سړې اوبه | لنډه کیسه

ښځې د کوچنۍ لور له لمدو وېښتانو وروستۍ کمڅۍ جوړه کړه، شاته شوه، پر سېمنټي غولي یې پلترۍ ووهلې، له ژېړو وېښتو د ډکې ږمنځ په پاکولو یې شروع وکړه، غلي یې وویل:

ــــ پاڅه نجلۍ، مال ته واښه واچوه.

 ماشومې څنګ ته وکتل، په سپینو غمیو جوړ ټیکری یې پر سر کړ، پاڅېده، پر لمن یې د بوجۍ خړ تارونه سرېښ وو…

تورې غوا ورمېږ وښوراوه، وغوسمېده. نجلۍ یو ګام شاته شوه، په غوسه یې د غوا رډو سترګو ته وکتل:

ــــ مرداره شې، لوَشم دې نه، رشقه درته اچوم!…

د کلا دروازه نیم‌کښه شوه، سپېرمخي هلک سر راننویست، د غوا ترڅنګ ولاړې نجلۍ ته یې ورغږ کړ:

ــــ اې! هاغه زما ډنډه‌توپ خو راکړه.[irp][irp][irp]

نجلۍ ورمېږ تاو کړ، وړاندې تېره شوه، توپ یې راوخیست، تندی يې ګونځې شو، په غوسه یې وویل:

ــــ ته بیا زموږ په کوڅه کې توپ وهې!؟ هغه بله ورځ چې ما ستاسو د کور په مخ کې لیځکې کولې، ته راغلې او په زور دې نانځکه رانه واخیسته، نن دې زه هم توپ نه درکوم، ځه لاس دې خلاص!…

هلک د دروازې دواړې پلې خلاصې کړې، وړاندې ور‌تېر شو، د نجلۍ له موټي یې لاسونه تاو کړل. نجلۍ زورونه وهل، د هلک په مخ کې هم د غوسې وینه پیدا شوه. شېبه پس دواړه غېږ په غېږ شول…

ښځې له ږمنځ بېل کړي وېښتان وغورځول. له برنډې ورښکته شوه؛ خو څو چې ورسېده، هلک د نجلۍ له دواړو پښو پښه تاو کړه. نجلۍ پرېوته، هلک توپ ورواخیست او په یوه منډه له کلا ووت…

ښځې، نجلۍ له مټ ونیوه، ټیکری ور‌ پر سر کړ، له ځان سره یې روانه کړه. نجلۍ پرله‌پسې ژړل، پر لمده کمڅۍ یې پوړنده خاورې سرېښ وې…

سړی د برنډې پر ژۍ ودرېد، ښۍ لاس یې پر ملا ونیو، په نیمکښو سترګو یې ښځې ته وکتل:

ــــ بیا څه کیسه ده، چې شور مو ټول کلی پر سر اخیستی؟

نجلۍ غلې شوه، ښځې سړي ته وکتل:

ــــ څه شی نه دي سړیه، وراره دې و، له نجلۍ سره یې پر ډنډه‌توپ جنګ و.

سړي په بوټانو پسې یوه خوا- بلخوا سترګې واړولې، په لوړ اواز یې کنځاوې شروع کړې:

ــــ ته صبر چې دا دې نه‌سړي زوی خو نن برابر کړم، د دې لوده د زوی یوه ورځ نه ده!…

ښځه ورمخته شوه، د زینو په بېخ کې ودرېده، په ورخطایۍ یې شونډې پرانیستې:

ــــ خیر دی سړیه کنځاوې مه کوه، ماشومان دي، یو سات جنګ، یو سات خوشاله، شرم دی پوچ مه وایه، غږ دې اوري…

سړي تور سېلور پښو ته کړل، په زینو کې ښکته شو، ښځه یې ټېله کړه او په یوه سا له دروازې بهر شو.

ښځه ځای پر ځای کېناسته، غوږ یې ونیو، څو شېبې پس یې په کوڅه کې د دوو نارینه‌وو درنې کنځاوې واورېدې د ټیکري پلو یې ونیو، پورته یې وکتل:

ــــ خدایه د دې وروڼو ترمنځ سړې اوبه تویې کړې.

عصمت الله صالح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب