د لامبو پرمهال پام او لارښوونې

تعجب هغه وخت کوئ چې د قوي لامبوزن له غرقيدو خبر شي، او يا يو جوړ او قوي سړی يوه لحظه وروسته له اوبو مړی را وباسی. روغتيايې څيړونکو خبر ورکړی چې د دې ډول خطرونو او پېښو ښکار هغه وګړي دي کوم چې د زيات وخت لپاره يخو اوبو کې تم شوي، يا يې په ناڅاپي ډول اوبو ته خيز کړی.

څيړنيز خبر زياتوي چې يخو اوبو کې ډېر وخت لپاره تم کيدل د بدن تودوخه را ټيټوي، دې سره د غړو حرکت کې سستيا پيدا کيږي، او لامبوزن يودم د سختې ناتوانۍ احساس پيداکوي او د لاس او پښو له وهلو عاجز کيږي، کچيرې دې حالت کې دی له کنارې لرې وي کيدای شي چې  خپل ځای کې غرق شي، نو پدې اړه وايې: ښايې چې اوبو کې په مسلسل ډول ډېر وخت تېر نکړای شي، کله چې د تودخې لږ ټيټوالی هم احساس کړی نو سمدستې له اوبو ځان وباسئ، او د شونډو تر ژيړوالي هيڅکله اوبو کې مه پاتې کيږئ ځکه دا ډېر سخت حالت دی.

او د يودم ټوپ څخه هم بايد ځان وساتل شي؛ ځکه طبي څيړونکي وايې: اوبو ته يودم ټوپ وهل د زړه او دماغي سکتې سبب  ګرځي، ځکه دې سره د ويني دوران کې سخت اضطرابات واقع کيږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د هوا او اوبو ترمينځ ډېر توپير وجود ولري، پدې اړه څيړنې وايې: ښايې د اوبو مينځ ته له تللو مخکې لامبوزن د اوبو غاړه کې خپل بدن لږ يخ کړي، دا رنګه چې اول د بدن پور تنۍ برخه (سر) باندې ورو لږې اوبه توی کړي، او ورپسې ټول بدن لوند کړي، لنډه داچې اول د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه باندې ولامبي، او بيا په تدريجي ډول د اوبو مينځ ته ورشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب