددوي لپاره د شرط وهني او قمار یوه ښه وسیله وه .

څنګه چي تر 1696 میلادي کال پورې آزادې رسني په انګلستان کې موجودې نه وي نو ددي لوبي په اړه هم زیات معلومات نه نشریدل ، اما کله چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې آزادي رسني مینځ ته راغلي ، دا لوبه نوره هم مشهوره شوه .
او هغه لوبه چي په 1697 میلادي کاي د سوسیکس په منطقه کې جوړه شوي وه رسنیو خپره کړه ، چې له دې سره یی زیات لیدونکې او لوستونکي پیدا کړل .

په 1700 میلادي کال کي لمړی رسمي کلب په لندن کې جوړ شو اما تر 1722 میلادي اما تر 1722 میلادي کال پوري یی د فعالیتونو په باره کي رسمي معلومات نه نشریدل .

په انګلستان کي د کرکټ د خپرولو لپاره 18 مه پیړۍ تر ټولو غوره وه ، کرکټ پکي د انګلستان ملی لوبه شوه ؛ د سیاحت کوونکو او تجارانو تګ راتګ او همدارنګه د انګلستان استعماري هڅو دي ته لاره پیدا کړه ؛ چي کرکټ لوبه په امریکا او هند کي هم مشهوره کړي .
په 1744 م کال د کرکټ کارکوونکو د نویو قوانینو او اصولو په رڼا کې ددي لوبي په وسایلو (ویکټ او بیټ ) کې هم تغیرات راوستل.
چې په لمړيو کې به د ویکټو لپاره یو عادې لرګی په مځکه کې خښیدلو او همدارنګه بیټس مینانو به د (هاکي ) په څیر له یوه معمولي لرګي څه کار اخیست، چې وروسته بیا په اوسني بیټ او ویکټو بانډی تبدیل شو .

د 18 پیړۍ په دوران کې د کرکټ مشهور لوبغاړي عبارت دي : وییام بیدل ؛ توماس ویمارک ؛ ریجادرنیولند ؛ روبرت کوپچین ؛ جان سمال ؛ لمپې سټیفنز او دیوید هارس.
د کرکټ مشهور کلبونه عبارت دي :هامبلدون او سلیندون ؛ اما تر ټولو مشهور او پیاوړي کلب یی 1887 کال کي د MCC په نامه جوړ شو .
همدارنګه د دې پیړیو په وروستیو کي د شیفلد او ناتینګهام کرکټ کلبونه د خلکو د خاصي علاقي څخه برخمن وّ .

په 18 م پیړۍ کې کرکټ نه تنها د نرانو په منځ که محبوبیت پیداکړې ؤ؛ بلکي ښځو هم د لوبي ته مخه کړې وه ، چې لمړۍ رسمي کرکټ لوبه د 1745 م جولاي په 26 د جمعه په ورځ د (براملي) او (همبیلدون ) ښارونو ترمینځ تر سره شوه چي ښځو هم د نارینه ؤ په څیر بالینګ ، بیټنګ او منډې وکړي ، چي لوبه د همبیلدون ښځو ټیم په ګټه د 127 منډو په وړلو سره اعلان شوه .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب