د ځیرکو ټیلیفونونو شپږ وژونکي زیانونه

د ټکنالوژي نړۍ په ډېرې چټکتیا سره وده او پرمختګ کوي . که څه هم له یوې خوا زموږ په ژوند باندې هره ورځ نوي او ښه امکانات زیاتېږي، خو له بلې خوا همدا موډرن کېدل، زموږ د ځان بلا ګرځي او زموږ په ژوند کې وېرونکې پېښې را منځته کوي . د ځیرکو ټیلیفونو وژونکو زیانونو ته په نه پام سره، په دې وروستیو کلونو کې له دې وسیلې څخه ډېره زیاته ګټه اخلو . سمه ده، چې د یوې پاڼې په لمس کولو سره د څو ثانیو په لړ کې د نړۍ له بېلابېلو برخو سره وصل کېږو او له خپل ژوند څخه خوند اخلو، خو باید هغو خطرونو ته هم پام وکړو، کوم چې په کمین کې دي .

۱ ـــ په سترګو باندې ډېر زیات فشار :

سره له دې چې ګرځنده ټیلیفون یا ټبلېټ ته ډېر کتل، نه شي کولای، چې سترګو ته تل پاتې زیان واړوي، خو سترګې ستړې کوي . په حقیقت کې د موبایل صفحې ته ډېر کتل، کولای شي، د سترګو د وچوالي سبب وګرځي او لید یې کمزوری کړي .

په خوب ځای کې له ځیرک ټیلیفون څخه ګټه اخیستنه او له هغه څخه خپرېدونکې وړانګې، د دې سبب ګرځي، چې په بدن کې ماتونین ( د خوب هورمون ) له ګډوډیو سره مخامخ کړي، چې په پایله کې په ډېرې سختۍ سره ویده کېږو او کله چې له خوبه را ویښېږو بدن مو بې انرژي وي . تاسو ته سپارښتنه کوو، چې په ذهن کې مو د تل له پاره باید د ۲۰ ـــ ۲۰ ـــ ۲۰ قانون پاتې شي، یانې که چېرې اړ یاستئ، چې د ۲۰ دقیقو له پاره خپل ځیرک ټیلیفون یا ټبلېټ ته وګورئ، باید د شلو ثانیو له پاره خپلو سترګو ته آرامتیا ورکړئ او د ۲۰ ګامونو په واټن سره خپل شاوخوا ته بل څیز ته وګورئ، ترڅو سترګې مو خپله آرامتیا تر لاسه کړي . دغه راز اړینه ده، چې خپل موبایل ټیلیفون له خپلو سترګو څخه په مناسب واټن کې لرې وساتئ .

۲ ـــ د خوب د کیفیت کموالی :

د ځیرکو ټیلیفونو یو وژونکی زیان، د بې خوبۍ ستونزه ده، ځکه چې ډېری خلک د خوب او استراحت پرمهال هم له خپل ځیرک ټیلیفون څخه ګټه اخلي او نه ویده کېږي .

د ټولنیزو شبکو معتادان او دغه راز هغه کسان، چې کاري روږدتیا لري، په ډېرې سختۍ له خپل موبایل یا ټبلېټ څخه جلا کېږي، ځکه د دوستانو پیغامونه او یا کاري برېښنا لیکونه دوی د یوې شېبې له پاره هم ازګار نه پرېږدي . دا اندېښنې او خواشینۍ خوب حراموي .

your ads

۳ ـــ د ټکر خطر :

هرو مرو تاسو هم ډېر کسان لیدلي، چې د موټر چلونې پرمهال ټیلیفوني پیغامونه لیکي او استوي یې . دا ډول کسان له بدمرغه نه یوازې له خپل ژوند سره، بلکې د نورو له ژوند سره هم لوبې کوي .

البته د موټرونو د ټکر پېښې یوازې په وخت پورې تړاو نه لري، چې سترګې مو سړک ته نه وي . د متخصیصینو په باور، کله چې په ټیلیفون باندې خبرې کوئ او د بل کس خبرو ته غوږ نیسئ، ستاسو د ذهن تمرکز ۳۸ سلنه را کمېږي . په یاد مو وي، چې دا پېښې هغه مهال هم را منځته کېدای شي، کوم چې تاسو پلی مزل کوئ او پیغامونه لېږئ . ډېری کسان د سړک څخه د تېرېدو پرمهال هم ورته را رسېدلي پیغامونه لولي او یا هم پیغامونه لېږي، چې د فرد له پاره ځاني خطر لري . په یاد مو وي، چې د ځیرکو ټیلیفونونو دا خطر نه جبران کېدونکی دی .

۴ ـــ د غاړې ( ورمېږ ) پیغامیز سندروم :

د دې سندروم نوم نوی د خلکو په ژبو دی . د غاړې پیغامیز سندروم د ملا په تیر باندې د زیات فشار پایله ده، چې دلیل یې د وروستیو پیغامونو او پوسټونو د لوستلو له پاره د سر ټیټ اچولو له امله را منځته کېږي .

په هغه مقاله کې، چې په دې وروستیو کې په واشنګتن پست کې چاپ شوې ده، راغلي : زموږ د سر وزن، چې په افقي وضعیت کې وي، شاوخوا ۵.۵ کیلو ګرامه دی، خو هغه مهال چې غاړه د ۶۰ درجې زاویې په کچه کږېږي، د وزن کچه یې ۲۷ کیلو ګرامو ته رسېږي .

په پایله کې غاړه او د ملا تېر اړ کېږي، چې ډېر زیات وزن وزغمي، خو ستونزه په دې کې ده، چې تاسو په مجازي نړۍ کې داسې ډوبېږئ، چې هېڅ فشار نه احساسوئ . له بده مرغه دا وضعیت د وخت په تېرېدو سره، د غاړې د مریو د خرابېدو سبب کېږي او حتی جراحي عملیات ته اړتیا پیدا کوئ .

که چېرې په غاړه او د ملا په مرۍ باندې د ۲۷ کیلو ګرامه وزن درک نه شئ کولای، تصور وکړئ، چې هره ورځ یو اته کلن ماشوم په خپلو اوږو باندې یوې او بلې خوا ګرځوئ .

۵ ـــ چاغښت :

په امریکا د ترسره شوې څېړنې پایله ښیي، هغه کسان چې د اوږدې مودې له پاره له خپل ټیلیفون سره بوخت دي، بدني فعالیت یې کم او له جسمي پلوه تاند او تازه نه دي .

البته ځینې کسان د خپل وجدان عذاب د کمښت له پاره په خپل تردمیل (Treadmill) باندې منډې وهي او د منډې وهلو په حال کې هم پیغامونه لېږي . باید پوه شئ، چې دا کار د تمرکز کچه را ټیټوي او فعالیت مو را کموي . سر بېره پردې دا د دې سبب کېږي، چې بدني وضعیت مو سم نه وي او په سمه توګه ونشئ کولای، چې په خپلو غړو باندې کار وکړئ

۶ ـــ د لیکنیو ګوتو سندروم ( Text claw ) :

که چېرې دهغو کسان برخه یاستئ، چې ټایپ ډېر کوي، احمتالاً د کارپال کانال له سندروم، له هغې سختې ناورغۍ سره، چې د اعصابو د تراکم له امله په لاسونو او ګوتو باندې د ډېر زیات فشار په دلیل را منځته کېږي، آشنا یاستئ . سربېره پر دې یوه بله ځانګړې ستونزه هم شتون لري، چې تر اوسه په طبي او علمي توګه نه ده ثابته شوې . دا ستونزه له سمارټ ټیلیفونونو څخه ډېره زیاته ګټه اخیستنه ده، چې د لیکنیو ګوتو د سندروم په نامه مشهوره ده، ځکه کله چې یو متن ټایپ کوئ، د لاس ګوتې خپل فعالیت پیلوي . په دې کار کې افراط د دې سبب ګرځي، چې په لاس باندې ډېر زیات فشار راشي او د لاس په بند او ګوتو کې درد را منځته شي .

ژباړه : عطا محمد میاخېل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب