
پیاز او اوږه او درملیزې ګټې يې
پیاز یو ډول بوټئ دئ چې چې لاتین نوم ېې الیوم سیپا ایل (allium cepa L )دئ اوتند او تریخ خوند لري .
په طبي او خوراکي ډول د پیاز د ځمکې لاندې غوټه د اهمیت وړ ګڼل کیږي چې د خوړو د خوند ښه کولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي .
په ځلونو لیدل شوي ، په کومو کلونو کې چې د پياز پوټکئ پيرړ او ضخیم وي په هغه کال په ژمي کې ډیر ساړه وي یعنې پیاز د ژمي له سختو سړو د ځان ساتنې په موخه ډبل کالي اغوندي .
زرګونه کاله کیږي چې انسانانو پیاز پيژندلئ او په خپلو خوړو کې ېې ګټه ترې اخیستې ده .
که څه هم د پیازو په اړه په طبي کتابونو کې ډيرې ګټې لیکل شوې او وايي دا بوټئ د وینې ، هډوکو او اعصابو لپاره ډير ګټور دئ او د هظم ،اشتها راوړلو او د دیابیت د مریضانو لپاره ګټور مواد لري خو موږ غواړو د پیاز په سرطان ضد خواصو بحث وکړو .
د بې سرحده ډاکترانو په یوه راپور کې راغلي اوږه او پیاز د سرطان خطر کموي .
ډاکترانو په سویس او ایټالیا کې په یو شمیر زړو خلکو څیړنه وکړه په داسې ډول چې یو شمیر ته ېې په خوړو کې اوږه او پیاز ورکول او بلې ډلې ته ېې بې له اوږې او پياز خواړه .
د څیړنې پایلو وښوده په هغو خلکو کې چې په خوړو کې ېې اوږه او پياز موجود ؤ د سرطان کچه د هغه بلې ډلې په پرتله ډيره کمه وه .
دې ته ورته یوه څيړنه په چین کې هم وشوه چې له پورتنې څیړنې سره ېې یو شان پایله درلوده .
په تهران کې هم د درمل جوړولو پوهنځۍ یو شمیر محصلینو د پیازو په اړه څيړنې وکړې او وېې مونده چې د پيازو سلفري یا ګوګردي مواد د ترایګلیسراید کچه کموي او خام ډول ېې د وینې د لخته کیدا مخنیوئ کوي .
همداراز په پیازو کې یو ډول انتي اوکسیدانت مواد شتون لري چې د سرطان په تیرو د غټو کلمو د سرطان او په ښځو کې د سینې د سر طان مخنیوئ کوي .
په راپور کې راغلي پياز د یو شمیر جلدي ناروغیو درملنه هم کوي .
او د انتي سیپتیک خواصو تر څنګ میکروب ضد خواص هم لري له همدې امله په پخوانیو زمانو کې د زخمونو او دانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کیده
اوږه هم د سلفورات په درلودلو سره د سرطان د سرطاني حجرو له ودې مخنیوئ کوي او د بدن دفاعي سیستم هم پياوړئ کوي .
په راپور کې راغلي که پیاز او اوږه پاخه شي سلفوري مواد ېې له منځه ځي نو له همدې امله ېې خام ډول ډیره ګټه لري .
امریکايي ډاکتران هم وايي په هغو خلکو کې چې خام پياز او اوږه په اوونۍ کې اوه ځله خوري د لویو کلمو د سرطان پيښې په کې څلور چنده کمیږي .
پژمان