ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟

درنو لوستونکو! په دې ليکنه کې به د يوه ډاکټر نظريات د روژې د نيولو په اړه ولولى چې د طب له مخې يې د روژې څومره ګټي بيان کړې دې او بيا يې يادونه کړيده چې مسلمانان روژه يوازې او يوازې د الله د رضا او ثواب ګټلو له پاره نيسي چې دغه د مسلمانانو له پاره يو ځانګړى امتياز دى په ځانګړي ډول چې غير مسلمانان هم پرې اعتراف کوي، ځکه چې په روژه نيولو سره کومه دنياوي ګټه او لالچ نه مرتب کيږي .
ډاکټر الان کوټ Dr. Allan Cott   په خپل کتاب (روژه ستر پرهيز) كې د روژې د گټو په اړه ليكي:
•    روژه د وزن د کمولو له پاره اسانه او ګړندۍ لاره ده.
•    روژه انسان ته روحي او فزيکي سكون او اطمينان وركوي.
•    د روژې په نيولو سره انسان ته خپل ځان ځوان ښکاري او ورسره د ځوانۍ احساس پيدا کوي.
•    د روژې په نيولو سره د بي ځايه لگښتونو مخنيوي کيږي او د پيسو سپما رامنځته کيږي.
•    د روژې په نيولو سره د انسان د بدن  داخلي پاکوالى رامنځته کيږي.
•    روژه د انسان د بدن ټولو سيستمونو ته دمه او استراحت ورکوي.
•    روژه د بدن د وينې  فشار او کولسترول کموي.
•    د روژې په نيولو سره د سګرټ او نورو نشه توكو له اعتياد څخه په ښه ډول ځان خلاصولاي شو.
•    د روژې په نيولو سره د انسان جنسي غريزه کميږي چې په نتيجه کې د بي حيايۍ او فاحشو کارونو مخنيوي کوي.
•    د روژې په نيولو سره بدن د ګډوډوۍ څخه آرامتيا مومي.
•    د روژې په نيولو سره انسان ښه خوب کولاى شې ځکه چې ټول بدن او سيستم يې نورمال وي.
•    د روژې په نيولو سره خواړه ښه هضم کيږي.
•    د روژې په نيولو سره د کولمو او هاضمې سيستم غښتلي او منظم کيږي.
•    روژتي تل د خوشالۍ احساس کوي.
•    د روژتي حواس تيز وي.
•    د روژې په نيولو سره دماغي پروسې په چټک ډول سرته رسيږي.
•    د روژې په نيولو سره عزت نفس پياوړي کيږي.
•    د خوړو د وخت منظم كيدل.  پدې ډول سره چې روژتي يوازې ماښام او پيشمنى خوراک کوي او د روژې پرته بيا خلک په هر وخت کې چې زړه يې  وغواړي، خوراک کوي او په دي سره د معدې او هاضمې سيستم ته هم صدمه رسيږي او ځان په بې وخته خوراکونو باندې عادت کوي.
•    روژتيان د لوږې سره بلدتيا پيداکوي او د هر ډول لوږي او ناوړه شرايطو سره مبارزه کولاى شي.
•    د روژې په نيولو سره انسان په خپل ځان باندي  کنترول او حاکميت پيداکوي او د هر ډول ناروا غوښتنو څخه يې ژغوري.
•    روژتيان د معنوي سپيڅلتياو په لور روان وي.
•    روژه د مذهبي او ديني مراسمو مراعاتول دي چې دا پخپله په انسان كې د آرامى او اطمينان احساس پيدا كوي.
•    روژه  اجتماعي او ټولنيزو مسايلو ته د انسان پاملرنه اړوي
•    د روژې په نيولو سره عمر زياتيږي.
د دې ټولو سره سره بايد دا په پام كې ونيسو چې مسلمانان د خپلو ديني اوامرو له مخې روژه نيسي،او هدف يې د الله  تعالى خوښي او د اجر او ثواب ترلاسه کړل دي. كه چيرې خداى مكړه له روژې څخه د مسلمان هدف دنيوي ګټې او يا روغتيا وي، نو بيا به هغه ثوابونه نه شي ترلاسه كولاى چې الله تعالى يې وعده كړې ده ځكه چې د ټولو اعمالو ثواب تر نيتونو پورې تړلى دى.

ژباړه: زيارت ګل راحل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب