ډېر اسراف واده په غم او ناروا اړوي

نکاح او واده کول په اسلامي شریعت کې دهغه سنتو پرځای کول دي، چې په سرته رسولویې دمسلمان نیمایي ایمان حاصلیږي او ورڅخه په مخ اړونه اونه کولو یې مسلمان دپیغمبر علیه سلام له امتي توب څخه وځي.
خوله بده مرغه، چې زموږ د افغانانو د ودونو په مراسموکې هم د اسلامي احکامو او آدابوڅخه دپیروۍ پرځای هغه دودونو اوبې ځایه رواجونو ځای نیولی، چې له یوې خوا ډېرځلې پکې له دیني احکامو څخه سرغړاوی صورت مومی اوله بلې خوا د واده کوونکي شخص ملا له اقتصادي پلوه ماتوي، چې دهمدغو بې ځایه ډېرو لګښتونو لامله مو ډېری ځوانان سپین ږیري شي خو ددغه سنتو دسرته رسولو توان پیدانکړي.

اسلام چې د ‌ژوندانه د هراړخیز نظام نوم دی ځمونږ څخه غوښتنه لري، چې یواځې په عبادتي مراسمو کې تطبیق نشي بلکې د عباداتو ترڅنګه زموږ معاملات، اخلاقیات او سلوکیات  دواده او نکاح په څیر دشخصی احوالوپورې اړوند مسایل باید هم داسلام په رڼاکې سرته ورسیږي اوپه خپلوودونو اوخوښیو په ټولو مراسموکې باید له قرآني لارښوونو اونبوي ارشاداتوڅخه پیروي وکړو، ځکه که پدې اړه موږ له شرعي احکامو څخه پیروي ونکړو نو هغه اجر او ثواب، چې یومسلمان ته د واده اونکاح به کولو سره وعده شوې، په پوره اوبشپړه توګه ېي مسلمان وړنه ګرځي او دقرآنکریم د دغې لارښوونې له مخې، چې فرمایي: ای مؤمنانو په اسلام کې په پوره توګه داخل شی اود شیطاني اعمالو اولیارو پیروي مه کوﺉ. له مسلمان څخه غوښتنه کېږي، چې باید د ژوند په ټولو اړخونو د اسلامي احکامو پیروي وکړي اوهغه لارې پرېږدي، چې دمسلمانانو دګمراه کولو لپاره یې شیطان ترسیموي.

نود دغه شیطاني لارو څخه یوه هم زموږ دخوښیو په مراسمو او په ځانګړي توګه د ودونو په محفلونو او دودونو لپاره د اړتیا وو په ټاکنه کې بې ځایه اسراف دی، چې هغه کله د نجلۍ دکور لخوا د هلک په کورنۍ هغه بې ځایه لګښتونه کېښودل وي لکه دبې حسابه جامو او کالیو اخستل یا د ډولۍ او ورا ودړلوپرمهال د موټرونو کاروانونه جوړول اویا دواده لپاره له وسه پورته ډوډۍ ورکول او په ځانګړي توګه داشرط کول، چې واده په هوټل اوبیا په هغه هوټل کې کوي ، چې ورڅخه بل ګران بیه هوټل نه وي او دموسیقۍ د ډلو رابلل، چې دغه کارته دشیطان کارونه ویل شوي.

 عنایت الله عادل

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب