حدیثونه پښتو ژباړه

ښکنځلماران شیطانان دي

 رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: یوه بل ته ښکنځل کوونکي کسان شیطانان دي، دواړه په یوه بل پوري باطل خبرې او تورونه تړي او دواړه دروغ وايي.
قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: المُستَبَّان شَيطانَانِ يَتَهاتَران ويَتكاذَبان. رواه البخاري في الادب المفرد وابن حبان في صحیحه.

ښکنځل ماران په دې معنا شیطانان بلل شوي دي چې ښکنځل شیطاني او سپک خوی ده او لویه ګناه ده، ځکه ښکنځل مار د ښکنځلو په مهال خامخا لویو ګناهونو ته مجبوره کیږي لکه په یوه بل تورونه او تهمتونه لګول او دروغ ویل.

  د قرانکریم فضلیت
   موږ ته سمه لاره وښیه
   اتفاق او یووالی

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close