ښكاره دعوت او تبليغ، د کفارو مقابله او پر مسلمانانو ظلمونه | نبوي سیرت ۹ برخه

دوهمه مرحله: ښكاره دعوت او تبليغ

د دعوت د اعلانولو لومړى فرمان

پدې هكله تر ټولو لومړى د الله تعالى دا قول را نازل شوي ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ)). (الشعراء:214)

[ترجمه: او ويروه ته (له عذابه اې محمده! هغه) خپلوان د تا چې ډير نژدې دي (درته).]

دا آيت د الشعراء په سورت كې دى، ددې سورت په پيل كې د موسى ( عليه السلام) كيسه راغلي ده او دا ښيي چې د موسى (عليه السلام) د نبوت پيل څنګه او څه ډول و، بيا هغه له خپل قوم (بني اسرائيلو) سره هجرت وكړ الله تعالى دوى ته له فرعون نه نجات وركړ، فرعون او لښكرې يې غرقې شوې. په بل عبارت دغه كيسه د موسى (عليه السلام) د دعوت پر ټولو مرحلو رڼا اچوي. پداسې وخت كې د موسى (عليه السلام) د كيسې بيان چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ښكاره او علني بلنه مامور كيږي، زما په نظر ددې پخاطر و چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب يې (رضي الله عنهم) د دعوت له پيل نه د خپلې لارې له هر څه نه خبر وي، په وړاندى  يې يوه داسې نمونه او يو داسې مثال موجود وي چې د هغه په رڼا كې دې ته آماده او تيار شي چې د ښكاره او علني دعوت په مرحله كې به له راز راز مشكلاتو سره مخامخ كيږي، د دروغو نسبت به ورته كيږي او ډول، ډول ظلمونه به ويني.

دا سورت د هغو قومونو له عاقبت او انجام نه هم يادونه كوي كوم چې د الله تعالى رسولان (عليهم السلام) يې تكذيب كړي او د هغوى له اطاعت نه يې سر غړولى دى لكه د نوح (عليه السلام) قوم، عاد، ثمود د ابراهيم او لوط (عليهما السلام) قومونه او اصحاب ايكه. د فرعون او ددې قومونو له عاقبت او انجام نه يادونه او خبرې ددې پخاطر دي چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تكذيبونكي او د هغه له امر نه سر غړونكي پدې پوه شي چې كه هغوى سمې لارې ته برابر نه شي او د حق پيروي ونكړي نو هغوى به هم له يوه خطرناك انجام سره مخ كيږي او الله تعالى به يې مواخذه كوي، او بل هدف يې دا و چې مومنان  له خپل راتلونكي نه مطمئن او پدې باوري  شي چې پاى او راتلونكى د دوى دى، برى د دوى او ناكامي د دښمنانو په برخه ده.

نژدې خپلوانو ته بلنه

ددې آيت له نازليدو وروسته رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله كورنۍ (بني هاشم) راوبلل، هغوى بلنه ومنله راغلل، او د بني المطلب بن عبدمناف له كورنۍ نه هم څو كسان ورسره وو، ټول پنځه څلويښت كسان راټول شول.

ابو لهب وړاندې شو  د خبرې سر يې ونيو او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته په خطاب سره يې وويل: ګوره! دا ستا ترونه او د ترونو زامن دي، خبرې وكړه خو ناپوهي پريږده، پدې ښه پوه شه چې ستا كورنۍ د ټولو عربو زور نلري، نو زه حق لرم چې و دې نيسم (لدې كارنه دې منع كړم).ستا لپاره همدا ستا كورنۍ كافي ده چې مخه دې ونيسي كه چېرې ته پخپله خبره همداسې ټينګ پاتې شې، نو ستا د قوم لپاره ستا مخنيوى لدينه آسانه دى چې قريش ټول ستا په خلاف را پورته شي، او نور عرب يې هم مرسته وكړي، زه نه پوهيږم  هغه وخت به بيا بل څوك داسې پيدا شي چې ستا په شان د خپل قوم د تباهۍ او بربادۍ دا ډول سبب وګرزي؟! رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) چوپ پاتې شو او پدې مجلس كې يې هيڅ خبرې ونكړې.

وروسته رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوهم ځل بيا هغوى راوبلل، كله چې غونډ شول ويې فرمايل: ((الحمد لله أحمده، و أستيعنه، و أومن به، و أتوكل عليه، و أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له)) ثم قال: ((إن الرائد لا يكذب أهله و الله الذي  لا إله إلا هو، إني رسول الله إليكم خاصة و إلى الناس عامة و الله لتموتن كما تنامون، و لتبعثن كما تستيقظون، و لتحاسبن بما تعملون، و إنها الجنة أو النار أبدا)).

يعنى: ټول حمد او ثنا الله تعالى لره ده، زه د هغه ثنا وايم، له هغه نه مرسته غواړم، په هغه ايمان لرم، او په هغه باندې بروسه او توكل كوم، او پدې شاهدي وايم چې له الله تعالى پرته بل هيڅوك هم د عبادت وړ ندي، هغه واحد دى هيڅ شريك نلري، بيا يې وويل: مشر او لارښود خپل اهل او د خپل كور خلكو ته دروغ نه وايي قسم په هغه خداى چې لده پرته بل اله  (د عبادت وړ معبود) نشته، زه د الله تعالى له لوري ستاسې لپاره په خاصه توګه او د ټولو خلكو لپاره په عامه توګه رسول او استازى راليږل شوى يم، قسم په الله (جل جلاله) داسې به مرئ لكه څرنګه  چې ويده كيږئ، او داسې به بيرته را ژوندي كيږئ لكه څرنګه چې له خوب نه را پاڅيږئ، او د خپل هر عمل حساب او كتاب به درسره كيږي، بيا به د تل لپاره يا جنت وي او يا دوزخ.

ور پسې ابو طالب داسې وويل: ستا سره زمونږ لپاره د وياړ خبره ده، مونږ له هر چا نه زيات ستا نصيحت ته غوږ ږدو او منو يې، مونږ له هر چا نه زيات ستا خبره رښتيا ګڼو، دا دي ستا ترونه او تربرونه ټول حاضر دي، زه هم د دوى يو غړى يم، خو زه ستا د خوښۍ او هدف د تكميل په لار كې له دوى نه وړاندى يم، په پوره ډاډ او اطمينان سره مخ په وړاندې درومه، خپله دنده په ښه توګه ادا كړه، قسم په الله تل به دې خوا ته ولاړ وم او ملاتړ به دې كوم، خو طبيعت او نفس مې د دې اجازه نه راكوي چې د عبدالمطلب دين پريږدم.

دلته ابو لهب وويل: والله چې دا ډيره بده ده، مخكې لدينه چې نور خلك يې له دې كارنه منع كړي بايد تاسو يې لاس ونيسئ او له دې لارې نه يې را واړوئ. ابو طالب په ځواب كې ورته وويل: قسم په الله تر څو ژوندي يو دفاع به ور نه كوو (1).

د صفا پر غونډۍ

كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لدينه ډاډه شو چې نور به ابو طالب د دعوت په لاره كې له ده نه دفاع او ملاتړ كوي، نو يوه ورځ د صفا غونډۍ ته وخوت او په لوړ آواز يې وفرمايل: يا صباحاه.(2)! (اې سهاره)؟ ددې غږ په اوريدو سره د قريشو خلك راټول شول، او رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توحيد، په رسالت او آخرت باندې ايمان ته راوبلل. بخاري شريف ددې كيسې يوه برخه له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه روايت كوي وايي:

((لما نزلت ((و انذر عشيرتك الاقربين)) صعد النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) علي الصفا فجعل ينادي يا بني فهر! يا بني عدي! لبطون قريش، حتى اجتمعوا،  فجعل الرجل إذا لم يستطع أن يخرج أرسل رسولا لينظر ما هو؟ فجاء أبو لهب و قريش  فقال: أرايتكم لو أخبرتكم أن خيلا بالوادي تريد أن تغير عليكم أكنتم مصدقي؟ قالوا: نعم، ما جربنا عليك إلا صدقا. قال: فإني نذير لكم بين يدي عذاب شديد. فقال أبو لهب: تبا لك سائر اليوم، ألهذا جمعتنا؟ فنزلت ((تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ)) (١) . [يعنى كله چې د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ)) آيت را نازل شو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صفا غونډۍ ته وخوت او د قريشو كورنيو ته يې جدا جدا غږ وكړ، اې بني فهر، اې بني عدي! تر څو ټول قريش راغونډ شول، ابولهب هم  راغى، نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: كه درته ووايم چې پدې دره يا خوړكې يوه ډله شهسواران دي غواړي حمله درباندې وكړي، نو آيا تاسې به زما دغه خبره ومنئ؟ دوى وويل: هو، مونږ له تا نه هميشه رښتيا اوريدلي دي. بيا يې ورته وفرمايل: زه تاسې ته له يوه سخت عذاب نه د خبر وركونكي  په حيث راغلى يم. پدې وخت كې ابو لهب وويل: ټوله ورځ هلاك اوسې، همدا نن هلاك شې آيا د همدې لپاره دې راټول كړي وو؟ نو پدې پسې (تبت يدا ابي لهب و تب) (مات، هلاك دې شي دواړه لاسونه د ابي لهب او پخپله دې هم هلاك شي)) سورت رانازل شو.]

مسلم شريف له ابو هريره (رضي الله عنه) نه په روايت سره ددې كيسې بل اړخ رانقلوي وايي: كله چې د(وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الأَقْرَبِينَ) آيت را نازل شو، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آواز وكړ، دا آواز عام هم و او خاص هم، ويې فرمايل:((يا معشر قريش انقذوا انفسکم من النار،يا معشر بني کعب! انقذوا انفسکم من النار، يا فاطمةبنت محمد! انقذي نفسک من النار، فاني والله لا املک لکم من الله شيئا، الا ان لکم رحما سابلها ببلالها)).

اې قريشو! ځانونه له جهنم نه وساتئ، اې بني كعب! ځانونه له دوزخ نه وساتئ، اې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لورې فاطمې! (رضي الله عنها) ځان له اور نه وساته، ځكه قسم په خداى چې زه د الله تعالى له مواخذې او ګرفت نه ستاسې د خلاصون په لاره كې هيڅ واك او اختيار نلرم، خو دا ده چې ستاسې سره د نسب او قرابت اړيكې لرم، او كوښښ كوم چې حق يې ادا کړم، ټينګې او برقرارې يې وساتم.(1)

دا بلنه پوره او بشپړ اعلان او تبليغ و، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلو خپلوانو ته دا وښوده چې نور د اړيكو ټينګښت پدې رسالت باندې تر ايمان راوړلو پورى اړه لري او د الله تعالى له لوري ددې اعلان او انذار له نازليدو وروسته د عربو باطل قوميت او قومي تعصب له مينځه تللى دى.

د حق اعلان او د مشركينو عكس العمل

ددې آواز انګازې د مكې په شا او خوا كې لا اوريدل كيدلې چې د الله تعالى يو بل امر رانازل شو او هغه داسې و:((فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنْ الْمُشْرِكِينَ)).(الحجر:94)

ترجمه: نو ښكاره (او په جهر كړه اې محمده!) هغه چې ته مامور يې پرې او مخ واړوه له مشركانو څخه (او مه كوه هيڅ التفات او پروا ددوى ويلو ته)). نو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم پيل وكړ د شرك او خرافاتو له مخ نه پردې اوچتوي، ضررونه يې په ګوته كوي د بتانو اصلي څيره خلكو ته ښيي او د مثالونو په رڼا كې ددې باطلو معبودانو كمزوري او ناتواني په ګوته كوي او دا اعلانوي  هر څوك چې د بتانو عبادت كوي او يا بتان د ځان او الله تعالى تر مينځ وسيله ګرزوي هغوي ټول ګمراهان او بې لارى دي.

كله چې د مكې خلكو واوريدل چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په بتانو پسې خبرې كوي او په ډاګه سره وايي چې مشركان او د بتانو عبادت كوونكي ټول ګمراهان او په باطله روان دي، نو دا د حق آواز لكه تندر داسې ورباندې ولګيد، اور ورباندې بل شو، ويرې واخيستل چې هسې نه دا عظيم انقلاب د هغوى ټول عادات او عنعنات ختم نكړي، نو همدا وه چې ددې بر حق انقلاب په وړاندې ودريدل او د دښمنۍ لاره يې ورسره ونيوه.

مشركان ځكه ددې لوى بدلون او عظيم انقلاب په وړاندې ودريدل چې پدې پوهيدل چې له يوه الله تعالى نه پرته له بل هر چا نه د الوهيت نفي، او په رسالت او آخرت باندې ايمان دا معنى لري چې انسان بايد دې دين ته په كامله توګه مطيع او فرمانبردار وي او دې رسالت ته داسې تسليم شي چې بيا د ځان او مال سودا او خبره ورسره نه وي، هر څه يې الله تعالى ته سپارلي وي. څرګنده ده چې پدې صورت كې خو بيا د مشركينو هغه باطله مشري او واكداري له مينځه تلله، او بيايې نه شوى كولى خلكو ته د دين په نامه بازي وركړي، ويې غولوي او دا ممكنه نه وه چې نور يې پر مظلومانو باندې خپلو ظلمونو ته ادامه وركړې وى. هو، هغوى د ايمان په رښتينې معنى پوه وو ځكه يې زړه نه شوى ورته ښه كولى. هغوى خپله ګمراهي او باطله مشري نه شواى پريښودلى نو ځكه يې د رسالت له قبلولو نه  انكار كاوه، الله تعالى فرمايي: ((بَلْ يُرِيدُ الإِنسَانُ لِيَفْجُرَ أَمَامَهُ)) (القيامة:5)

هغوى پدې ټولو ښه پوه وو، خو حيران وو، چې  د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شان صادق، امين، كريم، عزيز او د داسې عظيم شخصيت درلودونكي چې په اوچتو اخلاقو او سپيڅلتيا كې يې په ډيرو پيړيو كې مثال ندې ليدل شوى، په وړاندې څه وكړي؟ او كومه لاره ورسره ونيسي؟  له سلا او مشورو، غور او فكر وروسته دې فيصلې ته ورسيدل چې د رسول اكرم(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره ابوطالب ته ورشي او سوال ورنه وكړي چې خپل وراره لدې كارنه واړوي . زيار يې يوست چې خپله دا غوښتنه جدي اوكلكه وښيي، نو دا خبره يې سره غوټه كړه چې ابوطالب ته به داسې وايي: د بتانو د عبادت پريښودلو ته بلنه، او دا خبرې چې دا بتان باطل دي، هيڅ وس او توان نلري، دا ټول په حقيقت كې د دوى (مشركانو) او د دوى د پلرونو سپكاوى او د دوى  د دين توهين دى چې دوى يې نه شي زغملى .

ابوطالب ته د قريشو جرګه

ابن اسحاق وايي: د قريشو ځينې مشران ابوطالب ته ورغلل اوداسې يې ورته وويل: ابوطالبه! ستا وراره زمونږ خدايانو ته د بدو نسبت كوي، زمونږ دين باطل ګڼي، زمونږ پلرونه بې لارې اوګمراهان بولي، مونږ ته بې عقلان او احمقان وايي، نو يا يې لدې كار نه واړوه، او يا ته له مينځه ليرې شه  چې مونږ ورسره پوه شوو او خپل حساب ورسره تصفيه كړو، پوهيږو ته هم زمونږ په شان اختلاف ورسره لرې، نو پريږده چې ورنه بې غمه دې كړو. ابوطالب په ډيره ښه او نرمه لهجه هغوى ته ځواب وركړ او رخصت يې كړل. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل دعوت جاري ساته او د الهي دين د قيام او حاكميت لپاره يې نه ستړيدونكې هلې ځلې كولې.١

د حج په موسم كې د دعوت د مخنيوي پخاطر د قريشو مشورتي غونډه

د ښكاره بلنې له پيل نه يوازې څو مياشتې تيرې شوې وې چې د حج وخت را نژدې شو  قريش متوجه شول چې پدې وخت كې د مختلفو ځايونو خلك راځي، نو په كار ده چې داسې يو تدبير ونيول شي او داسې يوه خبره سره جوړه شي چې عربان ورباندې قانع كړى شو ترڅو د محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبره و نه مني او دعوت يې اغيزه ورباندې ونكړى شي. نو همدا وه چې ټول وليد بن مغيره ته ورغلل ترڅو پدې هكله مشوره ورسره وكړي. وليد ورته وويل: په كار ده پدې هكله يوه خبره جوړه كړو، داسې و نه شي چې يو به يو څه وايي او بل به بل څه، ځكه دا پخپله يو د بل د خبرې اثر كموي او ارزښت يې له منځه وړي. دوى ورته وويل:  ته ووايه چې څه بايد ووايو؟ وليد وويل: نه، لومړى تاسې خپل نظرونه څرګند كړئ زه به يې اورم. دوى وويل: داسې به وايو چې محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)كاهن دى. وليد وويل: نه والله كه هغه كاهن وي، كاهنان خو مونږ ليدلي هغوى داسې نه وي، د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې د كاهنانو له خبرو سره نه په  سجع اوقافيه او نه زمزمه په هيڅ شي كې هم ورته والى نلري. قريشو وويل: وايو به چې محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) شاعردى. وليد وويل: نه هغه شاعر هم ندى، مونږ په شعر پوهيږو، د شعر ټول ډولونه رجز، هجز، قريض، مقبوض، او مبسوط راته معلوم دي د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اقوال او خبرې شعر ندى. بيا دوى وويل: نو وايو به چې محمد(صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ساحر دى. وليد وويل: ساحر هم ندى، ساحران مو ليدلي. هغوى داسې نه وي. نو دوى ورته وويل:اوس ته ووايه څه ووايو؟ وليد وويل: قسم په خداى (جل جلاله) د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې ډيرې خوږې دي، ريښې يې ډيرې ټينګې، اصل يې مضبوط  او څانګې يې ميوه دارې دي، تاسې يې چې په هكله  هرڅه ووايئ خلك يې مني،ستاسو په خبرو باور نه كوي، خو زما په نظر تر ټولو مناسبه دا ده چې وويل شي هغه جادوګر دى، داسې څه يې راوړي چې د هغه په واسطه د پلار او زوى، وروڼو، ميړه او ښځې، قوم او قبيلې ترمنځ  بيلتون راولي، يو له بل سره يې اړيكې شلوي، بالاخره ټول په همدې خبره سره متفق شول او مجلس يې پاى ته ورسيد ١.

ځنې نور روايتونه وايي: كله چې وليد د قريشو ټولې خبرې او نظريې ردكړې نو دوى ورته وويل: اوس ته خپل سيي او بې داغه نظر راته څرګند كړه، ووايه ستا رايه څه ده؟ وليد وويل: اجازه راكړئ چې پدې هكله څه سوچ او فكر وكړم، له ډير سوچ او فكر ورسته يې دوى ته خپل مخكې ذكرشوى نظر وړاندې كړ چې د ټولو سلا ورباندې راغله.١  الله تعالى د وليد په هكله د مدثر په سورت كې (16) آيتونه نازل كړيدي، او دا مبارك آيتونه د نوموړې خبرې په هكله د وليد د فكر او سوچ كولو حالت ته هم اشاره كوي، فرمايي : ((إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ (18) فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ (19) ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ (20) ثُمَّ نَظَرَ (21) ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ (22) ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ (23) فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ يُؤْثَرُ (24) إِنْ هَذَا إِلاَّ قَوْلُ الْبَشَرِ (25))(المدثر:١٨٠-٢٥).

[ترجمه: بيشكه هغه فكر وكړ (چې څرنګه طعن وكړم په قرآن) كې او اندازه يې وكړه  په زړه خپل كې (كار د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ) ووژلى شو (ملعون كړى شو) څرنګه يې اندازه كړه بيا دې ووژلى شي (ملعون دى كړى شي) څرنګه اندازه يې وكړه (په طعن د قرآن او محمد كې) بيا يې وكتل (محمد يا قرآن ته) بيايې مخ تريو كړ او تندى يې غوټه كړ (له كراهيته) بيايې شا واړوله (له محمده) او غاړه يې وغړوله (له اسلاميته) نو ويې ويل نه دى دا (قرآن) مګر خو سحر دى چې نقل كاوه شي (له نورو ساحرانو نه) نه دى دا (قرآن) مګر خو خبره د بشر (بني آدم) ده.]

د قريشو په همدې خبره سلا راغله، او كله چې د حج وخت راورسيد نو قريشو به د مكې ټولې لارې ونيولې هر څوك به چې راتلل د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله به يې هماغه مخكې جوړه شوې خبره ورته كوله، او كوښښ به يې كاوه د خلكو توجه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه بلې خواته واړوي.(2)

ددې باطلې وظيفې په سرته  رسولو كې ابو لهب تر ټولو مخكې و، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به  د حج په دوران كې حاجيان پخپلو ځايونو او مېنو لكه عكاظ، مجنه او ذي المجاز كې د الله تعالى لوري ته رابلل، هلته به يې تشريف وروړه او هغوى ته به يې د اسلام دعوت وركاوه، ابو لهب به ورپسې و او خلكو ته به يې ويل: د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خيره ونه منئ، دا يو دروغجن او له خپل دين نه اوښتى شخص دى.(3)

ددې هلو ځلو نتيجه دا شوه چې عربو د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نبوت خبر له ځان سره خپلو ځايونو ته يووړ، او پدې ترتيب سره د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نوم او د دعوت خبر په ټولو عربو كې خور شو.

له اسلامي دعوت سره د مقابلي بيلابيل شكلونه

كله چې قريشو وليدل محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هيڅ ډول خپله لاره او بلنه نه پريږدي، نو يو ځل يې بيا سوچ وكړ او د اسلامي دعوت د له مينځه وړلو پخاطر يې لاندينۍ هلې ځلې او توطيې په كار واچولې:

1_ تكذيب، ملنډې، خنداګانې، استهزاء او مسخرې – قريشو غوښتل پدې ډول سره او لدې لارې نه د مسلمانانو روحيات كمزوري، ارادې يې ماتې او د ذلت او سپكاوي معامله ورسره وكړي. نو همدا وه چې په رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پورې يې ډول ډول تورونه او تهمتونه وتړل، د هغه جناب (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شان كې يې ډيره بې ادبي او ګستاخي كوله، كله به يې ليونى باله، قرآنكريم فرمايي:

((وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ)) (الحجر: 6) [او ويلې (دغو كفارو محمدته) اې هغه سړبه چې نازل كړى شويدى پر هغه باندې ذكر(قرآن ، پند) (په زعم د منكرينو) بيشګه ته خوا مخواه ليونى يې.] كله به يې د سحر او دروغو نسبت ورته كاوه، الله تعالى فرمايي: ((وَعَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ)) (ص: 4)  [او تعجب كوي (كفار) له دې نه چې راغلى دى دوى ته (نبي) ويروونكى له دوى نه او وايي دا كافران چې دغه (ويروونكى نبي) ساحر كوډګر دى، دروغجن.] د قريشو كفارو به رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته په ډيره بده سترګه كتل، له حد نه زياته كينه او عداوت يې ورسره درلود، تل به په دې هڅه كې وو چې په سترګو كې يې وخوري. الله تعالى داسې خبر راكوي:

((وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ)) (القلم:51)

[او بيشكه نژدې وو هغه كسان چې كافران شويدي خوامخواه وبه ښويوي تا (وبه دې غورځوي پر ځمكه) پخپلو سترګو سره هر كله چې واوريده دوى قرآن (ستا له ژبې) او وايي دوى (د كينې له مخې) بيشكه دغه (محمد) ليونى دى.]

رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې كله له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره ناست و، قريشو به  له استهزاء نه په ډكه لهجه سره ويل: وګورئ دا دده ملګري دي!! قرآنكريم فرمايي: ((…أَهَؤُلاءِ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنْ بَيْنِنَا)) (الأنعام: 53).   [آيا هم دا (خواران) فضل كړيدى الله پردوى په  منځ زمونږ كې (په هدايت سره).] الله تعالى ددې په ځواب كې فرمايي: ((أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ)) (الأنعام: 53) [آيا نه دى الله ښه عالم په شكر كوونكو (په نعمت د اسلام بلكه دى، نو ځكه تفضلا احسان پرې كوي).]

قرآنكريم د مشركينو دا كيفيت او حالت په ګوته كوي فرمايي: ((إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنْ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (29) وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ (30) وَإِذَا انقَلَبُوا إِلَى أَهْلِهِمْ انقَلَبُوا فَكِهِينَ (31) وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلاءِ لَضَالُّونَ (32) وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ)).(المطففين: 29- 33).  [بيشكه هغه كسان چې كافران شويدي، وو دوى په هغو كسانو باندې چې ايمان يې راوړى و خندل به يې، او مسخرې به يې پرې كولې) او كله چې تيريږي منكران پر مومنانو باندې هغوى ته پخپلو منځونو كې سره سترګكونه وهي (لپاره د استهزاء) او كله چې  وګرځي خپلو كورونو ته (نو) ګرځي دوى خوشاله (خبرې جوړوونكي په سبب د تمسخر او استهزاء پر مومنانو باندې) كله چې وبه ليدل (كفارو) دغه (مومنان) نو ويل به يې پخپل منځ كې چې بيشكه دغه (مومنان) خامخواه بې لارې دي حال دا چې ندي ليږل شوي (كافران) پردغو (مومنانو) باندې ساتونكي څارونكي.]

2- شکوک:  د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ذات، شخصيت او هداياتو په خلاف د بې اساسه شكوكو او شبهاتو راولاړول، او د هغه په خلاف دروغ او  دومره زيات پروپاګند په كار اچول چې عوام خلك هيڅ ددې فرصت ونه مومي چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دعوت او رسالت په هكله غور، تفكر او تامل وكړي. مشركانو چې د قرآنكريم په هكله  څه عقيده درلوده الله تعالى هغه داسې بيانوي:

((وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلاً)) (الفرقان:5). [او وايي (كفار) دا كيسې دي د ړومبنيو خلكو چې ليكلې دي هغه (محمد) پر ليكونكو پس هغه لوستل كيږي په ده سهار او ماښام.] ((إِنْ هَذَا إِلاَّ إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ)) (الفرقان:4)مشركينو به دا هم ويل: ((إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ)) (النحل: 103) [بيشكه همدا خبره ده چې ښوونه كوي ورته انسان.]

د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)  په هكله به يې د اعتراض په توګه دا هم ويل: ((وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الأَسْوَاق))(النحل:7). [او وايي (كفار) چې څه دى دغه رسول ته چې خوري طعام او ګرځي په بازارونو كې (لكه نور خلك د پاره طلب د معاش).]

قرآنكريم ځاى ځاى د مشركينو دې ډول پروپاګند، ناروا تبليغاتو او له دښمنۍ نه ډك او بې اساسه انتقاداتو ته اشاره كړې او د هغې ځواب يې ويلى دى.

3_ د پخوانيو كيسو په بيان سره د قرآنكريم مقابله، او په همدې كيسو سره له قرآنكريم نه د خلكو ليرې ساتل. ويل كيږي چې نضر بن حارث يو ځل قريشو ته وويل: اې قريشو! قسم په خداى چې تاسې له يوې داسې پيښې سره مخامخ شوي ياستئ چې تر اوسه پورې مو يې هيڅ بند او بست ندى كړى، محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يو داسې ځوان و، چې ستاسې په مينځ كې تر ټولو زيات منل شوى، ريښتونى او امين شخصيت و، تر څو په سركې يې سپين ولګيدل، او دا نوى دين  يې درته راوړ، نو بيا تاسې ساحر وباله، خو قسم په الله هغه ساحر ندى، ساحران خو مونږ ليدلي هغوى داسې نه وي، دا مو وويل چې هغه كاهن دى، قسم په خداى هغه كاهن هم ندى، ومو ويل چې شاعر دى قسم په الله، شاعر هم ندى، شعر او د شعر ډولونه خو مونږ پيژنو هغه داسې نه وي، دا مو وويل چې هغه ليونى دى، خو قسم په الله هغه ليونى هم ندى. اې قريشو، بيدار شئ، متوجه شئ تاسې له  يوې ډيرې لويې پيښې سره مخ شوي ياستئ.

وروسته نضر بن حارث (حيره) ته لاړ او هلته يې د فارس د پاچايانو لكه رستم او اسفنديار كيسې او نكلونه زده كړل او بيرته راغى. او كله به چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په كوم مجلس كې وعظ او تبليغ كاوه خلك به يې له الهي عذاب نه ويرول، نضر به ورپسې ورته او ويل به يې: قسم په خداى، محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ما نه ښې او غوره خبرې نه شي كولى او شروع به يې وكړه خلكو ته به يې د رستم او اسنفديار كيسې اورولې بيا به يې ويل: د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې زما له خبرو نه په څه غوره او ښې دي(1) ؟

له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه په يوه روايت كې رانقل شوي چې نضر بن حارث يو شمير ډمې په بيه اخيستې وې، كله به چې خبر شو چې فلاني سړي د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته ميلان پيدا كړيدى، نو يوه ډمه به يې ورپسې كړه، ډمې به نوموړي سړي ته خوراك او څښاك برابراوه، خدمت به يې كاوه او سندرې به يې ورته ويلې تر څو به يې له اسلام سره د نوموړي اړيكې وشلولې، الله تعالى پدې هكله فرمايي:((وَمِنْ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ))(لقمان:6). [ځنې خلك داسې هم دي چې بيهوده او لهوه خبرې اخلي تر څو د الله له لارې نه خلك  ورباندې بې لارې كړي.]

4_ توطئې: قريشو د سازش او توطيې لاره هم نيولې وه، غوښتل يې د يوې سودا بازۍ په نتيجه كې اسلام او جاهليت سره ګډ كړي. پيشنهاد يې وكړ چې له څه نه به مونږ تير شو او له يو څه نه دې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تير شي. قرآنكريم دېته اشاره كوي او فرمايي: ((وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ)) (القلم:9) [خوښوي دوى چې كه ته نرمي كوې(له دوى سره) نو دوى به هم نرمي كوي (له تاسره).] د ابن جرير او طبراني يو روايت دى چې وايي: مشركينو رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وړانديز وكړ چې  يو كال ته زمونږ د خدايانو عبادت وكړه، او يو كال به مونږ ستا د خداى عبادت وكړو. خو د عبد بن حميد روايت وايي چې هغوى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل: كه ته زمونږ خدايان ومنې نو مونږ به ستا د رب عبادت وكړو.(٢)

ابن اسحاق وايي: يو ځل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له بيت الله شريف نه طواف كاوه چې د قريشو مشران لكه الاسود بن المطلب بن اسد بن عبدالعزى، وليد بن مغيره او اميه بن خلف او عاص بن واثل السهمدي ورته راغلل او ورته ويې ويل: راځه ته زمونږ د خدايانو عبادت كوه، او مونږ به ستا  د خداى عبادت كوو، پدې ډول به عبادت سره شريك كړو، كه چېرته ستا معبود زمونږ له معبودانو نه غوره وي، نو مونږ به هم څه فايده كړې وي، او كه زمونږ معبودان ستا له معبود نه غوره وي، نو بيا به تا هم څه ګټه كړې وي. د دوى دا پيشنهاد الله تعالى رد كړ او دا سورت  يې را نازل كړ(١):

((قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1) لا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2) وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3) وَلا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدتُّمْ (4) وَلا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5) لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6)).

[ووايه (اې محمده! چې) اې كافرانو، نه كوم زه عبادت د هغه شي چې تاسې يې عبادت كوئ…..]

پدې ترتيب سره الله تعالى د دوى دا سازش هم له خاورو سره خاورې كړ، او په ډاګه سره يې اعلان وكړ چې د مشركينو لاره له اسلام نه بيله او جدا ده. پدې هكله د روايتونو له اختلاف نه دا څرګنديږي چې كيداى شي مشركينو څو ځله ددې سازش هڅې كړې وي.

پر مسلمانانو باندې ظلمونه

د نبوت د څلورم كال په لومړيو كې قريشو د اسلامي دعوت د مخنيوي پخاطر پورته يادې شوې لارې چارې يوه په بله پسې په كار واچولې، څو مياشتې همداسې تيرې شوي، خوكله پوه شول چې نور دا هلې ځلې ناكامې دي، او نه شي كولى پدې سره د اسلامي دعوت مخه ونيسي، نو يو ځل بيا سره راغونډ شول او يوه پنځه ويشت كسيزه كوميټه يې جوړه كړه مشر يې ابو لهب و. د كوميټې غړو له ډير غور او بحث وروسته فيصله وكړه چې نور بايد د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، اسلام او اصحابو (رضي الله عنهم) په خلاف له زور، زياتي، وحشت او تيري نه كار واخيستل شي.(٢)

هغوى دا فيصله وكړه او د فيصلې د پلي كولو لپاره يې مټې راونغښتلې. مشركينو په آسانۍ سره كولاى شوي په اصحابو (رضي الله عنهم) خصوصاً په بې وسه كسانو هر ډول ظلم او زياتى وكړي، خو د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله هر چا دا جرات نه شوى كولى، ځكه هغه د داسې عظيم شخصيت درلودونكى و چې له دوستانو وړاندې دښمنانو ورته د قدر او احترام په سترګه كتل، او د هغه په وړاندې يوازې هغو كسانو بې ادبي او ګستاخي كولى شوى چې له عقل او حيا به بالكل خلاص وو. او ددې تر څنګ محمد (صلى الله عليه وسلم) د ابو طالب غوندې مهم سړي له تائيد او ملاتړ نه هم برخمن و، هغه ابو طالب چې د مكې سردار او د خلكو په مينځ كې د قدر او منزلت خاوند و. چا دا جرات نه شوى كولى چې هغه كم وشميري، تړون  يې مات كړي او د كورنۍ پر غړو يې تجاوز وكړي. دې وضعې قريش څه انديښمن كړي وو، او جرات يې ورنه سلب كړى وو، خو كله چې د هغوى زعامت او د دين په نامه تر لاسه شوې مشري د نوي اسلامي دعوت تر تهديد لاندې راغله، نور نو لكه ليونيان را پورته شول او د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف يې هم ظلمونه او تيري شروع كړل. پدې كار كې ابو لهب له هر چا نه وړاندې و، ومو كتل چې د بني هاشم په غونډه او د صفا په غونډۍ يې له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره څه وكړل.

ځنې روايتونه وايي چې د صفا په غونډۍ وروسته له هغې چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله بلنه واوروله، ابو لهب يوه تيږه واخيسته او غوښتل يې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورباندې وولي.(١) له بعثت نه مخكې د ابو لهب زامنو عتبه او عتيبه د رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) له لوڼو (رقيې او ام كلثوم رضي الله عنهما) سره ودونه كړي وو، خو له بعثت نه وروسته ابو لهب خپل زامن دېته اړ ايستل چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لوڼو ته طلاق وركړي.(٢)

هغه وخت د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دوهم زوى عبدالله وفات شو، ابو لهب له ډيرې خوشالۍ نه منډې كړې او خپلو ملګرو ته يې زيرى وركاوه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابتر (ميراث) شو.(٣)

لكه مخكې مو چې وويل ابو لهب به د حج په دوران او بازارونو كې په رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پسې روان وو او خبرې به يې ورتكذيبولې. طارق بن عبدالله محاربي وايي: ابو لهب نه يوازې دا چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبرې به يې تكذيبولې بلكه هغه جناب به يې په تيږو هم ويشته او د بشريت د عظيم لارښود (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مباركې پوندې به يې په وينو رنګولې.  (1)

د ابو لهب ښځې ام جميل اروى بنت حرب بن اميه چې د ابوسفيان خور وه، هم له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره د ابو لهب په شان عداوت او كينه درلوده، اغزي به يې راټولول او د شپې له مخې به يې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دروازه او لارو كې ورته شيندل. نوموړې ډير خرابه ژبه درلوده، د الله تعالى د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شان كې يې ډيره ګستاخي او بې شرمي كوله، تورونه او تهمتونه به يې ورپسې تړل، فتنې او فسادونه به يې  جوړول، او همدا وجه ده چې قرآنكريم ورته حماله الحطب ويلي دي.

اروى چې كله واوريدل قرآنكريم ددې او د ميړه يې (ابو لهب) غندنه كړيده، نو پداسې حال كې جومات (مسجد الحرام) ته راغله چې يو موټى تيږې هم ورسره وې، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او ابوبكر (رضي الله عنه) د كعبې شريفې خوا ته ناست وو. كله چې ورنژدې شوه نو الله تعالى يې په سترګو پرده ور واچوله او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې نه ليده، ابوبكر (رضي الله عنه) ته يې وويل: ملګرى دې چېرته دى؟ خبره شوې يم چې زما بدي يې بيان كړيده، قسم په خداى كه مې وليد نو پدې تيږو به يې په ده خوله وولم! ګوره، زه يوه شاعره يم، بيايې داسې وويل:

مذمما عصينا – و أمره ابينا – و دينه قلينا(2)

موږ د مذمم (په بدو ياد شوي) نافرماني كړې، د هغه مو نده منلې او د هغه دين مو د نفرت او حقارت له مخې پريښى دى، دا خبره يې وكړه او ووتله.

وروسته ابوبكر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آيا هغې ته ونه ليدلې؟ رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏(‏ما رډتنى، لقد ډخذ الله ببصرها عني‏)‏‏.‏ نه زه يې ونه ليدلم ځكه الله تعالى يې پر سترګو پرده واچوله(3). ابوبكر بزار دا كيسه رانقلوي او وايي: كله چې اروى راغله ابوبكر (رضي الله عنه) ته يې وويل: ستا ملګري زمونږ هجوه (بدي) ويلې ده. ابوبكر (رضي الله عنه) ځواب وركړ، نه، قسم په الله هغه شعر نه وايي. ام جميل ورته وويل: ته مصدق يې خبره دې  د منلو ده .

ابو لهب سره لدې چې د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره هم و او ګاونډى هم، خو بيا يې هم دا ټول ظلمونه ترسره كول. د ابو لهب كور د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له كور سره بالكل جوخت، څنګ په څنګ و، نوموړي به لكه د نورو مشركينو په شان رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته پخپل كوركې هم ضرر او اذيت رساوه. ابن اسحاق وايي: د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ګاونډيانو له جملې نه ابو لهب، حكم بن ابي العاص بن اميه، عقبه بن ابي معيط، عدي بن حمراء الثقفي، او ابن الاصداء الهذلي دومره شرير او خبيث وو چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې حتى پخپل كوركې هم له شره په امن نه و.

دې شريرانو به په كور كې هم اذيت ورساوه، او لدې جملې نه يوازې حكم بن ابي العاص چې د اموي خليفه مروان پلار و په اسلام مشرف شوى نور ټول مشرك مړه شويدي! د هغوى د اذيت رسولو يوه طريقه دا وه چې كله به رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لمونځ كاوه نو كوم يوه به يې د ميږې پريوان ورباندې وراچاوه، او يا به چې كله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ديګ باندې كړى و، نو دوى به پريوان را واخيست او د ديګ پر سر به يې  وراچاوه. بالاخره رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مجبور شو چې يوه پنايي جوړه كړي تر څو د لمانځه په وخت كې د دوى له شره په امن وي. او كله به چې نوموړو مشركينو پريوان او يا كثافت ورباندې ورواچاوه، نو د الله تعالى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به په يوه لرګي سره را پورته كړ، په دروازه كې به  ودريد او فرمايل به يې: اې بني عبدمناف! دا څه ډول ګاونډيتوب دى؟ بيا به يې پريوان ايسته واچاوه.(1)

عقبه بن ابي معيط پدې خباثت كې نور هم وړاندې تللى وو. بخاري شريف له عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) نه روايت كوي چې: يو ځل رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كعبې شريفې خوا ته لمونځ كاوه، ابو جهل او ډله يې ناست وو، كوم يوه يې وويل: څوك به د بني فلان د اوښ لرى او كولمې راوړي او كله چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په سجده څملي دا شيان يې په شا ورواچوي؟ پدې وخت كې تر ټولو بدبخته او خبيث سړى (عقبه بن ابي معيط) پاڅيد هغه شيان يې راوړل او كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سر په سجده كيښود هغه شيان يې ورباندې ورواچول. ابن مسعود (رضي الله عنه) وايي: ما كتل خو هيڅ مې هم له لاسه نه و پوره، ويل  مې كاشكي مرستندوى مې درلودى، ابو جهل او ډلې يې خندل او له ډيرې خوشالۍ او غرور نه يو پر بل وركږيدل يوې خوا بلې خواته اوړيدل، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همداسې سر په سجده پروت و تر څو فاطمه (رضي الله عنها) راغله او هغه شيان يې ورنه ايسته كړل. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سر را اوچت كړ او درى ځله يې وفرمايل: ((اللهم عليك بقريش)) اې خدايه! له قريشو سره پوه شې، چاره يې وروكړې. په مشركينو هم د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې دعا اثر وكړ او ډيره سخته ورباندې تمامه شوه ځكه هغوى داسې باور درلود چې دلته دعاګانې قبليږي. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيا وفرمايل: (اللهم عليك بډبي جهل، وعليك بعتبة بن ربيعة، وشيبة بن ربيعة، والوليد بن عتبة، وأمية بن خلف، وعقبة بن ډبي معيط‏)‏ اې خدايه! ته د ابو جهل، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، وليد بن عتبه، اميه بن خلف او عقبه بن ابي معيط چاره ور وركړې.  ابن مسعود(رضي الله عنه) وايي اووم نوم  يې هم ياد كړ خو زما په ياد ندى. ابن مسعود بيا وايي: قسم په خداى دا ټول كسان چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې نومونه واخيستل د بدر په ورځ  مې وليدل چې ټول مړه او مردار پراته او په كنده كې غورځيدلي وو(١).

اميه بن خلف به چې كله رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد نو استهزاء به يې ورپورې كوله، اشارې او سترګكونه به يې كول، نو د ده په هكله الله تعالى دا آيت را نازل كړ: ((وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ) (الهمزة:1)

ابن هشام وايي: ((همزه)) هغه سړي ته ويل كيږي چې په ښكاره سره بل سړى كنځي، په سترګكونو او اشارو سره ملنډې ورباندې وهي، او ((لمزه)) هغه ته وايي چې په پټه سره د خلكو بد وايي او اذيت ورسوي.(٢)

د اميه ورور ابي بن خلف د عقبه بن ابي معيط ډير نژدې ملګرى و، يو ځل عقبه د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې كيناست او څه خبرې يې ورنه واوريدې، خو كله چې ابي بن خلف ورباندې خبر شو، نو عقبه يې ډير بې زړه وباله، زيات يې تهديد كړ، او غوښتنه يې ورنه وكړه چې لاړ شي او رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورتف كړي. هغه خبيث هم همداسې وكړل، او ده پخپله يعنې ابي بن خلف يو وروست شوى هډوكى راواخيست، ميده يې كړ او د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په طرف يې ور پوكړ.(١)

اخنس بن شريق الثقفي به هم رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته زيات تكليف او اذيت رساوه. قرآنكريم د نوموړي نهه هغه ناوړه صفتونه كړيدي چې دده حقيقي بڼه لوڅوي او فرمايي: (وَلا تُطِعْ كُلَّ حَلاَّفٍ مَهِينٍ (10) هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ    (11) مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ (12) عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ)) (القلم: 10- 13) [نو ته  خبره مه منه د هر ډير قسم خوړونكي سپك عجيب ويونكي، تلونكي په چغلۍ سره، منع كوونكي د خير، له حده تيريدونكي (په ظلم كې) ډير ګنهګار بدخوى، سخت ويونكي، وروسته له دې ټولو عيبو حرام زاده.]

ابو جهل به كله  نا كله د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حضور كې حاضريده او قرآنكريم  به يې ورنه اوريده، خو ايمان به يې نه راوړ، نه به يې اطاعت كاوه، او نه به يې په زړه كې خوف او ويره پيدا كيدله، بلكه رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته به يې هر ډول زيان او تكليف رساوه، خلك به يې د خداى له دين څخه منع كول، او بيا به يې پخپل دې باطل او ناروا كار فخر او وياړ هم كاوه.

قرآنكريم دده (ابوجهل) په هكله فرمايي:

(فَلا صَدَّقَ وَلا صَلَّى) (القيامة:31)(٢) [بيا يې يقين ونكړ (په مومن باندې) او نه يې لمونځ وكړ.]

ابو جهل به تل ددې كوښښ كاوه چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له لمانځه نه منع كړي، يوه ورځ يې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد چې له مقام ابراهيم ( عليه السلام) سره لمونځ كوي نو ورته ويې ويل: اې محمده! (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آيا ته مې لدې كاره نه يې منع كړى؟ لدې سره يې اخطارونه او تهديدونه هم شروع كړل. رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هم ورباندې په غوصه شو او كلك ځواب يې وركړ، نو ده ورته وويل:  اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په څه مې ويروې؟ پدې منطقه كې هيڅوك هم له ما نه زيات زور او ځواك نلري. پدې پسې الله تعالى دا آيت را نازل كړ: (فَلْيَدْعُ نَادِيَه) (العلق:17) (1) [پس را ودې بولي اهل د مجلس خپل.]

په بل روايت كې راځي چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ابو جهل تر غاړه راونيو او خو ځاوه را خوځاوه يې او ورته فرمايل يې: ((أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى (34) ثُمَّ أَوْلَى لَكَ فَأَوْلَى)) (القيامة:34-35) [وړ ده تا ته (اې كافر انسانه! هغه شى (چې بد يې بولې سختي د مرك) پس وړ ده (هغه شى چې بد يې بولې چې سختي د قبر ده) بياوړ ده تا لره هغه شى چې بد يې بولې (چې سختي د ورځې د قيامت ده) پس وړ ده (تا لره هغه شى چې بد يې بولې چې هميشه عذابيدل ستا په دوزخ كې).

دلته د خداى دښمن (ابوجهل) ورته وويل: اې محمده! (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) آيا ته ما ويروې؟ قسم په خداى چې ته او ستا رب زما هيڅ هم نه شي كولئ، زه ددې سيمې تر ټولو غوره او عزيز اوسيدونكى يم.(2)

په هر ترتيب ابو جهل له خپل رذالت او خباثت نه لاس وانخيست، بلكه  لا پسې بدبخت شو. مسلم شريف له ابو هريره (رضي الله عنه) نه روايت كوي وايي: ابو جهل يو ځل د قريشو سردارانو ته وويل: آيا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ستاسې په وړاندې خپل مخ په خاورو كې ږدي؟ دوى ورته  وويل: هو، نو ده وويل: په لات او عزى قسم يادوم كه ما هغه پداسې حال (سجده) كې وليد، نو په غاړه به يې پل وركيږدم او مخ به يې په خاورو ولړم. بيا وروسته كله چې ابو جهل وليد رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لمونځ ادا كوي هغه وروان شو او غوښتل يې چې پر مباركه غاړه يې پل وركيږدي، خو خلكو كتل چې بيرته په شا را روان دى او لاسونه يې داسې مخې ته نيولي چې ته به وايې له څه شي نه د ځان دفاع كوي، خلكو ورته وويل: ابو الحكمه! څه خبره ده؟ ده وويل: زما او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر منځ د اور يوه كنده ده، او هغه وزرې لرونكي! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي: ‏(‏لو دنا منى لاختطفته الملائكة عضوًا عضوًا‏)‏‏.‏كه چېرې ابو جهل ماته را نژدې شوى واى، نو ملائكو به ټوټه ټوټه كړى واى. دا هغه ظلمونه وو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حق كې ترسره كيدل، هغه رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې د ټولو په وړاندې عزيز او قدرمن و، او د ابو طالب چې د مكې ډير محترم او مخور شخصيت و تاييد او ملاتړ هم ورسره و، نو ويلى شو هغه ظلمونه چې مشركانو په نورو اصحابو (رضي الله عنهم) خصوصا هغو بې وزله او بې كسه كسانو باندې راوستلي وْ لدې نه څو چنده سخت او دردوونكي وو.

د هرې قبيلې مشركانو به د خپلې قبيلې مسلمان غړي په ډول ډول عذابونو تعذيبول، او كه څوك داسې مسلمان به پيدا شو چې دلته به يې خپل خپلوان نه درلودل بې كسه او بې وطنه به و،  نو د قريشو سردارانو به داسې ظلمونه ورباندې كول چې وجدان يې له ياد نه شرميږي.

ابو جهل به چې خبر شو فلانى سړى مسلمان شويدى، نو كه  هغه به د مقام او شرف خاوند و د تهديد او اخطار لاره به يې ورسره نيوله، او پدې به يې ويراوه كه له اسلام نه وانه وړي نو د ځاني او مالي زيان انتظار دې باسي، او كه به دا نوى مسلمان كمزورى او بې وسه و، نو بيا به يې تر متروكو لاندې نيوه او واهه به يې، او د وهلو ټكولو له لارى به يې د هغه د بې لارۍ او ارتداد كوښښ او هڅې كولې(1). او همدا راز نور خلك به يې هم د هغه په خلاف را پاڅول.

د حضرت عثمان بن عفان (رضي الله عنه) تره به هغه  د كجورو په پوزي كې نغښت او بيا به يې له لاندې نه دويه  ور پسې لګوله  دودونه (لوګي) به يې ورته جوړول.(2)

د مصعب بن عمير (رضي الله عنه) مور چې كله د خپل زوى له اسلام راوړلو نه خبريږي، نو خپل هغه نازولى او په نعمتونو كې پټ زوى له كوره شړي او دومره لوږه  او تنده ورباندې راولي چې هغه نرمه څرمن يې وچېږي، درز، درز چوي، او بدن يې لكه د مار په شان پټوكي (پوستكي) اچوي.(3)

بلال بن رباح (رضي الله عنه) چې د اميه بن خلف الجمحي غلام و كله چې په اسلام  مشرف شو، نو اميه بن خلف به يې  په غاړه كې پړى وراچاوه او هلكانو ته به يې په لاس وركړ چې د مكې په غرونو كې يې تاو راتاو كړي. پړي به يې غاړه ووهله، اميه به په ډير شدت سره راكاږه او په لرګي به يې واهه، سره لمرته به يې كيناوه، سخته لوږه به يې ورباندې راوستله، او په ټكنده غرمه كې به يې  په سرو شګو كې څملاوه او په سينه به يې لويه تيږه ورايښودله او ورته ويل به يې: قسم په الله چې همداسې به پروت وې تر څو يا ومرې اويا په محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې كافرشې او د لات او عزى عبادت وكړې خو بلال (رضي الله عنه) به په همدې سخت حالت كې ويل: احد، احد (الله يو دى، الله يو دى) تر څو يوه ورځ ابوبكر (رضي الله عنه) تيريده او بلال (رضي الله عنه) يې په همدې حالت كې وليد، نو يې هغه په يوه تور غلام، او په بل روايت د سپينو زرو په اوو يا پنځو اوقيو يعنې دوه سوه اتيا درهمه چې له يو كيلو نه زيات سپين زر كيږي او په بل روايت په دوه سوه درهمه چې (735) ګرامه سپين زر كيږي، ورنه واخيست او آزاد يې كړ.(1)

عمار بن ياسر (رضي الله عنهما) چې د بني مخزوم غلام و، ده، مور او پلاريې چې كله ايمان راوړ، نو مشركانو خصوصاً ابو جهل به هغوى په ټكنده غرمه كې له كوره ايستل او په سرو شګو به يې تعذيبول. يوه ورځ رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تيريده او دوى هملته په عذاب او ځور كې وو، نو د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ((صبرا آل ياسر! فږن موعدكم الجنة)) اې د ياسر اولادې صبر كوئ، ستاسې ځاى جنت دى. ياسر د همدې تعذيبونو په نتيجه كې مړ شو، سميه (د عمار مور) هم د ابو جهل  له خوا په فرج كې په نيزه ووهل  شوه او په شهادت ورسيده، پدې ترتيب سره نوموړې د اسلام لومړنۍ شهيده شميرل كيږي. په عمار يې تكليفونه او عذابونه نور هم زيات كړل، كله به يې سره لمر ته دراوه، او كله به يې پر سينه سرې تيږې ورايښودلې او كله به يې په اوبو كې اچاوه او ورته ويل به يې تر هغې دې نه پريږدو تر څو محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته بد ونه وايې، او د لات او عزى ستاينه او په غوره والي يې اعتراف ونكړې! عمار (رضي الله عنه) مجبور شو چې په  خوله دا ورسره ومني، خو وروسته په ژړا د رسول كريم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى او عذرونه يې ورته وړاندې كول، نو الله تعالى دا آيت شريف را نازل كړ.(2)

((مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ…)) (النحل: ١٠٦)

[هر څوك چې كافر شو پر الله وروسته له ايمان راوړلو (نو پرې غضب دى د الله) مګر هغه څوك چې زور پرې وكړى شو (او مجبوراً يې د كفر كلمه وويله) حال دا چې زړه دده آرام نيوونكى دى په ايمان سره.]

ابو فكيهه چې نوم يې افلح  و د بني عبدالدار غلام و، هغوى به يې پښه په رسۍ تړله او بيا به يې په ځمكه راكشاوه.(١)

خباب بن الارت چې د انمار بنت سباع الخزاعيه غلام و هم د مشركينو له خوا په ډول ډول ربړونو ربړولى شويدى، د سر له ويښتانو به يې رانيوه او راكشاوه به يې، ورميږ به يې ورتاواوه ډير ځله به يې په سرو سكروټو څملاوه او د پاسه به يې تيږې ورباندې ايښودلې چې راپورته نه شي. (٢)

زنيره، نهديه او لور يې او ام عبيس هغه  وينځې وې چې اسلام يې راوړى و، او د اسلام پخاطر يې د مشركينو له خوا ډير زيات تكليفونه او ربړونه ګاللي دي. د بني عدي قبيلې د بني مومل كورنۍ يوې وينځې اسلام راوړ، نو عمر (رضي الله عنه) چې هغه وخت مشرك و همغه وينځه تر هغې ووهله چې ښه ستړى شو او ويې ويل: كه ستړى شوى نه واى، نو وهله به مې پسې(٣). بيا ابوبكر صديق (رضي الله عنه) دغه وينځې واخيستلې او آزادې يې كړې، لكه څرنګه يې چې بلال او عامر بن فهيره اخستي او آزاد كړي وو.(٤)

مشركينو به ځينې اصحاب (رضي الله عنهم) د اوښ او يا غوايه په څرمنه كې نغښتل او بيا به يې سره لمر ته اچول، ځينې نورو ته به يې د اوسپنې زغرې وراغوستې او پر سرو تيږو به يې څملول.(٥)

هغه كسان چې د الله تعالى په لار كې ربړيدلي او ځوريدلي ډير دي، خو په لنډه توګه دا ويلى شو هر چا به چې ايمان راوړ كه مشركان به ورباندې خبر شول، نو په ارام به يې نه پريښود او ډير عذابونه به  يې ورباندې راوستل.

دارالارقم (د ارقم كور)

د مشركينو ددې شكنجو او فشارونو په مقابل كې د حكمت تقاضا او غوښتنه دا وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته هدايت وركړي خپل اسلام پټ وساتي. همدا راز له هغوى سره خپل ليده كاته هم په پټه تر سره كړي، ځكه هغه پدې پوهيده كه چېرې په ښكاره توګه سره غونډ شي نو مشركان به مخالفت كوي او پرې به نږدي چې د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل اصحاب وروزي، د الله كتاب او حكم ورزده كړي.

او دا هم كيداى شواى  چې دا ښكاره غونډې د دواړو ډلو تر منځ د تصادم او ټكر سبب شوى واى، لكه څرنګه چې د نبوت په څلورم كال همداسې يوه پيښه وشوه. پيښه داسې وه چې اصحاب (رضي الله عنهم) به په  يوه خوړ كې سره راټوليدل او هلته به يې په پټه لمونځونه كول، يوه ورځ مشركينو وليدل نو بد رد يې ورته وويل او بالاخره يې ترمنځ جګړه ونښته، سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) يو سړى وواهه او وينې يې پرې راماتې كړې او دا په اسلامي تاريخ كې لومړۍ پيښه وه چې وينې پكې تويې شوې.(1)

څرګنده ده كه چېرې دغه ډول ټكرونه په پرله پسې او مكرر ډول پيښ شوي واى نو دا به حتماً د مسلمانانو د وركې او تباهۍ سبب كيدل. نو د حكمت غوښتنه دا وه چې اصحاب (رضي الله عنهم) خپل اسلام، عبادت، دعوت او غونډې پټې وساتي.

خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به پخپله عبادت په ډاګه تر سره كاوه، او خپل دعوت به يې هم په ښكاره توګه مشركينو ته اعلانوه، که څه هم له اصحابو (رضي الله عنهم) سره به يې ليده كاته په پټه و، او دا هم د اسلام او مسلمانانو د مصلحت پخاطر.

او څرنګه چې د ارقم بن ارقم المخزومي كور د صفا پر غونډۍ او د مشركينو له نظر نه ګوښه پروت و، نو رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همدغه  ځاى له مسلمانانو سره د غونډو لپاره مناسب وباله او د نبوت له پنځم كال نه يې همدا كور د خپل دعوت مركز وټاكه.(2)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب