دفتري کارونه او چاغښت، څنګه ترې ځان وساتو؟

دفتري کارونه نه یوازې د وخت په تېریدو سره ستاسې په موقف، امتیازاتو او شخصیت کې بدلون راولي؛ بلکې د وزن وضعیت هم دربدلوي.

یوه لویه برخه دفتري کارمندان، په خاص ډول هغوی چې پرله پسې ناست وي، د وزن له زیاتوالي ځوریږي.

نظر پوښتنه:

په ۲۰۱۷ کې د ۳زرو چاغو کسانو ترمنځ د شوې نظرپوښتنې پایلو ښودلې، چې د دوی ۴۱ سلنه کسان د دفترونو د ناستې د کارونو له وجې د وزن له زیاتوالي سره مخ دي.

په دغو کسانو کې اکثره یې د دفترونو د مشرانو سکرتران، ټایپ کوونکي او اداري کارمندان دي.

لاملونه:

د وزن زیاتیدو ګڼ لاملونه دی، چې په دفترونو کې د پرله پسې ناستې اړوند کارونه هم پکې راځي.

د نیویارک د تغذیې د برخې یو متخصص ډاکټر کاترین تریون وایي د دندې مقیدوالی د بدن پر فعالیت او جوړښت د پام وړ اغېز لري.

دلته به پرچاغوالي د ډېرې ناستې او دفتري کارونواغېزې بحث کړو.
ساعتونه، ساعتونه کېناستل

د دفتري کارونو پر وخت د وزن زیاتیدو یو لوی دلیل په پرله پسې ډول ساعتونه – ساعتونه کېناستل او په دې بڼه کار کول دي.

دفتري کارمندان مجبور دي څو د کارونو د سرته رسولو لپاره ساعتونه- ساعتونه د مېزونو شاته کیني او خپل کارونه وکړي.

په ترسره شویو څېړنو کې د دفتري چارو له وجې د چاغوالي ټولو نه لوی دلیل د مېزونو شاته د دوی پرله پسې ناسته ښودل شوې ده.

له دې ستونزې د خلاصون لپاره یوه ښه لاره دا ښودل شوې چې دفتري کارمندان د امکان ترحده له خپلو څوکیو ډېر پاڅي او وګرځي.

دا ګرځیدل کیدای شي پرټلیفون د خبرو په وخت کې وشي، یا کوم مهم مېلمه او دوست سره د بدرګې په دود چې هغه ته درناوی هم شوی وي.

د دې ترڅنګ، که دفتر مو څووم پوړ کې وي او لیفټ هم لري، ښه ده چې د لیفټ پرځای پلي لاړشئ.

اوږده سواره مزلونه

په موټرو کې اوږده مزلونه هم د وزن زیاتیدو یو لوی دلیل دی. د څېړنو له مخې هغه دفتري کارمندان چې پخپلو شخصي موټرو کې دفترونو ته راشه درشه لري، د هغو په پرتله چې له عامه ټرانسپورټ لکه بسونو، میټرو او نورو استفاده کوي، د وزن زیاتیدو له ستونزې ډېر ځوریږي.

رواني نارامي

د دفتري کارونو یوه بله ستونزه، چې د انسان ذهن ناراموي او په دې ډول یې د وزن زیاتیدو سبب ګرځي د هغه رواني نارامي ده.

ډېرځله، دفتري کارمندان د دې لپاره چې څنګه نوی آمر ځان نه خوشاله وساتي، تر سخت رواني فشار لاندې وي.

دغه نارامي د دوی په وجود کې د وازدې او قند د زیاتیدو سبب کیږي.

د رواني نارامیو له کبله، ډېرځله پر وخت ډوډۍ، ورزش، تفریح او نور لازم کارونه انسان نه پاتې کیږي.

له دې نارامۍ د خلاصون ښه لاره دا ده، چې همېش منطقي فکر وکړئ، اداره او چارې یې د ژوند یوه برخه وګڼئ، نه ټول ژوند.

پر دې فکر وکړئ چې ادارې ته تله راتله مو د ژوند د هوساینې لپاره شروع کړي نه د نارامولو لپاره.

هڅه وکړئ، چې خپله ذهني سلامتي او صحت د کار قرباني نه کړئ او هرڅه پرخپل وخت سرته ورسیږي.

کم خوبي

هغه کسان، چې په یوه یا څو دفترونو کې په کار بوخت دي او تر ناوخته ویښ پاتې کیږي او کافي خوب نه شي کولای، د کافي خوب لرونکو په پرتله یې د چاغیدو ګراف لوړ دی.

څېړنو ښودلې، کوم کسان چې پرله پسې ۵ شپې تر۴ ساعتونو خوب لري، ترهغو ۲ برابره زیات چاغیږي، چې د خوب سطحه یې نارمل یانې د شپې ۸ ساعته ده.

که دفتري کارونه لرئ، ښه ده چې خپل ۸ ساعته خوب هم پوره کړئ.

په کم خوبۍ کې ډېر نور تاوانونه هم ستاسو صحت او روان ته رسیږي.

د سهارنۍ انتخاب

د هغو کسانو چې دفترونه له کورونو زیات لیرې دي، مجبور دي چې اوږده ساعتونه موټر وچلوي، یا د بل موټر سپرلۍ شي او زیات وزن واخلي.

دوی د کور د لیرې والي له وجې سهار معمولا کورکې چای نه څښي، یا داسې یې نه څښي چې لازم ورته.

دوی ته ضرور ده، چې د سهارنۍ په مناسب انتخاب کې دقت وکړي، ځکه سهارنۍ د وزن په زیاتوالي او صحت مستقیم اغېز لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب