د الله تعالی ﷻ نه پرته په بل شې قسم کول

د ډیــــرو نــــاعلمه خلګو خاصکر د پښتنو عادت ده چی دالله تعالی نه پرته په نوروشیانو هم قسـمونه کوی لــــــــکه په جماعت ،کعبه اوپه پیرصاحب ایــا داسی قسمونه کول جائــز دی او دحضـــرت عمر(رض) ددی حدیــــث شــــریف مطلب څه ده: من حلف بغیرالله فقداشرک وفی روایت فقدکفر . یعنی څوک چی دالله تــــعالی نه پرته په بل څه قسم وکړی نوهغه شرک وکـړ اوپه یوه روایت کی دی چی هغه کافرشو؟

ځواب :-حــــلف قســم کول دالله تعالی نه پرته په بل څه حرام دی اونـــه دغه قسم پوره کول ضروری دی او نه دالله تعالی نه پرته په بل څه قســــم کولوته قسم ویل کیږی هدایة په باب الیمین کی لیکی فالیــــمین باالله دون غــیره یعنی قسم صرف دالله تعالی په نوم کیدای شی نه په بل څه په بــــل ځـــای کی لیکی ومن حلف بغیرالله لم یکن حالفــاکا لنبی ولکعبه وکذااذاحلـــف بالقران لانه غیرمتعارف یعنی چاچی قسم وکړ دالله تعالی نه ماسواء په بل شی هغه قسم کونکی نده لکه په نبی ،کعبه اوقران قسم کول ځــــــکه چی دا متعارف مشهورنده .

اودحضرت عـــــمر(رض)حــــدیث علــــمأوو د حدیث په کفران نعمت اویاشرک خفی باندی حمل کړیــــده یعنی شرک نــده خوبیــــاهم یوخـــطرناک قول ده ځکه چــی یوخودالله تعالی نه پرته په بل څه قسم کول حرام دی اوبل دهغه سړی چی دالله تعالی نه پرتــه په بل څــــه قسم کړی ددپه دغه عمل دده نیک اعــمال ختمیږی لهذاله داسې اعمالونه ځان ساتل ضروری دی (مأخذهدایة باب الیمین والفجرصادق ص ۷۵)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب