ګناه وړه مه ګڼئ (حديث)

عن أنسٍ  (رضي الله عنه) ، قَالَ: إِنَّكُمْ لَتعمَلُونَ أعْمَالاً هي أدَقُّ في أعيُنِكُمْ مِنَ الشَّعْرِ، كُنَّا نَعُدُّهَا عَلَى عَهْدِ رَسُول الله  (صلى الله عليه وسلم)  مِنَ المُوبِقاتِ .

د حديث تخريج:

دا حديث امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح، كتاب الرقاق، باب ما يتقى من محقرات الذنوب کې نقل کړی دی، د حديث نمره ده:6492

د صحابي لنډه پيژندنه:

أنس بن مالك بن النضر د مدينې منورې د انصارو د خزرج قبيلې څخه وو، مور يې ام سليم بنت ملحان نوميده، مدينې منورې ته د نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) د هجرت په وخت کې د ده عمر لس کاله وو، مور بې بې يې هغه د اسلام د ستر پيغمبر د خدمت لپاره وګماره، او لس کاله يې د هغه (صلى الله عليه وسلم) خدمت وکړ، تر څو چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ژوندی وو، نوموړي يې خدمت کولو، انس (رضي الله عنه) تقريبا د سلو کالو په عمر کی څه دپاسه په نويم هجري کال کې په بصره کې له دنيا څخه سترګې پټې کړې.

د مفرداتو معنی:

أدَقُّ: باريک، لږ، کوچنې. أعيُنِكُمْ: د عين جمع ده، عين سترګې ته وايي، يعنې ستاسو په سترګو ګې. الشَّعْرِ: ويخته، نَعُدُّهَا: شميره به مونږ هغه. عَهْدِ: زمانه، وخت، المُوبِقاتِ: د موبقة جمع ده، تباه کوونکې او هلاک کوونکی شی.

ژباړه:

أنس (رضې الله عنه) وايي چې تاسو ځينې داسې کارونه کوۍ چې هغه ستاسو په سترګو کې د ويخته څخه هم باريک او کوچني وي، خو مونږ به دغه کارونه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په وخت کې د هلاک کوونکو شيانو څخه شمیرل.

تشريح:

اسلام په هر اړخيـز ډول د انسان د نفس تزکيه غواړې، او د دغه تزکيې لپاره ضروري ده چې انسان د هر ډول ګناه څخه ځان وساتي، ګناه لويه وي او که وړه خو هرو مرو په نفس باندې اغيزه کوي، د تزکيې په مخ کې خنډ ګرځي او د انسان اړيکه د الله تعالی سره ضعيفه کوي، د انسان د زړه نورانيت تيتوي، او هغه بصيرت او رڼا چې د تقوی په واسطه په زړه کې پيدا کيږي هغه په تيارو بدلوي.
هم دغه لامل دی چې اسلام هر قسم ګناه ناوړه بولې، او خپل پيروان د هغې څخه منع کوي، او نه خوښوي چې انسان د يوې وړې ګناه له امله هم د خپل رب نافرماني وکړي، سره لدې چې اسلام ګناهونه په لويو او وړو قسمونو ويشلي دې، ځينې ګناهونه به د سزا او پايلې له امله ډير ناوړه وي او ځينې به لږ، خو هيڅ کله يې هم خپل پيروان د وړو ګناهونو په ترسره کولو نه دي ډاډه کړي، عمل خو له څه چې د وينا په اړه يې هم لارښوونه کړې ده چې داسې څه د خولې څخه مه باسۍ چې ستاسو د هلاکت او تباهۍ لامل کيږي.
ابو هريرة (رضي الله عنه) د اسلام د ستر پیغمبر وينا نقل کوي چې: «په تاسو کې بهيو څوک د الله د خوښۍ يوه داسې خبره وکړي چې هېڅ پرواه به يې ونه لري، خو الله به يې د هغې له امله درجې پورته کړي، او يو څوک به په هم دغه بې پروايۍ سره د الله د خفګان خبره وکړي چې د هغې له امله به يې الله جهنم ته ګوزار کړي».
ډير خلک په ډيره بې پروايۍ سره د الله په هکله، يا د هغه د پيغمبرانو، کتابونو او دين په هکله د خپلې ژبې څخه داسې خبرې وباسې چې هغه د الله په وړاندې ډيره ناوړه شميرل کيږي، او د هغه د خفګان سبب ګرځې، چې د هغې له امله دغه انسان د تباهۍ جوګه ګرځې، او که انسان د الله، د هغه د پيغمبر او دين د دفاع لپاره په ښکاره ډيره وړه خبره کوي، خو په حقيقت کې به هغه ډيره لويه او ثواب يې ډير ستر وي.
په يو حديث کې معاذ بن جبل (رضي الله عنه) وايي چې ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته وويل: ما ته په يو داسې خبره حکم وکړه چې ما جنت ته بوځي، هغه مبارک راته وويل: په الله ايمان راوړه او د خبر خبره کوه ستا لپاره به وليکل شي، او د شر خبره مه کوه، ګنې ستا په خلاف به وليکل شي، ما ورته وويل: آيا مونږ په خپلو خبرو هم نيول کيږو؟ هغه راته وويل: خلک د خپلو ژبو له امله د جهنم په اور کې پر مخ غوزول کيږي».
چې د ژبې د يو وړې خبرې له امله انسان د هلاکت سره مخ کيږي، نو د بدن د نورو غړو د وړو ګناهونو له امله به د تباهۍ سره نه مخ کيږی؟
هم دغه لامل دی چې کله انس (رضي الله عنه) خلک وليدل چې وړې ګناه ته ګناه نه وايي او ډير په زړورتيا سره هغه تر سره کوي، يا د ګناهونو سره دومره عادت شوي دي چې لويه ګناه هم ورته په سترګو کې وړه ښکاري، نو هغوي ته يې د نصيحت په ډول وويل: چې دغه ګناهونه خو به مونږ د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) په وخت کې ډير لوي ګڼل، او تاسو ته اوس ډيره واړه ښکاري، او داسې یې کوۍ لکه دا چې ګناه نه وي، يا د دې به هيڅ سزا نه وي، پام کوۍ ګناه وړه مه ګڼۍ، ځکه که ګناه هر څومره وړه شي خو بيا هم په پايله کې د انسان د تباهۍ لامل کيږي.
نو ځکه ټولو اسلام منونکو او په ځانګړي ډول د حق دلارې دعوتګرانو ته لازم دي چې د هر قسم ګناه څخه د خپل ځان د ساتلو کوشش وکړي، او په يوه پلمه او بله پلمه ځان ته ګناهونه روا نه کړي، که يوه ګناه د عامو خلکو لپاره وړه هم وي خو د دعوتګرانو او د حق د لارې د پيروانو لپاره هغه لويه شمارل کيږي، او ډير ځل د دعوتګر وړه ګناه د هغه په لار کې خنډ جوړوي، او د نورو خلکو لپاره د لويو ګناهونو د کولو بهانه پيدا کوي.
الله (جل جلاله ) دې مونږ د هر قسم ګناهونو څخه وساتي. آمين
_______________________________________________________________
ماهنامه قافله، ماه قوس ۱۳۸۹

دکتور رحمت الله زاهد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب