مهر او زمونږ په ټولنه کې روان ظلم

زمونږ په ولس کې چه  دخور اولور د واده کولو  کومی ظالمانه کړنی روانی  دی دوه  اړخونه لری :

لومړی :
مهر د ښځی حق دی ، قوله تعالی  : وَآتُواْ النَّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً   (( اودښځومهر په ښه زړه ورکړی )) ( النساء  ۴ ). خونن سبا وينوچه دافغانستان په ډيرومناطقوکې دغه حق خپل حقدارته نه سپارل کيږي ښځه  لا دخپل مهرپه اندازه هم خبره نه وي  خوپلار يې مخکی له مخکی هغه پخپلواقتصادی چارو مصرف او ياکوم تجارتی دوران ته اچولی وی ،که ظاهراً له خپلی خوريا لورنه بښنه وغواړی نولور غريبه به څه ووايي لوريا خور خو په حقيقت ښه پوهيږي  ولی څه خوځکه نشی ويلای چه نه غواړی دډير تاوان سره سره پرخپل ځان دپلار يا ورور دروازه بنده کړی ،ځکه ددی غريبی په مخکی له خپلی کورنی څخه فراق دی نوورسته به همدا يوه دروازه ددی لپاره دتسل ،سکون  اوڅو ورځو تيرولوځای وی اوبس  .

دوهم :
که څه هم  چه خسرګنۍ  به په  دي  ښه پوهيږی چه د دومره ولور توان نلری کوم چه مونږ يې ورته ټاکو خو بيا به هم دومره اندازه ولور ټاکی چه د ښځی خاوند دهغه دپوره کولو لپاره څو کاله  مسافري کوي او نورو ملکونو ته به د خواری لپاره منډی ترړی وهی کله چه د زړه په وينو ټاکل شوی ولور او ورسره ورسره نور ډير بی ځايه  فرمايشاتو، سيالیواو رواجونو لښتونه  پوره کړی او خسرګنی راضی کړی ورسته خپله بی بی ناويې کړی لا به يې د ناوکۍ  بی بی لاسونه په نکريزو سره وي خاوند به داوږيدی مسافری په لوری له خپلی بی بی خدای په آمانی کوی ځکه چه نور نو دخوراک لپاره څه نه لری اويا د قرضدارانو له لاسه ځمکه ځای نه ورکوي ، نوی نابلده ناويې به څلورو ديوالو ته پاتی شي .
که دا کورنی رحم اوزړه سوی ولری نوپه خپله نوی ناويې به لاس ونسی اوکه په کوم بی رحم ه کوريې سر شوي وي نوبيا به ټول سره يو لاس شي او دکور  ډیر کارونه  به دې ښځی ته حواله کوي او دوی به ورته وايې چه ته پوهيږی چه په تا څومره پيسی تللی دي .
دا هرڅه دچا له لاسه دهغه پلار يا ورور يا بل ذمدار له لاس چه په خپله خور لور يې بی رحمانه پيسی اخستی وي اوبيا یې په خپله ګيډه کې اچولی وي  آيا دا د خپل اولاد دغوښو خواراک نه دي ؟
دا مهر دي او دخپل اولاد خرڅول ؟
آيا دا ناکاره عمل له مسلمان  سره مناسب دي ؟
آيادام وپرخپل مظلوم اولاد ظلم ندي ؟

حمدالله شاکری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب