
څېړنه: چلم کې استعمالیدونکی تمباکو د وینې سرطان سبب ګرځي
په افغانستان، پاکستان، هندوستان او اوس په ځینې اروپایي هیوادونو کې هم چلم څښل عام شوی او خلک په دې فکر دي چې چلم به د سګریټ څخه ډیر خطرناک نه وي.
نوې څېړنه ښیي چې چلم څښوونکي کسانو کې د وینې سرطان ډیر په چټکتیا سره خپریږي چې د سرطان خپریدو سرعت په چلم کې نسبت سګریټ ته څو ځلي زیاته ده.
د امریکا سین ډیاګو پوهنتون کې شوې دغه څېړنې په اساس د چلم څښلو پر مهال کله چې هوا بدن ته داخلیږي نو له ځان سره د بینزین کیمیاوي مواد هم انتقالوي کوم چې په وینه کې موجود سپین ذرو شمیر زیاتوي او وینې خطرناک ناروغی لیو کیمیا سبب ګرځي.
دغه څېړنه کې د ۱۰۵ چلم څښوونکي کسانو تش بولو نمونه له چلم څښلو مخکې او وروسته وڅیړل شو. سربیره پر دې د ۱۰۳ هغو کسانو تش بول هم وڅیړل شو کوم چې چلم نه څښي خو په هغو ځایونو کې چې چلم څښل کیږي موجود وي.
له څېړنې څخه معلومه شوه هغه کسان چې چلم څښي د هغوي په بدن کې بینزین له ماتیدو څخه د ایس فینایل مرکیپټورک اسیډ (s- phenylmercapturic acid) نومې خطرناک مرکب څلور ځلې زیات نسبت هغو کسانو ته چې خپله چلم نه څښي خو هغو ځایونو کې چې چلم څښل کیږي موجود وي تولیدیږي.
د څېړنې یو مسول وویل چې دا لومړی ځل دی چې کورونو او کوڅو کې په چلم څښوونکو کسانو څېړنه ترسره کیږي او دې څېړنې ثابته کړه چې چلم څښوونکو کسانو وینه کې بینزین ډیر زیات وي او په چلم کې استعمالیدونکی تمباکو نسبت نورو ډولونو ته ډیر زیات خطرناک دی.
څېړونکو خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې چلم نه څښي خو بیا هم چلم څښوونکو په مجلسونو کې ګډون کوي د چلم لوګی د هوا تنفس کولو پر مهال د هغوي بدن ته داخلیږي کوم چې د هولرلیو کیمیا ناروغی سبب ګرځي.